اجرائیه رئیس دې د ولس روحیه نه وژني/ اېمل پیاوړی

0 683

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له همغه لومړي سره د هېواد د اساسي قانون برخلاف په غیر قانوني توګه پر حکومت تحمیل شو. تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو داسې ښکاري چې د ډاکټر عبدالله تحمیلولو ته له پیله برنامه طرحه شوې وه، که څه هم په دې برخه کې تر ډېره د امریکا متحدو ایالتونو او په ځانګړي ډول د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جانکیري نوم ډېریادېږي، خو د وخت افغان حکومت په ځانګړي ډول مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم په دې کې ملامت او مسوول ګڼل کېږي.

د کرزي مسوولیت په دې برخه کې زیات دی، ځکه چې د ده په وخت کې ولسمشریزې ټاکنې او د هغو پایلې په لوی لاس ناندریزې شوې او د ډېرو مبصرینو په نظر کرزی په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت طرفدار او غوښتونکی نه و، ځکه هغه د خپل فاسد حکومت، خپلې کم ظرفۍ، فساد او نورو نادودو د پټولو لپاره غوښتل چې یو مصلحتي او داسې حکومت یې باید ځایناستی وي چې د اصلي کارونو او برنامو د تطبیق پرځای یې ډېر وخت په خپلو کې په ناندریو تېر شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې له کومې ورځې د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی دی، نو له همغې ورځې د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني ډېره انرژي د ده د مخالفتونو په نرمولو او د خپګانونو په له منځه وړلو او پخلا کولو تېر شوی دی. نوموړی چې د قانون له مخې کوم واک او اجرائیوي صلاحیت نه لري، نو کرۍ ورځ یا له بېکارۍ او وزګارتیا رنځېږي او یا هم په داسې نمایشي چارو، غونډو او سفرونو بوخت دی چې افغانستان او ولس ته یې له خیره تاوان زیات دی.

نوموړی له همدې امله عقده یي شوی دی او ډېر وخت عقده یي چلند کوي. هغه په عقده پالنه کې دومره پوخ او سخت زړی دی چې ډېر وخت ملي ګټې هم متضررې کوي او د امنیتي آو دفاعي ځواکونو روحیه هم ځپي او حتی په دې وروستیو کې داسې څرګندونې کوي چې د ولس روحیه وژني. د نوموړي دا کار تصادفي نه دی، بلکې د یو منظم پلان او برنامې له مخې دی.

ټولو ته معلومه ده چې ولسمشرۍ ټاکنې بیا را نږدې شوې دي او ډاکټر عبدالله عبدالله چې په تېرو  څلورو کالو کې هیڅ موثر او محسوس کار نه دی ترسره کړی، نو باید ولس ته حساب ورکړي، د حساب لپاره نور څه نه لري بې له دې چې یا مخالفت وکړي او یا هم بې مورده تورونه پورې کړي، لکه نن یې چې د وزیرانو شورا په غونډه کې په خپله غیر مسوولانه څرګندونو سره د ولس روحیه وځپله.

نوموړي وویل چې ډېر وخت کېږي د ملي امنیت شورا او د اعلی سرقومندانۍ غونډې نه دي شوي او له همدې امله د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، حال دا چې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله له هېواده بهر و، مګر هغه دومره بې خبره دی یا بې خبري ښیي چې د ثور په ۱۹ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوې مګر هغه ورڅخه منکر دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله سر له اوسه په راتلونکو ټاکنو کې د ځان مطرح کولو او د ولس سترګو ته د خاورو شیندلو لپاره کار پیل کړی او نننۍ څرګندونې یې ښکاره بېلګه ده. نوموړی پر ځان او شخصي ګټو دومره مین دی چې حتی ملي ګټې او د هېواد ملي امنیت په خطر کې اچوي خو خپلو شخصي موخو ته ځان نږدې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply