ايرانيانو له ساته پسات جوړ کړ

0 986

ايراني فلمي ستوريو په سوريه کې د داعشيانو د ظلمونو په اړه يو فلم جوړ کړی دی او بيا د همدې فلم ستوري له ګڼې ګوڼې يوه ډک مارکېټ ته د داعش په هماغو جامو کې تللي چې دوی په فلم کې اغوستې وې.

دوی غوښتل په دې توګه خپل فلم ته کمپاين وکړي، خو خلک يې وېرولي او مارکېټ د خلکو چيغو او منډو په سر اخيستی دی.
دغه فلم د يوه هلک او د هغه د پلار پر کيسه راڅرخي چې د انساني مرستې لپاره سوريې ته تللي وي او هلته داعش ته په ګير ورشي.

د همدې فلم ستوري د داعش په جامو کې، په تهران کې يوه تر ټولو لوی مارکېټ ته پر اسونو سپاره ننوځي، الله اکبر چيغې وهي او بيا نو د خلک وار او پار خطا کېږي.

په دوی کې ځينو ستوريو په ځانو پورې پلاسټيکي بمونه هم تړلي ول.
د ايران حکومت وايي، دوی خلک سخت وېرولي دي او کېدای شي درنه مالي جريمه پرې کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply