نیت به سم وي خو نتیجه سمه نه ده/ مولوي عارف همدل

0 558

په اندونیزیا کې د حقانیه دارالعلوم مهتمم مولانا  انوارالحق پر طالبانو او افغان حکومت اواز وکړ چې جګړه پای ته ورسوي. ده دا جګړه د پښتنو د وژلو لوبه وبلله.

 د مولانا خبره دقیقه ده. طالبان وایي چې له امریکا سره یې جګړه ده او رښتیا وایي چې له امریکا سره په مقابله بوخت دي مګر په دې مقابله کې که چیرته یو نیم امریکايي ومري نور نو په زرګونو افغانان او پښتانه قتل کیږي. دا امریکایي میندې نه دي چې زامن یې په هدیرو کې خښیږي بلکې دا د افغانستان ځوانان دي چې یتمیان، بورې، وراې او کونډې ورڅخه پاتیږي.

 طالب باید خپل جنګ ته د خپل نیت له نظره نه بلکې د جنګ د نتیجې له نظره وګوري. وړمه ورځ اعلان وشو چې د غزني په ناوه کې وروسته له پنځلس کلونو څو ښوونځي پرانیستل شول او لس زره زده کوونکي ښوونځيو ته لاړل. ناوه هغه ولسوالي ده چې له شپاړلس کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده. دغه ماشومان نه یهود وو او نه نصارا خو له نصاراوو سره د جګړې په پلمه له تعلیم او ښه ژونده محروم ساتل شوي وو.

 تیره اونۍ مې د طالبانو په یوه ویپاڼه کې په یوه لیکنه کې ولوستل چې هغه خلک اوس د سولې چیغې وهي چې د طالبانو له بري ویریږي. د لیکوال مطلب دا و چې د سولې غوښتونکو که په جنګ کې بری لیدای نو سوله به یې نه غوښته.

 دغسې کسانو ته باید ووایو چې د افغانستان خلکو نه نن جګړه غوښتې ده او نه یې پرون غوښته. ځناور او په څلورو روان حیوانات دې ته حاضر نه دي چې ځانونه او خپل بچي د مرګ له خطر سره مخامخ کړي نو افغانان به ولې په خپل کور کې اور غواړي. د افغانستان عام ولس نه د طالبانو دوستان دي او نه د طالبانو د مخالفانو. دوی د افغانستان د خیر پلویان او دوستان دي. د افغانستان او عامو افغانانو خیر طبعا په دې کې نه دی چې دلته هره ورځ په یوه پلمه یا بله پلمه د جنګ اور بل وي.

دا یوازې مولانا انوارالحق نه دی چې د افغانستان جګړه د مسلمانانو او افغانانو خلاف ګڼي. د دنیا کابو هر دیني عالم چې په اسلام او مسلمان باندې یې زړه خوږیږي، همدا خبره کوي. اندونیزیا د نفوسو له نظره د اسلامي دنیا تر ټولو لوی هیواد دی او پاکستان بیا دویم مقام لري. په اندونیزیا کې د افغانستان پر جیدو علماوو سربیره  د اسلامي دنیا د دوو تر ټولو لویو هیوادونو دیني علماوو د افغانستان د جنګ بس کیدل وغوښتل. په راتلونکو میاشتو کې په سعودي عربستان کې هم د افغانستان د سولې په اړه د علماوو غونډه جوړېږي او هلته به هم طبعا همدا اواز واورېدل شي.

 طالبانو ته پکار ده چې د افغانستان روانه جګړه د خپلو فکرونو او نیتونو له نظره نه بلکې د دې جګړې د نتایجو له اړخه وګوري او په دې غور وکړي چې د دوی روانه جګړه څوک وژني او د کوم دین پیروان له منځه وړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply