پکتیا پوهنې رئیس: لس غیر فعال ښوونځي له څو کلونو تړل کیدو وروسته بیرته په فعالیت پیل وکړ

0 995

۱۳۹۷/۲/۱۹ چهارشنبه

تیره ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي خبریالانو ته وویل چې لس غیر فعال ښوونځي چې د بیلابیلو دلایلو له امله تړل شوي وو، د دیني علماوو، قومي مخورو او پوهنې ریاست په هلو ځلو بیرته په فعالیت پیل وکړ.

په دې ښوونځیو کې په وزې ځدراڼو ولسوالي کې د سرې خاورې، په سیدکرم ولسوالي کې خوشهال خیل، په ښواک کې د باخیل، د شبک نجونو ښوونځی او غلګۍ ابتدایه، په زرمت کې درې د نجونو ښوونځي لکه معصوم زرمتی، حاجي کابل، زوړ کوهي او په ګرده څیړۍ ولسوالي کې د کڅکي او ښاخیل په نوم ښوونځي شامل دي.

د پوهنې رئیس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:

(( د نورو ښوونځیو د فعالیدو په اړوند هم په سیمه کې د دیني علماوو، قومي مخورو په مټ هلې ځلې روانې  دي او ډیر ژر به په دې خبرو کې پرمختګ وشي))

په پورتنیو ښوونځیو کې داسې هم شته دی چې له تیرو ۱۲ کلونو را په دې خوا غیر فعال وو چې اوس د پوهنې ریاست د ولس سره په ګډې همکارۍ یې په فعالیت پیل وکړ او زده کوونکو په کې په زده کړو پیل کړې.

واحدګل هاشمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply