د ۱۲ ولایتونو پرټاکنیزو حوزو لانجه

0 577

په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنو په تړاو ننګونې زیاتېږي، سرچینې وايي چې په ولسمشري ماڼۍ کې د حوزو پر کوچني کېدو تاوده بحثونه د کړکېچ کچې ته رسېدلي. داسې ویل کېږي چې د کابل، غزني او هرات په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره حوزې کوچنۍ شي. سره له دې چې د ټاکنو په نوي قانون کې د ټول افغانستان په کچه د حوزو د کوچني کېدو موضوع تصویب شوه، خو د ولسوالیو د پولو د نامالوموالي په ګډون د یو شمېر نورو پېچلو ستونزو له کبله د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره دا چاره ستونزمنه وبلل شوه او وېش یې راتلونکو کلونو ته پرېښودل شو، خو د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ښه او عادلانه استازیتوب د ترسراوي په موخه د افغان چارواکيو او د ټاکنو د کمېسیون د مشرانو تر منځ پر دې موضوع بحثونه یوې نتېجې ته نږدې شوي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دې د پارلماني ټاکنو حوزې کوچنۍ او د نویو حوزو په دننه کې دې ټاکنو ته زمینه برابره شي.

تر بحث د لاندې پلانونو پر اساس ټاکل شوې چې کابل ولایت او ښار د ښځو لپاره یوه ټاکنیزه حوزه اعلان شي او د نارینه‌وو لپاره کابل په ۵ حوزو ووېشل شي چې هرې حوزې ته کېدای شي تر څلورو ډېر استازي ور بېل کړای شي.
د دغه پلان له مخه به د کابل ښار سویل ختیځې سیمې لکه رحمان‌مېنه، سیدنورمحمدشاه او احمدشاه‌بابامېنه، د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو په ګډون یوه حوزه، خاکجبار- سروبي، ده‌سبز او ان د شمالي قره‌باغ ولسوالي او د کابل ځینې ختیځې سیمې بله حوزه، د کابل ښار لوېدیځې سیمې او پغمان بله ټاکنیزه حوزه، خیرخانه او د کابل څو شمالي ولسوالۍ هم جلا ټاکنیزه حوزه او د کابل مرکزي سیمې بېله حوزه شي. سره له دې چې په دې اړه بحث وروستی شوی نه دی او په دې تړاو د هرې غاړې اندېښنې، پوښتنې او تحلیلونه پر خپل ځای پاتې دي، خو د هرې سیمې د وګړيو د شمېر نه مالوموالي دغه ستونزه دومره پېچلې کړې چې نسبي توافق ته رسېدل پرې کېدای شي د ډېرو لپاره ستر بری وي.

په نورو ولایتونو کې غزني او هرات مهم بلل کېږي چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې تر ټولو لوی ظلم له غزني سره وشو چې د ناامنیو له کبله د پښتون‌مېشتو ولسوالیو څخه هیڅ استازی ولسي جرګې ته بریالی نه‌شو او د دغه ولایت ټول استازي له ۴ هزاره‌مېشتو ولسوالیو راغلل. ټاکل شوې چې د نوي حوزوي ټاکنیز سیسټم پر اساس غزني په دریو حوزو کې د ټاکنو لپاره ووېشل شي او هرې حوزې ته څو کاندیدان ور بېل شي. په دې توګه به د غزني د هغو ۹ ولسوالیو خلک چې تېر ځل یې د ولایت په کچه حوزه کې سیالي و نه‌شوای کولای او له کبله یې ټول استازي له یوې مشخصې سیمې ولسي جرګې ته راغلل د دې چانس برابر شي چې خپل استازي په پارلمان کې ولري.

په هرات کې هم د ورته ستونزې د مخنیوي او د عادلانه استازیتوب د را منځ ته کېدو په موخه د حوزو د کوچني کېدو طرحه تر بحث لاندې ده او ممکن په دغه لوی ولایت کې هم خلکو ته د عادلانه استازیتوب د ټاکل کېدو چانس په لاس ورشي.
که دا طرحه عملي شي، د ولس رښتینی استازیتوب به پراخ شي او د قومي ستونزو مخه به هم ونیول شي. ښاریان او د هرې حوزې اوسېدونکيو ته به خپل کاندید او راتلونکی استازی ښه مالوم وي او په اسانه سره به کولای شي، خپلې ستونزې ورسره شریکې او د خپلو ستونزو د حل په موخه خپل استازی تر غوږ را ونیسي. په دې سیسټم کې ګوندي ټاکنو ته لاره هوارېږي او هر ګوند کولای شي خپل کسان په هره حوزه کې کاندید او ګوندي کمپاین ورته پراخ کړي. د ډیموکراسي د ښې پیاوړتیا لپاره هم دا چاره اغېزمنه بلل کېږي او د ښار د قومي وېش ستونزه هم هوارېږي. د ګوندونود پیاوړي کېدو یوه لاره هم همدا د حوزو کوچني کېدل بلل کېږي چې په بېلابېلو قومونو پورې اړه لرونکې ډلې له خپل قوم پرته په بل قوم کې خپل استازي پیدا او هلته یې کاندید کړي.

تر دې ور ها خوا یې بله ګټه دا ده چې کاندیدان کولای شي په کمو امکاناتو سره په خپله کوچنۍ شوې حوزه کې ښه او ارزانه کمپاین وکړي او خپل پیغام اسانه تر خپلو خلکو ورسوي او د سیمې د هر اوسېدونکي دروازه ور وټکوي. که حوزې کوچنۍ شي بریالي وکیلان په اسانه د لاس‌رسي وړ دي او هر ښاري او اوسېدونکی به د خپلې سیمې استازی پېژني او خپلې ستونزې به په اسانه ورسره شریکوي. په دغه سیسټم که به بریالي وکیلان هم ځانونه خپلو خلکو ته مسوول ګڼي او د راتلونکو ټاکنو په موخه به خپلې سیمې ته د اوس پرتله ښه خدمت کوي.

د ۱۲ ولایتونو د پارلماني ټاکنو د حوزو د کوچني کېدو موضوع داسې ساده کیسه نه ده او د دولت دننه پرې تاوده بحثونه لا هم روان دي. سره له دې چې په دغه مهمه موضوع تر اوسه کومه ښکاره نتېجه نه ده تر لاسه شوې، خو داسې اټکلېږي چې لږ تر لږه د کابل، غزني او هرات په ګډون به د څو ولایتونو د ټاکنیزو حوزو د وېش حل ته چارواکي سره ورسېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply