پښتونه قامه، جار جار قربان دې/ پیر محمد کاروان

0 1,021

آدم او حوا په جنت کې تېروتنه وکړه،هغه ځکه چې بنیادمان وو. بنیادمان، نفس و شیطان لري. بنیادمان هېرجن دي. الله تعالی د کمال و جمال و جلال څښتن او حکیم ذات دی. آدم او حوا یې پاس له جنتونو لاندې ځمکې ته را وایستل. په دې کار کې حکمت ؤ. هغه دا چې انسان د ځمکې پر سر د الله تعالی خلیفه او نایب شي. ځمکه په اوبو ، ونو، ګلونو او میوو ښکلې شوه. رنګارنګ حیوانات په کې د جمال او جلال ګرځنده تابلوګانې او د مصور ذات د نقاشۍ بېلګې شوې. د مرغانو په نغمو او رنګینو بڼکو یې الوتونکې ښکلاوې و پنځولې. لمر، ستوري او سپوږمۍ یې د شپو ورځو د ښایستونو په خدمت کې و ګومارل. انسان د حوا او آدم اولاد یې په ګڼو قبیلو وویشه. ددې له پاره چې یو بل سره و پېژني او په مختلفو رنګونو، ژبو او زیاتو کمالاتو پر دنیا او ژوند رنګیني او ډېرې ښکلاوې وویشي. انسان ته دا ښودل شوي چې د مینې او جمال د خالق په رحماني لاره مخکې لاړ شي او د معنویت دنګو دنګو څوکو ته ځان ورسوي. که یې داسې وکړل نو د ځان، کورنۍ، ټولنې او ټول بشر له پاره به په خیر تمام شي. خو که بیا یې د شیطان خواته مخه شوه، او د شیطان په اشارو و کوچېده، اول به یې ځان او بیا نورو ته شر او ضرر و رسیږي.
انسان او انساني قومونه شېبه په شېبه له امتحان سره مخ دي. دوی باید له هرې شېبې ګټه پورته کړي. د دنیا د ښه ژوند او د هغې جهان د امتحان له پاره په ټوله مینه تیاري و لري.
د انساني ژوند په اوږدو کې ډېر قومونه چې بې عقلي او تکبر یې کړی،له رحماني او انساني مدار نه د تباهۍ کندې ته ور ښویېدلي دي. بایده دي چې نننی انسان او ننني انساني قومونه، له تباه شویو قومونو نه پند او عبرت واخلي. که یې هر ګام په عقل او اخلاص پورته نه کړ له بدۍ، او کړاو سره به مخ شي. د دنیا پر مخ داسې قومونه تېرشوي چې د خپلې بې عقلۍ، تکبر او سرکشۍ په وجه د انساني ژوند له جغرافیې تري تم شوي دي. بایده دي چې انساني قومونه د الله تعالی لوی نعمت (ژوند) هسې د لوبو ګوډاګی و نه بولي او په تېروتنو ترې مات نه شي. افغان وطن چې دا کم و زیات څلور لسیزې، له جنګ او غمجنو پېښو سره مخ دی، بایده دي چې په اخلاص، رحماني مینه او ښه فکر سره په خپل ګریوان کې وګوري. هغه ټولې انګېزې او دلیلونه ښه و څېړي چې د جنګ د سرېښو په ډنډ کې یې ایسار کړی دی. د افغان وطن ټول بچي لوڼې او زامن، ټول قومونه په یوه کشتۍ کې سپاره دي. د دوی د نجات ساحل ته که لاره وي دا به هم شریکه وي. خدای مه کړه تباهي یې هم بېله نه ده. په دې کم و زیات څلور لسیزې جنګي غوبل کې د افغانستان د نورو قومونو تر څنګ پښتون قوم هم ډېر کړېدلی او غمېدلی دی. دا کړېدل هم د ننه په افغانستان کې او هم تر برید اخوا د لوی افغانستان د غوڅ شوي وجود په برخه رسېدلي دي. د پښتون قوم د مرګ ژوبلې له پاره چې کومې شیطاني نقشې جوړیږي او عملي کیږي ناڅاپي نه برېښي. د پردې تر شاه خامخا د بشر دښمنه او پښتون دښمنه شیطاني کړیو کرغېړن لاسونه په کې شته. بایده دي چې پښتون قوم له هر بدرنګ جنګ نه ځانونه د امن او سولې غېږې ته را وباسي. د هغو شیطاني کړیو بدرنګ او په پښتنو وینو سره لاسونه له خپلې غاړې و باسي چې د پښتون قوم غاړې ته لوېدلي دي. پښتون قوم باید چې د خپلو خزانو پر سر ویده او غافل پاتې نه شي. دوی باید علم او حکمت حاصل کړي، خپلې خزانې را وسپړي، خپل ژوند پرې بسیا کړي. بایده دي چې له خپلو خزانو ښاماران پاڅوي، او یا یې د زهرو غاښونه و باسي. پښتون قوم چې د جوړښت له مخې له الف نه تر یا ټول مسلمان قوم دی، دا هم یو دلیل لري. له تاریخ نه باخبره خلک وایي چې تر اسلام وړاندې په پښتنو کې داسې د حکمت کارونه وو، چې له اسلام سره یې ورته والی درلود. نن سبا چې د پښتنو پر زخمي احساساتو کوم زهرجن لاسونه مالګي دوړوي دا لاسونه باید له خپلو زخمونو لرې د هغوی په تخرګونو کې ور غوڅ کړي. چې پښتون قوم ښکلي ژوند ته پرېښودل شي. چې پښتون قوم خپل ځان، ګاونډیانو، او ټول بشر ته د ژوند، مینې ، امن رحماني نغمې و غږوي. راځئ چې د پښتون قوم د زګېرویو د ټکور له پاره په غلي او خواږه غږ دا نغمه و غږوو ، چې:
پښتونه قامه، جار جار قربان دې

پښتون قام ته سرود

په وینو سُور دی، هر یو ارمان دې
په اوښکو لوند دی، څيري ګرېوان دې
پښتونه قامه ، جار جار قربان دې
پښتونه قامه، جار جار قربان دې
***
غشو ویشتلیه ، تن دې زخمونه
وَرَی وَرَی دې، شمه غمونه
زړه دې ټکور شه، په قلمونه
له امن ډک شه، باقي داستان دې ===
***
ته چې ژوندی یې، مینه به پایي
قمري به مستې، کُو کُو کُو وایي
بلبل به ښکلي ، ګلونه ستایي
د نغمو رود دی ، روح و روان دې ===
***
پېغلې زلمي دې، د بخت فالونه
قربان قربان یې، زرغون شالونه
غاټول ټوپۍ او، سره دسمالونه
بیا را زرغون دی، د بري شان دې ===
***
ادم خانی شه، د رباب تاره
ټپې دې وایه ، د ژوند له پاره
ځه د ملالو ، تر یکه زاره
بر پر غاصب شه، د نوح طوفان دې ===
***
پښتونه قامه، پاک له داغ داغ شې
و شپو ځپلو، ته روڼ څراغ شې
په دې خاورینه ، نړۍ کې باغ شې
د امن میر شه ، میر د کاروان دې

۴- ثور- ۱۳۹۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply