موږ نه بېلېږو…! / شکور کامران

0 863

افغان د افغانستان په نوم تاريخي جغرافيه کې د اوسېدونکي انسان نوم دی، دلته د “وجعلنکم شعوباً و قبايل لتعارفوا” پر اساس بېلابېل درانه قومونه شته چې باعزته او ښه خلک پکې اوسېږي، کټ مټ لکه په يوه ځای کې چې ګڼ ښکلي ګلان وي، هر ګل خپل بېل نوم لري، خو هغه ځای ته “باغ” وايي. 
زموږ وطن هم باغ دی او هر اوسېدونکی قوم پکې يو بېل او د ښکلي رنګ ګل چې د دې باغ زېب و زينت يې څو چنده کړی دی. په دې وطن کې د خوږو اوبو د چينو په شان بېلابېلې شيرينې ژبې دي چې د خوشبخته انسانانو په شان هر اوسېدونکي يې د خپلې سربېره يوه بله ژبه هم زده او له علمي لحاظه د يوه پر ځای دوه او څو سړي دي.

دلته پښتون د تاجک امام پسې اقتدا کوي، ازبک د هزاره ماشوم په غوږ کې اذان کوي، ترکمن د قزلباش زوم دی او د پشه‌يي خور د نورستاني مېرمن…
نه مې هېرېږي چې هزاره ورور په ډېر خوند د پښتنو ولايت ته د ورتګ او د هغوی د مینې او ملګرتيا کيسه کوله، ښه مې په ياد دي چې تاجک خپل پښتون ملګری په ډېر ناز او تاکيد د خپل کور او کلي ليدو ته ورباله…
موږ نه بېلېږو، زموږ جغرافيه، تاريخ، دین، کلتور، ارزښتونه، ګټه او تاوان شريک دي، غم او ښادي مو يوه ده او د يوه کور غړي يوو. موږ د ټوکر او جامو په څېر اجتماعي اوبدلي يوو چې که يو تار هم سـست يا وخېژي، ټول ويجاړېږي…

دلته اصلاً د بېلتون يا جدايي خبره لېونتوب دی. زه خپله خبره کوم، زه د تاجک پلار او پښتنې مور زوی يم، ايا انساني عقل او منطق دا بېلتون منلای شي!؟ ايا ما څوک له خپلې مور يا پلار څخه د يو ساعت لپاره هم بېلولای شي…!؟
زموږ د کور تر څنګ د څو ولايتونو خلک اوسېږي او دوه درې کلي ور ها خوا مو له هندو او سيک هېوادوالو سره ملګرتيا ده.
له دومره ډېرو مشابهتونو، خپلوي، دوستي او د وینې له شراکت سربېره ځينې له مغزو خلاص، ړانده او شبکور په خپل وراسته ذهن کې د دې پولادي وجود د بېلتون خام خيال‌پالي، دا واقعاً احمقانه ده چې يو ډارن او متنفر موږک د اوسپنيز تار د پرې کولو ناکامې هڅې کوي.

دا وطن له زرګونه کلونو په سختو توپانونو کې جاويدان پاتې شوی، ولس يې سلګونه او زرګونه مشترکات لري، يووالی يې تاريخي او نوم يې ځلاند دی. د دې هېواد هر اوسېدونکی دا خاوره خپل ژوند او ناموس بولي، يوازې د انسانيت له چوکاټه لوېدلي شيطانان د کرغېړن اجنبي د خوشالي لپاره دې ټاټوبي ته په خړو سترګو کتلی او د دې وياړلي او تاريخي قوم د وېشلو يا «نوم بدلولو!» ډېر خام او ماشومانه فکر پاللای شي چې د خندا وړ دی.
لکه څنګه چې پښتانه خپلو څو ورته رټلو ته وايي چې “دا زموږ استازي نه دي”، همدا رنګه موږ هم وايو چې “اينها نمايندګان ما نيستند”، همداسې هزاره، ازبک، ترکمن، عرب، ګوجر او ټول فقط همدا خطاب ورته کوي.

دوی ته يوازې دومره وایم لکه څنګه چې اوس زموږ شايسته بيرغ له تاريخي نوم سره په ټولو نړيوالو صحنو کې په لومړۍ لیکه کې هسکه غاړه وړي او لکه څنګه چې دا وروڼه قومونه يو له بله قربان دي، دا جوړښت او دا خاوره به همداسې سلامته او روښانه او ستاسې تور مخونه به د تاريخ په بې‌پرې او دايمي قضاوت تور پاتې شي.
دا وطن افغانستان دی، دا عزت د هر افغان دی!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply