د پاکستان د پوځ نوی چال / عبدالله حسرت

0 970

د پښتون ژغورنې غورځنګ له غوښتنو څخه یې یوه دا وه او ده، چې د پښتنو له سيمو دې د پنجابي پوځ چېک پوسټونه او پوستې ورټولې کړای شي. دليل یې دا و، چې پر دغو چېک پوسټونو ترهګر آزادانه تېريږي خو عادي پښتانه پرې هره ورځ ربړول کيږي.

د غورځنګ د غږ له پیاوړي کېدو سره پاکستاني پوځ په پېښور او قبایلي سيمو کې خپلې یو شمېر پوستې او چېک پوسټونه پولیسو ته وسپارل. د پاکستان دغه کار کاملاً غیر متوقع و. ځکه چې له تېرو څو کلونو څخه د پښتنو او په تېره بیا د قبایلي سيمو د میشت ولس د “پاکستاني کولو”پروسه په چټکۍ روانه وه. د دوی پر دوکانونو او کورونو د پاکستان بیرغونه جبراً ترسيمېدل او ځړول کېدل. همدا راز د پاکستاني استخباراتو له نظره، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ ميلادي کال نه د راوروسته سېناریو لپاره په دغو سيمو کې د پوځ په بېسونو کې د طالبانو ساتل، روزل او پالل اړين وو.

د پاکستان پوځ او ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ حتی کوچنۍ غوښتنې تر اوسه نه دي منلې؛ بلکې د دغه حرکت د بدنامولو او ناکامۍ لپاره یې له ټولو لارو چارو کار اخیستی. د پوځ دغې رویې ته په کتو سره، د دوی لخوا د پوستو لرې کول له “ستراتيژيکي شاتګ” پرته بل هيڅ نشي کېدای. په دې کار کې ممکن دوی څو هدفونه ولري:

لومړی:

په تېره یوه اونۍ کې په وزيریستان، نوښار او کوټه کې د پاکستان د پوځ پر استوګنځایونو بريدونه وشول. ښايي په راتلونکو ورځو/ اونيو کې ورته څو نور بريدونه هم وشي. په ځينو بريدونو کې ممکن عام پښتانه ووژل شي. له دې سره سم به د پاکستاني رسنيو له لارې تبليغات وشي، چې دغه بريدونه ګواکې د پوځ له پوستو راټولولو او د “امنیتي خلا” له ایجاد وروسته وشول. په ګردي مېزونو کې به د څو پلورل شویو پښتنو او دانشورانو له خولې د پوځ د بېرته راستنېدنې غوښتنې وشي او پر منظور پښتون او ملګرو به یې د نا امنۍ د وروستۍ څپې پړه واچول شي.

دويم:

له دغې مصنوعي خلا نه په استفادې سره به په مهمو قبایلي سيمو کې د طالبانو د ځای پر ځای کېدو زمينه برابره کړي.

په تېرو دوه کلونو کې د بهرني فشار له امله پاکستان پوره هڅه وکړه، چې له خپل کنترول لاندې قبایلي سيمو څخه وسله والو طالبان وکوچوي او د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته (د افغانستان په اوسنۍ جغرافيه کې) ورته پټنځایونه برابر کړي، خو بریالی نشو. اسلام اباد ممکن دا وخت یو ښه فرصت وګڼي، چې خپله دغه ستراتیژيکي پانګه د کرښې هاغې خوا ته بېرته په منظمه توګه خوندي کړي، تر څو له امريکا سره پرې د ترينګلو اړيکو د سمولو لپاره د فشار د آلې په توګه او یا هم د افغان وژنې د لړۍ د تېزولو لپاره کار واخلي.

درېیم:

د منظور پښتون په چيغه د لر او بر په پښتنو کې پیاوړی شوی د پیوستون احساس په تېرو دريو لسیزو کې بې ساری دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د “لر او بر، یو افغان” نارې په پوره شدت وهل کيږي او د بر وطن پښتنو هم د کوزې پښتونخوا د وروڼو غږ ته بشپړ انعکاس ورکړی. بلې خوا ته پاکستان تل هڅه کړې چې دغه تړون مات او دوی له یو بل نه پردي او متنفره کړي. د پخواني تکتيک په تکرار، د تېرو څو ورځو له بريدونو وروسته د پاکستان د پوځ ویاند او رسنيو د بريدونو ترسره کوونکي “افغانان” یاد کړي. د دوی هدف دا دی، چې ووايي، د لر وطن پښتانه آی ایس آی نه، بلکې د بر وطن افغانانو وژلي او په دې سره د پیوستون نوې څپې کمزورې کړي. د پاکستان هدف د هغو پښتنو له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه راجلا کول هم دي، چې په شعوري نه بلکې احساساتي توګه له دغه غورځنګ سره یو ځای شوي دي.

څلورم:

په راتونکو دوو میاشتو کې په پاکستان کې ټولټاکنې ترسره کېدونکې دي. د ۲۰۱۳ ميلادي کال په ټاکنو کې هم پاکستاني استخباراتو د ترهګرو طالبانو په لاس د ملتپالو، مترقي او هغو ګوندونو کمپايني غونډې په نښه کړې، چې د پوځ سیاسي رول کمول او د ملکي ادارو پیاوړي کول یې غوښتل. په دې سره یې د پاکستان تحريک انصاف په نوم ګوند ته د راټوکېدو او په مرکزي او ایالتي کچه له تمې د زیاتو چوکيو ګټلو زمينه برابره کړه. ښايي پاکستانی اسټېبلشمنټ د ورته “کنترول شوې نا امنۍ” په رامنځته کولو سره بیا ځل د خپلې خوښې ګوندونو ته په حکومت کې د راتګ لاره هواره کړي. دا وېره هم موجوده ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې، مشرتابه او غړي هم په چاودنو او هدفي وژنو کې په نښه شي.

پنځم:

د پاکستان اسټېبلشمنټ په ملکي حکومت کې خپل حریف نواز شريف یو وار بیا له دېوال سره لګولی. نوموړی چې نه یوازې د لومړي وزارت له چوکۍ بلکې له سیاست څخه هم د تل لپاره معذور وګڼل شو، په دې ورځو کې له سخت سیاسي فشار څخه لاندې دی. د شريف سیاسي رول، د هغه کورنۍ او شتمنۍ ټولې په خطر کې واچول شوې. همدا لامل شو، چې ښاغلي شريف هم څو ورځې وړاندې د پردې تر شا خپل اصلي حريفان (پوځ او استخبارات) د تروریستانو په پاللو او له هېواد څخه بهر د هغوی په استعمال تورن کړل. ښاغلی شريف چې د پاکستان د تر ټولو لوی او حاکم ګوند مشر، درې ځله لومړی وزير او د دغه هېواد دننه او د باندې یو منل شوی شخصيت دی، دغو څرګندونو یې د هغو هېوادونو ادعا ته تقويت ورکړ، چې وايي، اسلام اباد ترهګر روزي او په سيمه کې یې د خپلو ستراتيژيکو اهدافو لپاره کاروي. په دې سره د پاکستان پوځ سخت په غوصه بريښي او په رسنيو کې یې شريف تر سختو بريدونو لاندې نيولی.

په کوزه پښتونخوا کې په وروستيو وسله والو بريدونو سره پوځ غواړي، چې ځان د ترهګرۍ پالونکی نه، بلکې د ترهګرۍ قرباني څرګند او په پایله کې یې نړیوالو ته د نواز شريف څرګندونې له حقيقتونو لرې او سياسي وښيي. یوه موخه یې ښايي دا هم وي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له شعار “یه جو دهشتګردی ہے، اسکے پیچهی وردی هے” او د نواز شريف لخوا د ترهګرو د پالنې له تور څخه په پاکستان دننه او نړۍ کې راپورته کېدونکي شکونه په یقين بدل نشي. ځکه خو پاکستانی پوځ له خپل پخواني چال څخه کار اخلي؛ ځان وينې کوي، تور لګوي او همدردۍ خپلوي. خو داسې بريښي چې دغه تاریخ تېره تکتيکونه به (له پاکستانه بهر) کار ورنکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply