د جګړې په ډګر کې د هلمندي پولیس افسر نوښت / ودان روښان

0 592

 

حمیدالله  هغه پولیس افسر دی چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګا ښار امنیتي کمربند کې دنده لري. حمید الله په دې وروستیو کې د ځان، خپلو ملګرو، د لښکرګاه اوسېدونکو او په ټوله کې د خپل هېواد دفاع او ساتنې په موخه بریالۍ هڅه کړې او هغه دا چې داسې یو هاوان یې جوړ کړی چې ۴ کیلومتره واټن ویشتلی شي. حمید الله ویلي دغه هاوان یې په اړنده قطعه کې د درنې او منځني واټن ویشتونکې وسلې تشې ډکولو په موخه جوړ کړی دی. هغه چې وایي: «احتیاج مادر ایجاد است» دا خبره په دغه ځای او د حمید الله په اړه ټیک رښتیا ده. حمیدالله ویلي چې ددوی په قطعه کې یوازې پیکا او کلاشنیکوف او دې ته ورته نورې سپکې وسلې وې خو دوی د منځني واټن ویشتونکې درنې وسلې ته اړتیا درلوده دا ځکه چې مخالف لوري تل دوی د هاوان او نورو درنو وسلو په واسطه له منځني او لرې واټنه په نښه کول چې په دې سره دی او ملګري یې تل د غلیم درنو وسلو تراور لاندې  راتلل نو ځکه خو یې وغوښتل چې دوی هم داسې وسله ولري چې خپل دوښمن که په لرې واټن کې نه وي په منځني واټن کې په نښه کړی شي. هلمندي پولیس افسر حمیدالله ویلي:« د خپلې تجربې او فکر له مخې یې له عادي اوسپنې او د لاسرسي وړ پرزو پرمټ او د خپل جیب پر پیسو چې څه باندې ۱۰۵ زره افغانۍ شوې، داسې یو هاوان جوړ کړ چې په څلور کیلومتره واټن کې هدف له منځه وړلی شي.»

حمید الله تر دې مخکې ماینونه هم جوړ کړي وو.

دی وایي که مرسته ورسره وشي د هاوان جوړولو په برخه کې نور کسان هم روزلی شي.

هاوان په ټوله کې د پليو ځواکونو ډېره پخوانۍ تکتیکي وسله ده چې په اساني سره هر ځای ان په غرنیو سیمو کې هم لېږدېدلی شي. هاوان د خپلې همدې ځانګړنې له مخې د منظمو ځواکونو تر څنګ د چریکي یا ګوریلایي او باغي ډلو د پام او خوښې وړ وسله هم ده. د څه ناڅه منځني واټن ویشتنې ترڅنګ دهاوان بله غوره ځانګړنه دا هم ده چې مستور یا پټ هدف هم په نښه کولی شي نو ځکه خو په غرنیو سیمو کې چې ښایي د دوښمنو ډلو جنګیالي یوبل ته د غونډیو او سترو کمرونو تر شا، خوړونو، ځنګلونو او یا د استوګنې سیمو کې پټ شوي وي چې په مخامخ توګه نه شي په نښه کېدی خو هاوان چې د لیندۍ یا قوس په بڼه وارېږي نو ځکه خو له سترګو پنا ځایونو کې هم هدف په نښه او له منځه یې وړي.

دغه راز، هاوان د جګړې لومړۍ لیکې ماتولو او پر پوستو د برید له پاره هم اغیزمنه وسله ده نو ځکه خورا لوړ تکتیکي ارزښت لري.

دا سمه ده چې هاوان زړه او عادي تکتیکي وسله ده خو د هلمند پولیسو دا وسله هم نه درلوده چې اوس د حمیدالله په نوښت دا تشه لږترلږه په یوه وړه سیمه کې ډکه شوې خو په دې برخه کې څو خبرې د پام وړ دي چې باید له یاده ونه ایستل شي:

لومړی خو د وسلې له پاره کارېدونکې اوسپنه باید معیاري وي یانې اړین مقاومت یا کلکوالی ولري چې د پرله پسې ګولیو ویشتلو پروخت د زیاتې تودوخې له امله ونه چوي او که وچوي ښایي د دوښمن پر ځای خپل لوري ته مرګ ژوبله واړوي. ډېر ځله به مو اورېدلي وي چې: «د دولت وسله والو مخالفینو ته په دې یا هغې سیمې کې هله مرګ ژوبله واووښته چې غوښتل یې ماین جوړ کړي یا یې په لاس جوړ شوی ماین د سرک پرغاړه یا بل ځای خښاوه » د دا ډول پېښو ستر لامل همدغه د غیرمعیاري توکو کارونه ده. دې مسلې ته باید ډېر پام وشي نو اوس مالومه نه ده چې د حمیدالله په لاس جوړ شوي هاوان کې کارول شوې اوسپنه هغه معیاري کلکوال لري چې د پرله پسې کارونې پروخت د تودوخې له امله ونه چوي او که نه؟

چارواکو زما وړاندیز دادی چې د متخصصینو مسلکي ډله باید یاد هاوان و څېړي کېدی شي دغه کار په حربي فابریکه کې وشي چې ان د امیر شیرعلي خان په واکمني کې جوړه شوې او ښایي دومره ظرفیت ولري چې د حمیدالله د جوړکړي هاوان د اوسپنې مقاومت مالوم کړی شي او که اړتیا وي په افغانستان کې د پرتو نړیوالو ځواکونو له مسلکي کسانو دې مرسته وغوښتل شي. که چېرې د څېړنو او پلټنو پایله مثبته وه حمید الله ته دې مالي او تخنیکي اسانتیاوې برابرې شي او له اړینو سمونو ورسته دې د دې وسلې تولید پراخ کړی شي چې دا به د افغان پوځ پرځان ویساینې په لار کې لومړنی ګام وي.

بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چې د حمید الله په لاس جوړه شوې وسله ان که معیاري هم نه وي په خپله د ده دا هڅه، د وطنپالنې احساس او روحیه د ستاینې وړ ده چې پر خپل نوښت او لګښت یې د ځان، خپلو ملګرو، د لښکرګا ښاریانو او په ټوله کې د هېواد دفاع له پاره کړې ده.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست لوړ پوړي چارواکي، د ملي امنیت شورا، د وسله وال پوځ اعلا قومانداني او په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني باید حمیدالله په مانیزه او مادي غوره ډالۍ وستایي. په دې سره به له یوې خوا حق د هغه خاوند ته رسېدلی وي او له بله پلوه به نور سرتېري، افسران او په ټوله کې وطنوال د ولس او هېواد دفاع له پاره هڅول شوي وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply