خلک نور سر ورکوي خو افراطیت نه زغمي / ودان روښان

0 630

 

څلویښت کاله کېږي چې لومړی افغانان د چپ او بیا وروسته د ښي افراطیت په اور کې سوځي.

په دغه ځای کې مهمه خبره داده چې هم د چپ او هم د ښي افراطیت جرړې له هېواد بهر خړوبېدې او لا هم خړوبېږي په دې کې به اوس هیڅ ضمیروالا انسان شک او تردید ونه لري.

په لومړي سرکې چپ افراطیونو واک ته په رسېدو خلک د پاکو کالیو، لمانځه او  د دوی په شان فکر نه کولو په تور بندیان، ژوندي ترخارو لاندې او نورو وحشیانه کړنو په کړایي کې وریت کړل. له لږ ځنډ وروسته بیا ښي افراطیونو چې زړي یې پخوا په بهر کې خیشته او تیغنې یې وهلې چې د لته یې بوزغلی نیال کړي. د هغوی   بادار چې له ډېر پخوا موقع ته سترګې پر لار و د چپ افراطیونو وحشیانه کړنې ورته باد راوړی سوغات شو دغه  وخت خدایه غوښت نو ځکه خو یې په ډېره بیړه خپل بړیڅي (ښي افراطیون) په وسلو سمبال او ورانۍ ته راولېږل. د ښي افراطیونو د بادار غوا هله غبرګه لنګه شوه چې سره استعمار خپل لاسپوڅی او ګوډاګی د ټانکونو په زور د کابل پرتخت کېناوه. اوس نو د ښي افراطیت بادار ته خدای ورکړه چې له یوې خوا افغان ولس په اور وکړوي او له بله پلوه د خپلې ستراتېژي پلي کولو چې د افغانستان تباهي وه لګښت له بل بابا واخلي چې له یوې خوا افغانستان پرې وران او له بلې خوا ځان پرې ودان او ان د اټوم بم څښتن کړي چې همداسې هم وشول. دوی د ښي افراطیونو په واسطه پر مظلومو افغانانو هغه نخرې وکړې چې په اسلام خو لاڅه چې د نیمه وحشي قبایلو په لومړنیو دیني باورونو کې یې هم ځای نه درلود. ښي افراطیونو   خلک  په ماټکې ږېرې خرېیلو، پتلون اغوستلو، زده کړو درلودلو، د ښوونکي سپڅلې دندې ترسره کولو ددوی په اند جرم له کورونو و ایستل، له موټرو یې کښته کړل او لنډه دا چې هرچېرې په لاس ورغلل ایله یې پرې ونه کړه. دا ډېره مشهوره خبره ده چې    قوماندانانو خپلو ټوپکیانو ته امر کړی و چې هر کله مو څوک ونه پېژاند ویې وژ نئ که کافر و نو تاسې پرې غازیان کېږﺉ او که مسلمان هم شهید به شي او په هغې دنیا به تاسې هم له ځان سره جنت ته بوځي. د کندهار او ګاونډیو ولایتونو ولسونه ټول خبر دي چې د ملا پاسني په نوم د اوو تنظیمونو قاضي محکمې ته چې په نوم انسان وروستل شوی بېرته ژوندی نه و تللی. د غزني د قاري بابا د قتلونو کیسې هم ټولو اورېدلي. دغه راز، یو وخت درې ښوونکي په دغه جرم چې ښوونکي دي لومړی په ډبرو سنګسار، وروسته په کوهي کې وغورځول شول او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف یې وروسته خر برسېره پرې وروغورځاوه او ورځې ورځې پرې تېرې شوې نو اوس فکر وکړﺉ چې څه ډول حالت به یې رامنځته کړی وي؟ زما دې په پاک الله قسم وي چې په دې کیسه کې زره هم دروغ نه شته ښایي ددغه مطلب ډېرو لوستونکو هم دا کیسه وارېدلې وي او ما (راوي) شاوخوا درې میاشتې مخکې هغه سړي سره په تصادفي توګه خبرې وکړې چې له کوهي یې د څو نورو کسانو په مرسته د درې شهیدو ښوونکو مړي راایستلي وو. دا د ۱۳۵۸ کال کیسه ده زه هغه وخت تنکی ځوان وم خو زما مخاطب تر ما مشر او هغه وخت لوی سړی و. زموږ ترمنځ دا کیسه هله رایاده شوې چې دغه سړی اوس د هغې سیمې روغتیایي کلنیک کې د روغیتا پال دنده لري، په هغه کې چې یادو ښوونکو دندې درلودې. ما هغه ته د مشورې په توګه یادونه وکړه چې له ځان سره احتیاط وکړي ځکه چې یو وخت هلته داسې کیسه پېښه شوې وه، نو ده له ځنډ پرته وویل چې ښوونکي ده او څو نورو کسانو له کوهي راایستلي وو، هغه څه چې زما مخاطب وویل زه یې نه شم لیکلی. ده دا هم وویل چې ښوونکي یوازې ښوونکي وو او له فکري پلوه خپلو قاتلانو پلویان وو خو اوس نو دا په چا منې؟ دهغوی جرم زده کړې وې، قاتلانو خپله ورکړل شوې دنده تر سره کوله، د هغوی خو د ښوونکو له عقېدې سره کار نه بلکې له دندې سره کار و. تر دې ډېرې نورې زرګونه څه چې لکونه زړه بوږنونکې کیسې شته.

اوس چې د نورو په اشاره ولس بیا د افراطیت په بټۍ کې نینې کېږي  خو داسې ښکاري چې نور افراطیت ته د ولس د زغم کاسه ډکه شوې او ځای نه دی په کې پاتې نو ځکه خو د مرګ خطر په منلو سره د هغه مقابلې ته راووځي.

ښکاره بېلګه یې همدا اوونۍ د طالبانو ناروا غوښتنو ته د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ  چاردهي سیمې د خلکو نه ځواب دی چې په مېړانه یې سرونه کېښودل خو افراطیت یې ونه مانه.

کیسه داسې ده چې  څو ورځې مخکې طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ  له اوسېدونکو غوښتي وو، چې امنیتي ځواکونو ته دې خپل ځوانان نه ورکوي خو خلکو دا غوښتنه ونه منله. د همدغه نه په غبرګون کې طالبانو غوښتل د سیمې یو مخور  له ځانه سره یوسي، چې ځایي خلکو یې مخه و نیوله او په دې سره د دوی او طالبانو تر منځ وسله واله نښته وشوه.

د سیمې یو اوسېدونکي په وینا ولس د طالبانو مخې ته درېدلی په دې جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ولسي خلکوته مرګ ژوبله اووښتې:«چا سره کوتک، چا سره ټوپک، چا سره چره ییز و، پنځه کسان شهیدان دي، ۹ کسان ټپیان دي، د ابراهیم په نوم یو کس طالبانو له ځانه سره ژوندی وړی دی.»

له شک پرته چې په دې نابرابره جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې خو هغوی تل خپل لوري ته د اووښتې  مرګ ژوبلې  په اړه خبر پټوي.

طالبانو د خپل دغه شرم پټولو په موخه په ډېره سپین سترګې دعوه کړې چې سیمه ییز پولیس یې وژلي او په یاده جګړه کې یې ایله د خپل یو کس ټپي کېدو خبره منلې ده.

دا سمه ده چې د تش لاسه خلکو او پر ماشینګڼو او توغنديو سمبال طالبانو ترمنځ په دې نابرابره جګړه کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې خو نفس د مسلې دادی چې خلک پر دې پوهېدل چې زور یې نه دی برابر خو بیا یې هم په زغرده خپل ټټرونه د هغوی ګولیو ته سپر کړل او ترې ونه وېرېدل، دا هغه څه دي چې له طالبانو د ولس د لارې بېلتون نندارې ته وړاندې کوي. دا لومړی ځل هم نه دی چې ولس افراطیت ته نه وایي بلکې پخوا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه شوي وو. د ولسونو ستونزه دا وه او ده چې منظمه مشري نه لري او مقابل لوری له همدې نیمګړتیا ګټنه کوي، خو لرې نه ده چې د ټول هېواد په کچه ویښې پرګنې یو موټی او نور پرېنږدي چې افراطیت د پردیو د ګتو په خاطر د یوویشتمې پېړۍ انسان، منځنیو بېړیو ته بېرته ستون کړي.

اوس حکومت، مدني فعالانو او روڼ اندو ته بویه چې دغه ډول ولسي خوځښتونو ته لوری ورکړي او خلک پردې وپوهوي چې که هرڅومره د افراطیت پروړاندې چوپه خوله پاتې شئ هغومره ځان او خپلو بچیانو ته زیان رسوﺉ. وګورﺉ په هغو سیمو کې چې افراطیت واکمن دی، ولس د خپل او پردي تر ډزو لاندې دی خلک وژل کېږي، ښوونځي نه شته یو بشپړ نسل نالوستی پاتې شو، همدا سیمې له بیا رغاونې پاتې دي، ناقانوني په کې واکمنه ده او نورې ډېرې منفي نتیجې. خو که خلک د ځاځي میدان مېړنیو ولسونو په شان یو موټی شي بیا هیڅوک هم نه شي ورته ټېنګېدی. دولت ته بویه چې د ولس راویښولو او د هغوی ملاتړ له پاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړي او د هغو خلکو کلک ملاتړ وکړي چې افراطیت ته نه وایي دا لار هم ګټوره، هم ارزانه او هم اغیزمنه ده.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply