يوه جزيره چې اوس هم د ډبرو سيکې پکې چلېږي

0 691

اسټراليا ته نږدې څو داسې جزيرې شته چې خلک يې راکړه ورکړه، لا هم د ډبرو په سيکو کوي.
دوی داسې ډبرې تراشلې دي چې منځونه يې سوري دي او چې څومره ډبره غټه وي، هومره يې ارښت زيات وي. 
ځينې خو داسې ډبرې هم شته چې دروندوالی يې ټنونو ته رسېږي او خلک ورباندې راکړه ورکړه کوي.

له دغو جزيرو څخه د يوې نوم ياپ دی، که څه هم د امريکا تر انتظام لاندې ده او ډالر پکې چلېږي، خو په کليو او بانډو کې يې اوس هم خلک راکړه ورکړه په ډبرو کوي.
د دې سيمې خلکو ديارلس زره وړې او غټې دغسې ډبرې په بانکونو کې هم ايښې دي.

تر اوسه دا مالومه نه ده چې په ياپ او ورڅېرمه جزيرو کې څنګه او له څه وخته په ډبرو راکړه ورکړه پيل شوې، خو څېړنې ورباندې روانې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply