د افغانستان – چین سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لنډه کتنه/ حمیدالله فیضي

0 735

د ټولنو اقتصادي پراختیا او پرمختګ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت، راکړه او ورکړه او همدا ډول د اړتیا وړ توکو د ترلاسه کولو پورې اړه لري. د اقتصادي پراختیا یوازېنۍ لار سوداګري ده، ځکه چې سوداګري د هېوادونو د نږدېوالي تر ټولو مهم لامل ګڼل کیږي، او سر بېره پردې سوداګري د ا قتصادي ودې په چټکتیا کې مهم رول لري.

چین چې په سېمه کې ستر اقتصادي او په نړۍ کې دویم ستر اقتصادي ځواک بلل کېږي، په وروستیو کې له افغانستان سره په سیاسي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو کې لیوالتیا ښودلې او په جدیت سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کار پیل کړی دی. افغانستان چې د آسیا زړه او د سویلي او منځنۍ هغې تر منځ د پل حیثیت لري، په دې وروستیو کې یې تر ډېره د چین پام ځان ته اړولی دی. چین غواړي په افغانستان کې په هره برخه کې خپل رول ولري، د افغانستان د مسو د ستر کان (مس عینک) نه را نېولې بیا د افغان سولې په څلور اړخېزو غونډو کې ګډون، د ځېنو لارو او سړکونو جوړول او په وروستیو کې تر حیرتان بندر پورې د اوسپنې پټلۍ پرانېستل او په مستقیم ډول له افغانستان سره سوداګرېزو اړیکو ټینګول د چین هغه کړنې دي چې افغانستان سره یې خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

سره له دې چې کابل او بیجینګ له نږدې سلو کلونو راهیسې اړیکې پالي او د بې غرضه ګاونډیو په توګه دپلوماتیکې اړیکې لري، خو په وروستیو کې په سېمه کې د نا امنیو زیاتوالي او د ځینو مهمو پروژو د پلي کیدو له  امله چین غواړي له افغانستان سره لا ډېرې خپلې اړیکې نږدې کړي.

اوس چې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو تر منځ لوی واټن شتون لري او له ۹۰سلنې زیات له بهرني توکي هېواد ته واردېږي، نو که بیا هم له چین څخه د وارداتو لړۍ پياوړې کېږي له یوې خوا د چین واردات ډیریږي او له بل پلوه افغان سوداګر له هغه ځای څخه د سوداګریزو توکو د تولید په اړه مفکورې او طرحې راوړي. افغانستان باید هڅه وکړي چې کورنی تولید زیات کړي، تر څو له یوې خوا هېواد ته توکي وارد او په مقابل کې يې صادرات هم ولري.

په دې وروستیو کې له چین سره سوداګریزې اړیکې ښې شوې دي. د سوداګریزو خونو د معلوماتو له مخې د افغانستان زغفران د پاکستان له لارې د پاکستان په نوم چین ته صادریدل، خو له نیکه مرغه اوس د افغانستان کرنیز محصولات او نور صادراتي توکي  په مستقیم ډول د افغاني توکیو په نوم چین ته صادریږي.

په تېر کې افغانستان د پاکستان لپاره یو انحصاري بازار ؤ، خو  په وروستیو کې له پاکستان سره هم د سوداګرۍ کچه را ټېته شوې ده او په مقابل کې له ایران، هند، چین او د منځني آسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخه شوي او لاهم د پراختیا په حال کې دي.

که چیرې د کرهنېزو محصولاتو کچه لوړه شي او د صنایعو برخه کې هم لازم کار وشي، په پایله کې یې د کورنیو تولیداتو کچه لوړېږي چې له یوې خوا به هېواد د ځینو توکیو له اړخه په ځان بسیا شي او له بلې خوا به افغاني تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شي. چين حکومت هم په څرګند ډول له رسنیو سره مطرح کوي چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ په پراختیا کې لوی رول ولوبوي او ډیرۍ هغه توکي چې د افغانانو اړتیا وي افغانستان ته صادر او هغه توکي چې د دوی اړتیا وي چې ته ولیږدوي.

په همدې حال کې تازه په تازه هند او چین په افغانستان کې د سترې، ګډې اقتصادي پروژې د پیل موافقه کړې ده. د راپورونو په حواله، دواړه هېوادونه غواړي چې د ګډو اقتصادي پروژو په مرسته په سیمه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د شته ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي.

د هند او چین په څېر ، د سیمې د سترو اقتصادي او سیاسي قدرتونو همکاري په افغانستان کې له امنیت او اقتصادي ودې سره مرسته پوره پوره مرسته کولای شي.

سره له دې چې چین د افغانستان له سترو مرستندویه هیوادونو څخه شمیرل کېږي، دغه هیواد تل په صادقانه توګه او له کوم سیاسي شرط پرته افغانستان سره مرستې کړې دي. په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې، هغه مهال چې چین مناسب اقتصادي وضعیت نه درلود، خو بیا هم ځینې پروژې لکه د پروان د اوبو لګولو سیستم او د کندهار روغتون یې جوړ کړي دي. دغه روغتون اوس هم فعال دی او د سیمې خلکو لپاره خدمتونه وړاندې کوي. د چین نقدي او ځینو پروژو د پلي کولو مرستې اوس هم روانې دي چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسیږي او د دې ترڅنګ، په زر ګونو مسلکی کارکونکو ته یې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو په بیلا بیلو برخو کې زده‌کړه ورکړې دي.  دیادونې وړ ده چې چین هم په وروستیو کلونو کې ډيرې پروژې پلي کړي دي چې د بېلګې په ډول د جمهوریت روغتون جوړول، په کابل پوهنتون کې د چینایی ژبې ډیپارټمنټ جوړول، د کابل پوهنتون د میلمستون جوړول، د ساینس او عملی ټکنالوژۍ د مرکز جوړول او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره د یوه کثیرالاستفاده مرکز جوړولو یادونه کولاش شو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply