داسې بلک‌هول چې د ورځې دوه لمرونه خوري

0 643

داسې بلک‌هول چې د ورځې دوه لمرونه خوري

تاسې به لوستي وي چې د لمر قطر ۱۳۹۲۰۰۰ کیلو مټره دی چې له ځمکې څخه ۱۰۹ څله لوی دی او کتله یې ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ کیلو گرامه ده چې له ځمکې څخه ۳۳۰۰۰۰ څله لویه ده، خو اوس څېړونکيو داسې بلک‌هول موندلی دی چې هره ورځ زموږ د لمر په اندازه، دوه لمرونه ژوندي تېروي او خوري يې.

بلک‌هولونه ټول تک تور وي، خو پکې ګرځېدونکې هواوې، ګازونه او نورې مادې دومره انرژي او رڼا خپروي چې تر لمر لا ډېر روښان ښکاري.

د اسټراليا د ملي پوهنتون ماهرانو د اروپا د فضايي څېړنو د ادارې د ګايا سټلايټ، د ناسا د وايډ فیلډ انفراریډ سروې ایکسپلورر او د يوه ستر فضايي دوربين په واسطه دغه بلک‌هول موندلی او وايي، له موږ څخه دوولس ميليارډه نوي کاله لېرې دی او ورځ په ورځ پراخېږي.

څېړونکيو د دغه بلک‌هول موقيعت SMSS~J215728.21-360215.1 ښوولی او ويلي يې دي چې لويوالی يې زموږ تر لمر شل ميليارډه ځله غټ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply