هلمند په سیاسي، اقتصادي او امنیتي عذاب کې/ عبدالواسیع لښکري 

0 817

هلمند د افغانستان سویل لوېدیځ ولایت دی، هغه ولایت چې د دوو بې رحمو ګاندونډیانو(ايران، پاکستان) د ناروا سیاستونو تر څنګ له ګڼو کورنیو ستونزو سره هم مخ دی؛ تر دې چې د هلمندیانو د ژوندانه  برخلیک يې د جهنم پر لورې ورسیخ کړی دی. هلمند ولایت د ستونزو اوږد لړلیک لري، خو تر څنګ يې خواخوږې (والیان، وکیلان، قومي مشران او مدني فعالان) هم نه دي په برخه شوي. جګړه، فقر، بې علمي، زړه ور فساد، کوکنار يې د ستونزو  سرلیکونه جوړوي. د ټولینزو تجربو له مخې، ستونزې که هر څومره ډېرې او لويي وي خو چې تر شا یې ایماني هوډ او اخلاصمن زړه موجو وي په خورا آسانۍ حلېدای شي. قراردادي جګړه او وراني هم لومړی ځل له هلمند څخه پیل شوه او دا یو تصادف نه و، بلکې د یوه پاخه پلان له مخې ورته د جګړې کرښه را واوښته. له بلې خوا  هلمند ته په مرکز کابل او هلمند ادارې کې د شخصي ګټو پر سر سیاسي، اقتصادي او امنیتي عذاب ورکول کېږي. بهرنیان د خپلو ستراتېژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د جګړې عمر اوږدوي او تر څنګ يې دفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت د جګړې په اوږدېدو کې خپل خېټې غوړوي او مړوي، امنیه قومندان ، والي او رئیسان د تور مال (تاریاکو) له لورې له لاسته راغلو تورو پیسو د ټولولو په عشق کې غرق دي. وکېلان دخپلو ورڼو او خپلوانو په لوړ څوکیو ګمارلو کې تر وزارتونو پورې څپلې شکېدلې دي، مدنې فعلان د څو پیسو لپاره سپین په تور او تور په سپین بدلوي، قومې مشران د مرستو په راټولولو او ښاروال سره په غصبونو کې بوخت دي، مامورین پر لسو بجو دفترونو ته راځي او پر دوولسو بجو له دفترونو څخه وځې، ولسونه لالهاند عرایض په لاس د دولتي دفترونو مخې ته ناهیلې ناست وي.

د دولت مخالفین په جګړه کې خپل آسونه چاغوي او له دې لارې غنیمتونه، باجونه او خراجونه ټولوي. په پلازمېنه کابل کې رئیسان او حتی مأمورین په پیسو او کمیشن ګمارل کیږي. دا کمیتي نقد که پر ټولو نه اطلاقیږي خو پر غوڅ اکثریت يې د سړي غاړې نه بندیږي ځکه دا حال زموږ ورځنۍ ننداره ده او د سر په سترګو يې وینو. په داسې یوه هر اړخیز ناورین کې هلمند له سخت سیاسي عذابه تېریږي، ځکه د هلمند برخلیک د سیاسي سوداګرو په مټ او ولکه  کې دی. د سولې پرلت یوه اونې هم خپلواک پاتې نه شو، سمدستي د سولې سیاسي دوکانداران ورته راګډ شول او اړوند حرکت يې پر لار ورکې خوا یو وړ. هلمند افغانستان او په ځانګړې توګه پلازمېنې ته د سیاسي حیات حثیت لري، که هلمند په ناورین کې وي ارګ مېشتې هم روغه او خوشحاله ساه نه شي ایستلای. هلمند کې په تېرو کلونو او اوس کې زروګونه عسکري ککرۍ خاورې شوې، وسلې او جګړیز ابزار له منځه ولاړل او مصرف شول خو امنیت یوه لوېشت هم پراخ نه شو. د پوهنې په برخه کې له ټولو شاوخوا درې سوه ښوونځیو څخه نیمې يې لا هم تړلې دي خو د ښوونکو معاشونه پوره اخیستل کیږي . ولسونه د جګړو له زیاتوالې خپل کرهڼه نه شي کولای، خورا ډېرې ځکمې له ماینونو ډکې دې او یا هم د جګړو له وجهې له کرلو پاتې دي، د ولایتي اداري بې کفایتې عروج ته رسېدلې ، والې حیات الله حیات چې د ښې حکومتولی حیات بلل شوی و او د یوه مدني چینل څخه د واک تر ګدۍ پورې ورسېدی د خپلې څوکې د بقا لپاره د محافظه کارۍ اتل بلل شوی دی، دیوه عادي حوزې د فاسد قومندان په وړاندې حتی ږغ هم نه شي پورته کولای، منفي چوپتیا يې غوره کړې ده، پرځای يې یوه ناتوانه عسکر ته ولچک ور اچولی وي او ځان د فساد اتل نوموي. بله خطرناکه څپه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دي، زاړه وکېلان چې په خپل ټول وکالت کې هیڅ لاسته راوړنه نه لري او تش لاس هلمند ته ستانه شوي دي خو په مالي لحاظ تر نورو پیاوړي دي، اوس د رایو لپاره له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کالدارو یوه تذکره او د رایي ژمنه رانیسي، په دې کار سره به بیا هغه مستعد ځوانان چې مالي برخه يې کمزورې خو پوره وړتیا لري، یو ځل بیا له صحنې لیري او پر ځای به یې هغه پخواني ولس نفرتې څېرې د مالي او سیاسي زور له مخې پارلمان ته ننوځي.

حللاره:

تر څو د هلمند د جګړې ونې ته د فساد اوبه ورکول کیږي ، جګړه به هم دا سې غوړېدلې وي. لومړی ګام هلمند ته یوه پاک نفسه، پر وطن مین او  مستعد والي لېږل دي، تر څو اداره په خپله پاکه او ایماني اراده کې ونیسې، د معارف د غوړېدا په برخه کې حتی د د دولت د مخالفینو سره د تفاهم ژبه پیدا شي، د کوکنارو د ځایناستې لپاره د زراعت په برخه کې مفید بدیل بوټې لکه زعفران او دې ته ورته عام شي، د پنځلس کلونو رئیسانو پر ځای نوې مسلکي او  تخصصي ځوانان په دندو و ګمارل شي، د نړیوالې ټولنې په مرسته د هلمند سیند د پارچاویو مخنیوی وشي یعنې د اوبو ښه مدیریت د زیاتو ځمکو د خړوب لامل کیږي. په ټوله کې د دې او دې ته ورته ستونزو د حل په موخه په هلمند – لښکرګا او پلازمېنه کابل کې څېړنیز سیمینارونه او کنفرانسونه شي، تر څو په بنسټیزه توګه هلمند له دې نازل شوي  سیاسي ، اجتماعي او امنیتي عذابه را ووځې او دا چاره به دنورو ولایتونو د ستونزو د حل لپاره هم یوه بېلګه او نمونه شي.

ښې شېبې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply