تریاک ټول؛ جګړې پیل / ودان روښان

0 622

په دې کې شک نه شته چې هیڅ جګړه له مالي ملاتړ او سرچینې پرته ناشونې ده، ځکه جګړه په سوټي نه کېږي چې څوک دې یې له ونې راغوڅ یا هم مچنغزه چې د کورنیو پسونو له وړیو ایې اوبدلې وي یا هم د لومړنیو انسانانو په شان چې له لږ خواري یانې  توږلو یا تېره کولو وروسته د طبیعي توکو په مرسته یې جګړې کولې، خواړه یې هم د سیمې عادي سبزي یا د ښکار غوښې یا نور په اسانه ترلاسه کېدونکي خوراکي توکي وو. له دغو څیزونو سره ډېر پخوا مخه شوې اوس  د هغو جنګي توکو په واسطه جګړه کېږي چې د جګړه له ډګره ان زرګونه کیلومتر لرې تولید شوي او خدای خبر په څو لاسونو د جنګیالي یا جګړه مار ترلاسونو رسېدلي. دغه راز، هغه ترانسپورتي وساېط چې جنګېدونکي یې کاروي یا ګټنه ترې کوي ډېر لرې او خدای خبر د کومې موخې له پاره جوړ شوي خو اوس د جګړې له پاره کارول کېږي. بله داچې هر وسله په لاس جنګیالی یا جګړه مار له خپل قوماندان یا بل هر هغه چا خپل لګښت غواړي چې دی جګړې ته قومانده کوي یا هڅوي نو اوس لیدل کېږي چې دغه ټول پیسې غواړي او دغه لګښت باید له یوې یا څو سرچینو برابر شي. د افغانستان اوسنۍ جګړه کې د دولت د لګښت سرچینه لکه لمر روښانه ده او ټوله نړې پرې پوهېږي چې له نړیوالو په تېره د امریکا له مرسته پوره کېږي خو مقابل لوری دغه لګښت له کومه کوي یا خپل ستر جنګي ماشین په کومو سرچینو چلوي؟

د څېړنو په پایله کې په افغانستان کې د روان بغاوت تمویل سترې سرچینې په  دې ډول په نښه شوې دي:

  • دافغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهونکو مغرضو هېوادو مالي او تسلیحاتي مرستې،
  • د ترهګریزو نړیوالو سازمانونو او د هغوی ملاتړو مالي مرستې،
  • نشه یي توکي،
  • ناقانونه کان ایستنې،
  • له برېښنا، مخابراتي شبکو او نورو ټولګټو برخو د محصول په نوم پیسو ټولول،
  • له خلکو د عشر او ذکات په نوم په زور د پیسو او غلو دانو اخیستل،
  • د نشه یي توکو او نورو ناقانونه کارونو مافیایي ډلو مرستې.

غواړم د باغیانو د تمویل نورو  سرچینو ته ځغلند کتنه ولرم خو ددغه بغاوت سترې چینې           ( نشه یي توکو)ته لږ تم شم.

د افغانستان کورنیو چارو کې د خپلو موخو له پاره لاسوهنونکي هېوادونه چې په ښکاره په نښه شوي پاکستان، ایران او روسیه دي چې هر یو خپله موخه لري ځینې بیا قطر هم په دغه نوملړ کې راولي چې لیکوال یې نه رد او نه تاییدوي.

نړیوال ترهګریز سازمانونه، لکه القاعده، لښکر طیبه، په عربي هېوادونو کې بنسټپالې ډلې، د بنسټپالو خواخوږي او هغوی چې د عربو او اسراییلو اوږدې شخړې د امریکا په پټو او ښکاره غلیمانو بدل کړي هم په افغانستان کې د امریکا ضد ځواکونه تمویلوي.

له هغه ځایه چې افغان حکومت د هېواد پر ټول قلمرو واکمن نه دی او ډېرې هغه سیمې چې کانونه په کې دي دولت پرې واک نه لري. په دې سیمو کې طالبانو کانونه قبضه کړي ان په ډېرو سیمو کې یې جګړې هم د کانونو قبضه کولو په موخه کړي لکه بدخشان، غزني، نورستان، کونړ او نور. په ځینو هغو سیمو کې چې دولت واک هم لري زورواکي او مافیایي ډلې په کې برلاسې دي چې د ناقانونه کېدنو توکي یې د ترهګرو ترولکې لاندې له تېرېدونکو لارو بازارونو ته رسول کېږي چې ترهګر خپله ونډه ترې اخلي او دا لږ پیسې نه دي. د بېلګې په توګه د بدخشان وکیلان چې په ډېره سپین سترګي دولت د طالبانو پرضد ددوی په اند پرپڅ چلند تورنوي خو خپله بیا له ناقانونه کیندل شویو لاجوردو یوه برخه پیسې طالبانو ته ورکوي چې د دولت پرضد جګړه پرې تمویل کړي.

په هلمند کې د کجکي بند برېښنا او کندوز او بغلان کې د برېښنا له مشترکینو او هم  مخابراتي شبکو طالبان بېخي ډېرې پیسې اخلي.

له مظلومو بزګرانو په زور د عشر او ذکات اخیستل د ترهګرو کومه نوې خبره نه ده چې له خپلو اسلافو(مجاهدینو) ورته په میراث پاتې شوې ده.

خو د بهرني ملاتړ ترڅنګ د ترهګرۍ تمویل اصلي سرچینه بیا نشه یي توکي دي چې د جګړې اور یې بل ساتلی دی. له دغو توکو میلیاردونه ډالر ترلاسه کېږي چې ډېره برخه یې د بهرنۍ مافیا جیبونوته لوېږي خو د پام وړ برخه یې د ترهګرۍ پر تمویل لګېږي. د ثبوت اړتیا یې نه شته څومره چې د نشه یي توکو کښت، پروسس او قاچاق پراختیا موندلې ورسره سم د ناامنیو لمن هم پراخه شوې. وګورﺉ په تېر کال کې ناامنیو زور واخیست.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د رپوټ له مخې د وړم کال په پرتله تېرکال د نشه يي توکو تولید ۸۷٪ لوړ شوی و. سرچېینې ویلي چې تېر کال په هېواد کې شاوخوا ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې هرکال شاوخوا  ۵ زره ټنه تریاک تولیدېدل.

د پخوانیو شمېر پر بنسټ هرکال د افغانستان له نشه یي توکو د شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالر ترلاسه کېدل چې له یو سلنې لږ برخه یې افغان بزګزانو ته رسېدل شاوخوا ۹۰ سلنه پیسې د بهرنیو قاچاق وړونکو جیبونو ته تلې  خو به دغه منځ کې د پاکستاني طالبانو ونډه بیا ۲ میلیارده ډالر ښودل شوې وه خو دا سمه نه ده ځکه چې له تردید پرته ملګرو ملتو د احتیاط یا هم محافظه کاري له مخې د پاکستان پوځي استخباراتو پر ځای د پاکستاني طالبانو نوم یاد کړی خو په اصل کې داپیسې ای اس ای اخلي او پر هغو په افغانستان کې ترهګر تمویل او وسله وال کوي. اوس چې د نشه یي توکو تولید لوړ شوی عاید یې هم زیات او د ای اس ای ونډه هم زیاته شوې نو ځکه خو جګړو زور اخیستی.

غواړم په دغه ځای کې د مطلب لا ښې روښانولو په موخه د خپلې یوې تېرې لیکنې یوه برخه را واخلم چې تکرار یې ګټور او اړین بولم: «پاکستاني لیکوال مبشر حسن په جنګ ورځپاڼه کې لیکلي وو چې پاکستاني پوځیان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د نشه یي توکو کار و بار او قاچاق مدیریت کوي او همدغه د لوړ پوړو پوځیانو او د پوځي خارګرې څانګې د عاید ستره سرچینه ده. دی وایي هرکال د پاکستان له لارې له ۶۰-۶۸ میلیارده ډالرو په ارزښت هېرویین ترافیک کېږي چې له دې پیسو ۱۰ میلیارده ډالر په پاکستان کې پاتې کېږي چې د لیکوال په اند د پوځ له اجازې پرته هیڅوک دومره غټ کاروبار نه شي کولی. مبشر حسن وړاندې لیکلي چې په قبایلي سیمو کې د هېرویینو سلګونه کارخانې په مستقیم ډول د پوځیانو ترادارې لاندې دي.

په دې کې شک نه شته چې ډېرې دا پیسې خو به شخصي جیبونو ته هم ځي خو څوک ویلی شي چې د دې پیسو یوه برخه دې د ستراتېژیک عمق موخې ترلاسه کولو له پاره نه لګول کېږي. دا نو اوس له لمره هم روښانه ده چې د ستراتېژیک عمق ترلاسه کولو اصلي وسیله اورپکي او ترهګر دي چې په لومړي سر کې افغانستان او هندوستان او وروسته ټوله نړۍ په نښه کوي.»

له سویل لوېدیځو او لوېدځو ولایتونو تر لاسه شوي مالومات ښیي چې طالبانو په هلمند، کندهار، زابل او فراه ولایتونو کې له کروندګرو د یو جریب کوکنارو پنځه زره کالدارې اخیستي دي. که وګڼو چې په دغو ولایتونو کې پر۵۰ زره جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي وي نو دا کېږي ۲۵۰۰۰۰۰۰۰ کالدارې یوازې هغوی د عشر په نوم اخیستي. اوس چې د نشه یي توکو د کار بار له پلوه چې تر ډېره یې خپله (طالبانو)قبضه کړی او له قاچاق وړونکو یې څومره پیسې ترلاسه کړي حساب یې خدای ته مالوم دی. اوس چې یادو ولایتونو کې تریاک ټول او طالبانو خپله د ابا برخه ترې وشکوله له هغه وروسته یې پر فراه او نورو ولایتونو پرله پسې بریدونو ته زور ورکړ خو دا به یوازې د تریاکو پیسې هم نه بلکې د ایران د اوبو تاو، د پاکستان خو مالوم او د روسانو له امریکا سره تربګني هم مالي او تسلیحاتي مرستې پر طالبانو لورولي دي. د نورو په اړه بحث به بل وخت ته پرېږدو خو د نشه یي توکو له پلوه د طالبانو تمویل مخنیوي په اړه مهمه ده چې په هره بیه کېږي افغان چارواکي او نړیوال ملاتړي یې باید کوټلي ګامونه واخلي. سره له دې چې د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو څو ځله  هلمند کې د نشه یي توکو زېرمې په نښه کړې او نتیجه یې هم ښه وه خو دا بسنه نه کوي بلکې دې برخې ته باید ځانګړې پلان او میکانیزم جوړ شي چې څه ډول پر ترهګرو د تمویل دا سرچینه وچه کړی شي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply