راځئ چې له کمونست وزیره یې زده کړو!/ احسان الله ارینزی!

0 777

نژدې یوه میاشت مخکې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال، جنرال میرزا محمد یارمند، له آریانا تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې که دا د تورو هېندارو فیشنی او قیمتي کروزین او هایلکس موټران، د پخوا په شان قانون نه مني، چک پوست ته نه درېږي او خاوندان یې د کلاشینکوف او دولتي یا جهادی مناصبو او دریځونو په زور، ټولې واکمنۍ او خلکو ته په سپکه سترګه ګوري، دولت دې دا جرئت وکړي چې لااقل داسی یو موټر دې په توغندي وولي چې نور پند واخلي او ټول وطن، د دې قانون ماتوونکو له سرو منګولو څخه خلاص شي!

جنرال یارمند څو کاله د کورنیو چارو مرستیال وزیر و او په ډېرو هغه خبرو پوهېږي چې عوام نه دي پرې خبر؛ ځکه یې د زړه بړاس ویست او په دولت او چارواکو یې غږ وکړ چې د تورو هېندارو کبرجن مالکین په آسانه قانون، مدني ژوند، ښاري اصولو او ټولنیزه اخلاقو ته سر نه ږدي، له همدې امله باید یو- دوه په توغندیو وویشتل شي چې ها نور د عادي انسانانو په څېر قانون او اصولو ته غاړه کېږدي او په ملک کې سم سمکی راشي!

ما چې کله د جنرال یارمند دا خبرې واورېدې، د هغه ملګري خبرې ذهن ته راغلې چې څو کاله مخکې یې په بلغاریا کې، د قانون او دولتي حاکمیت د ټینګولو په هکله کړې وې او خورا ښه نتیجه یې ورکړې وه!

راوي ویل کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، په بلغاریا کې بدلونونه ګړندي شول. د کمونست ګوند واکمني کاواکه او نوي خلک او ډلې واک ته ورسېدل.

د راوي په خبره چې په هغه میاشتو او کلونو کې، د بلغاریا په دولتي املاکو او شتمنیو یو ډول پټ چور لګېدلی و او یو شمېر نویو سیاسیونو هڅه کوله چې د ځمکو، عایداتی منابعو، شتمنیو او امکاناتو په مرسته، ځانونه پیاوړي او لوړو دریځونو ته ورسوي!
راوي ویل چې د دې پټ چور یو شمېر عناصر، د نړیوالې مافیا د ځینو پټو کړیو په مرسته او مشوره، ورو- ورو د بلغاریا په ملي مافیا بدل شول او هغه کسان به یې په آسانه، له مخه لیرې کول چې د دوی په وړاندې درېدل او یا به یې د دوی د احتمالي ګټو مخه نیوله!

د راوي په قول چې دا مافیا په دوه- دریو کلونو کې دومره پیاوړې شوه چې په بلغاریا کې یې (سیوري حکومت)جوړ کړ، ځینې د لسګونو ملیون ډالرو شتمنیو خاوندان شول او د دولت ډیری عایداتي سرچینې د دوی لاس ته ولوېدې!

راوي ویل چې د دې مافیا پرله پسې غلاوو او غضب، د بلغاریا لومړی وزیر دې ته اړ کړ چې د امنیت او ثبات د ډاډمن کېدو له پاره د کورنیو چارو څو وزیران ژر- ژر بدل کړي؛ خو وضع ورځ په ورځ خرابېده، مافیا پرله پسې بریالیتوبونه ترلاسه کول او نوې سرچینې یې قبضه کولې!
د راوي په وینا چې لومړي وزیر، په پای کې د کورنیو چارو پخواني کمونست وزیر ته ځولۍ وغوړوله چې راشه او په دې پاشلي جغرافیه کې نظم ټینګ او قانون واکمن کړه!

وایي چې کمونست وزیر، لومړي وزیر ته وویل چې زه دا کار منم؛ خو په یو شرط چې شپږ میاشتې به د قانون، اصولو او پوښتنې خبرې نه کوئ!

د راوي په وینا چې دا ډېره ګرانه وه چې لومړی وزیر دې د کمونست وزیر دا دروند شرط په بیړه ومني، له همدې امله یې خبره له ولسمشر سره شریکه کړه. ولسمشر هم چې مافیا زهره چاودی کړی و، له لومړي وزیر سره دې هوکړې ته ورسېد چې سمه ده، کموست وزیر ته شپږ میاشتې وخت ورکړه چې د مافیا ټغر ټول کړي او که ونه شوه، ټول به په ګډه استعفی وکړو او ځآی به پرېږدو نویو ځوانانو ته چې په هېواد کې د غلو، غاصبینو او مافیا مخه ونیسي!

په هر صورت د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و. پخواني کمونست بیا د کورنیو چارو وزیر شو. ده په یو- دوو میاشتو خپل ډیر پخواني پاخه ملګري او نور هېوادپال افسران په دندو وګومارل او بیا یې د مافیایی عناصرو په نیولو، وژلو او شړلو لاس پورې کړ.

راوی ویل چې پخواني کمونست وزیر په دوه- دریو میاشتو کې پنځوس شپېته باندیستان ونیول، پنځوس شپېته یې ووژل او په نورو یې د ژوند او فعالیت کړۍ دومره تنګه کړه چې خلک په یو لوی او رښتیاني بدلون ډاډه او د غلو او غاصبینو مخه ډیره ونیول شوه!

راوي ویل چې کمونست وزیر، د بلغاریا د ځمکو، شتمنیو، امکاناتو او ملي وقار څو غله چې هغه وخت د ګاډو او وسله والو کسانو په کتارونو کې ګرځېدل، په پلازمېنه صوفیه او څو نورو لویو ښارونو کې، د کلاشینکوفونو او ګرینوفونو په ځای په توغندیو وویشتل چې وطن د تل له پاره د دوی له شره خلاص شي!

د ګرانو لوستونکو به په یاد وي چې دې کمونست وزیر د همدې مافیا مشر، ان په هالند کې په یو لفت کې په مرموزه توګه وواژه او په دې توګه یې خپل ګران وطن ، د غلو او غاصبینو له خونړیو منګولو څخه وژغوره!

راوي ویل چې د دې سړي په وژلو سره مافیا دومره کمزورې شوه چې نور یې نو د خلکو او قانون په وړاندې د سر پورته کولو جرئت له لاسه ورکړ او ورو- ورو له منځه لاړه.

دا کیسه مې ځکه ولیکله چې د کورنیو چارو د پخواني مرستیال وزیر، جنرال یارمند، خبرو ته مې ملاتړ او لاسوند پیدا کړی وي. هیله ده چې یو وخت د افغانستان په مشرانو کې هم دومره عقل پیدا شي چې یو پخوانی کمونست، جهادی، طالب، نشنلست یا دموکرات ، خو په خلکو او وطن مین، د زده کړو خاوند، د تجربې څښتن، ژمن، پاک، حساب ورکونکی او مسلکي وزیر بیا په کار وګوماري او واک ورکړي چې د تورو هېندارو شا ته ناست، یو څو زورور او ښکرور غله او غاصبین په توغندیو وولئ او دا د شازلمو وطن د دوی له لوثه پاک کړي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply