فراه د اوبو په لمبو کې- اسدالله ولي/یما هوتک

0 944

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د خپل ستراتیژیک موقیعت درلودلو له امله تل د ګاونډیو او نړۍ د زبرځواکو هیوادو د سیالۍ د ډګر حیثیت خپل کړې، او د افغانانو تاریخ له ښکیلاک ګرو سره د مبارزې او د خپلواکۍ اخیستلو د جګړو او حماسو ډک دې، د هیواد د تاریخ هره پاڼه له خپلواکۍ او هیواد سره ددی وطن د بچیانو د لیونۍ مینې کیسه کوي. هر چا چې دی هیواد ته په سپکه کتلې او تیرې یې کړې نو له شرموونکې ماتې سره مخ شوي او په خپلو کړو پښیمانه شوي.

تیر تاریخ ته په کتو هر وخت چې افغانانو د پرمختګ او ترقۍ په لور ګام اخیستې، نو ګاونډیانو په تیره بیا پاکستان او ایران چې د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې خپلې ګټي په خطر کې ویني تل هڅه کړې تر څو زمونږ د پرمختګ او ودې مخه ونیسې، او تل یې د خپلو لاسپوڅو او غلامانو په واسطه په هیواد کې د جګړې اور ته لمن وهلی، اوس هم چې په هیواد کې د لویو پروژو او په ځانګړي توګه د اوبو بندونو ته ددولت پام شوي او هڅه کوي په دی برخه کې پانګونه وکړي او یا بسپنه ورکوونکې هیوادونه هڅوي تر څو په دی برخه کې مرسته وکړي. نو ایران او پاکستان ته دا د زغملو نده ترڅو هغه اوبه چې تراوسه وړیا وربهیدلې او دوی تری پریمانه ګټه اخیستله پری کمې او یا بندې شي.

دوی غواړي تر څو افغانستان تل دوی ته محتاج او اړمن واوسي او افغانان هیڅکله هم په خپلو پښو ونه دریږي او زمونږ له اوبو او نورو طبعي منابعو دوی په آسانه او ارزانه توګه ګټه پورته کړي، او افغانستان تل ددوی د بې کیفیته تولیداتو لپاره یو ښه بازار واوسي.

د فراه د وروستۍ جګړې یو ستر لامل زمونږ خپلې اوبه دي، ایران هیڅکله نه غواړي تر څو وړیا وربهیدونکې اوبه پری کمې او یا بندې شي له کله چې د سلما بند پرانیسته شوې او د کمال خان او بخش آباد بندونو باندې کار پیل شوې نو ایران کرار ندې ناست او تل یې هڅه کړې تر څو غربي ولایتونو (هرات، فراه، بادغیس، نیمروز) کې ګډوډي او ناامنۍ زیاتي کړي او په یادو ولایتونو کې د پرمختیایې پروژو په ځانګړي توګه د اوبو د بندونو د جوړیدو کیدو مخه ونیسي، بل لامل یې د ټاپي د ګازو پايپ لاین مسیر دې، چې ددي ولایتونو له لاری تیریږي ایران تر خپلې وسې کوښښ کوي ترڅو د سیمي په کچه دا لویه پروژه ناکامه کړي ځکه ایران هيڅکله دا نشي زغملې چې ددې پروژې له ګټو بې برخې پاتې شي او کوښښ کوي ترڅو دا نل لیکه د ایران له لارې پاکستان او هند ته ولاړه شي، د ایران دلاسوهنې بل ستر لامل له امریکا سره د ایران ستونزه ده، اوس چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام له تړون څخه ووتله او غواړي په ایران یوځل بیا بندیزونه ولګوي، نو ایران هم آرام ندې ناست  او د طالبانو په ملاتړ سره غواړي په سیمه کې دامریکا ګټې او شتون وننګوي او له ماتې سره یې مخ کړي.

نو د فراه وروستۍ جګړه په اصل کې د ایران له خوا افغان دولت او د امریکا متحده آیالاتو ته یو خبردارې وو تر څو په طالبانو او د ددولت په نورو وسلوالو مخالفینو خپل نفوذ څرګند کړي، او په ځانګړي توګه امریکا په دې پوهه کړي چې لکه څرنګه چې په سوریه کی یې امریکا پرینښوده تر څو خپلو موخو ته ورسیږي نو دلته یې هم له ننګونو سره مخ کولای شي، په سوریه کې د بشار رژیم څخه ملاتړ او تر اوسه یې په واک کې ساتل، ایران خپل برې او لاسته راوړنه بولي، همدارنګه د عراق په ټاکنو کې نفوذ او هلته هم د خپلې خوښې خلک واک ته رسول، په یمن له حوثیانو ملاتړ او له سعودي عربستان سره هلته ښکر په ښکر کیدل، دا ټول هغه کارونه دي چې ایران غواړې ځان د یوه سیمه ایز قدرت په توګه راڅرګند کړي.

نو په لنډو ټکو کې ویلای شو چې ایران په هیواد کې د نیابتي جګړې یو مهم اړخ دې او د پاکستان تر څنګ ددولت د وسلوالو مخالفو ډلو هر ډول ملاتړ ته یې اوږه ورکړې، او له بلې خوا تل کوښښ کوې چې په دولت کې دننه د خپلو جاسوسانو او غلامانو پواسطه قومي، ژبني او مذهبي شخړو ته لمن ووهي او افغان دولت له ستونزو سره مخ کړي.

لکه څرنګه چې مونږ دواړو خواوو ته د دوو شیطان صفتو هیوادونو سره په ګاونډ کې یو او دوی زمونږ د تباهۍ لپاره له هرډول ممکنه لار څخه ګټه اخلي نو افغان دولت باید کوښښ وکړي تر څو د افغانانو یووالې وساتي او هغه شومي او بیغیرته څیرې چې غواړي په هیواد کې ددوی پلانونه عملي کړي رسوا او بربنډې کړي او د قانون له مخې ورسره د هیواد د خائنینو په ډول چلند وشي.

په اخر کې د فراه په جګړه کې شهیدو سرتیرو ته دلوی خدایه دفردوس جنٌت او زخمیانو ته عاجله شفاء او دکورنیو غړو ته یې صبر جمیل غواړو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply