هر ولایت یوه حوزه؛ ټاکنیز ناورین  / ودان روښان

0 500

د ټاکنو مانا داده چې خلک خپل استازي که د دولت په کچه وي یا ولایت او یا هم ولسوالۍ(ناحیې) په کچه وي غوره کړي. د ټاکنو فلسفه هم همدا ده چې خلک د خپل برخلیک په ټاکلونو مخامخ ونډه واخلي. هغه ډول اوس ناشونې ده چې ټول خلک دې د ملي او دوی پورې اړوند مسلو په اړه مخامخ خپله رایه څرګنده کړي نو ځکه خو دا چاره خپلو استازو ته سپاري. وتلي فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو (۱۷۱۲ -۱۷۷۸)خو ان اتلسمه پېړۍ کې په خپل تل پاتې اثر( ټولنیز تړون) وړاندیز کړی و چې د پخواني یونان په شان دې خلک پر یوه ځای راټول او د مهمو مسلو په اړه دې په مخامخ توګه خپله رایه څرګنده کړي. خو اوس څه چې ان  د روسو په زمانه کې هم دا چاره ناشونې وه او میلیونونو خلکو نه شو کولی چې  پر یو ځای راټول شي، اوس خو د هر هېواد د وګرو شمېر لسګونه ځله زیات شوی دی نو ځکه خو خلک خپله اراده د خپلو استازو له لارې تمثیلوي. خلک هڅه کوي چې خپل رښتینی استازی او هغه استازی غوره کړي چې باور پرې لري او د ده استازولي کولی شي. هغو بنسټونو ته( د ټاکنو بنسټونه یا هغو ته ورته بنسټونه) چې د خلکو استازو غوراوي تنظیم چاره ور سپارل شوې هڅه کوي چې دا چاره یا دا دنده په داسې بڼه  ترسره کړي چې د ټاکنو  په پایله کې خلک پر دې قانع شي(دا به ناشونې وي چې ټول خلک بلکې اکثریت) چې غوره شوي کسان په رښتینې توګه د دوی استازولي کوي، یا د دوی استازي دي. که داسې وي چې د یو چا د خوښې استازی بریالی نه شي خو د دوی د سیمې بل استازی بریالی شي ښایي د یو کس له پاره خواشینونکې وي خو دلته مسله داده چې که د کومې سیمې خلک په لوی لاس د خپلې سیمې استازي له غوره کولو بې برخې شي دا  استازولي او ټاکنې بیا مشروعیت نه لري هغه ډول چې د افغانستان د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له ځینو سیمو سره ټیک همدا لوبه وشوه. یو لامل یې هم دا و چې ملامعنوي ته کرزي لالا دنده ورکړې وه چې نور هر څه کوي ازاد دی خو د ډاکتر نجیب الله د واکمني خلک به ولسي جرګې ته نه پرېږدي. ملا معنوي چې هسې هم د خپل ستمي او تعصبي فکر له مخې غوښتل په لوی لاس داسې ولسي جرګه جوړه کړي چې د یو اکثریت قوم استازولي په کې پیکه وي نو د کرزي دغه ډاډ نور هم زړه ورکړ او پر همدغه دلیل یې د ولسي جرګې پنځلسمې دورې د لوړو زده کړو لرونکي غړي چې د ډاکتر نجیب الله له رژیم سره یې تړاو درلود له یوې مخې ناکام اعلان کړل لکه ډاکتر کبیر رنجبر، نورالحق علومي، سید محمد ګلاب زوی، ببرک شینواری او نور. یوازې په اروزګان کې هاشم وطنوال بریالی شو هغه هم چې د جان محمد خان ملاتړ ورسره و خو وطنوال او جان محمد خان دواړه په کابل کې په ناڅرګند ډول ووژل شول په دې سره د کرزي لالا ارمان پوره شو خو ملا معنوي بیا کرزي ته ددغه چوپړ په بدل کې نورې نخرې وکړې. دغه ملا د خپل تعصب او واک له مخې د بغلان ولایت د ډنډ غوري پر رایو خپل کلیوال محی مهدي او د کندوز امام صاحب، اقتاش، خان اباد او نورو پښتون میشته سیمو په استازولۍ خپل بل کلیوال ودود پیمان په ولسي جرګه کې کینول. دغه راز، ملامعنوي خپل بل کلیوال حفیظ منصور په ۳۶ رایو په ولسي جرګه کې کیناوه خو بیدار ځاځی یې په ۶۰۰۰ رایو ناکام اعلان کړ.

دغه سړي د کندوز له ۸۰٪ زیاتو پښتنو په استازولي یوازې یو زلمی(کمال ساپی) ولسي جرګې ته پرېښود په داسې حال کې چې د کندز له ۹ استازو لږ تر لږه ۶ یې باید پښتانه وی.

دغه راز، ملا معنوي د بغلان ۷۰ ٪ پښتنو ته هم یوازې یوه څوکۍ ورکړه. (شکریه عیسی خیل) په داسې حال کې چې بغلان په ولسي جرګې کې ۸ استازي لري او په کار خو دا وه چې ۵ یا هغه کمې ۴ څوکۍ یې حق و.  په هدې توګه د بلخ نږدې ۴۰٪ پښتنو له پاره هم یوه څوکۍ ورسېده( ګلالۍ نور ساپۍ). دا داسې مهال دي چې بلخ په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري چې باید ۵ څوکۍ ورکړل شوې وی.

همدا  ټوکه له فاریاب سره هم شوې، د دغه ولایت هغه لږ یانې ۳۰٪ پښتنو په استازولۍ ان یو کس هم ولسي جرګې ته نه دی تللی په داسې حال کې چې فاریاب په ولسي جرګه ۹ استازي لري چې باید ۳ څوکۍ پښتنو ته ورکړل شوې وی. د سرپل او جوزجان پښتنو هم همدغه حال دی.

دغه سړي( ملامعنوي) په ډېره سپین سترګي په دې پلمه چې د غزني پښتون میشته سیمې ناامنه دي نو ځکه خو یې یو پښتون هم ولسي جرګې ته پرې نښود. په داسې حال کې چې په پنځلسمه دوره کې د غزني له ۱۱ څوکیو ۵ یا ۶ یې پښتنو ګتلې وې خو معنوي دا ځل یاده شمېره صفر کړه.

د هرات په ۱۷ استازو کې د شینډنډ استازولي څوک کوي؟ په داسې حال کې چې شینډنډ له پنجشیر او کاپیسا دواړو لوی دی، خو په ولسي جرګه استازی نه لري، دا ځکه چې ولایت یوه حوزه ده او شینډنډ کې ناامني ده.

کله چې په لوی لاس ناکام اعلان کړی شویو نوماندانو پراخ اعتراضونه وکړل او کرزي هم د غر په پر پټولو هڅه وکړه او ټاکنیزه لانجه یې ځانګړې محکمې ته وسپارله نو معنوي په ډېر کبرجن انداز اعلان وکړ:«این خیال است و محال است وجنون» خو که د کرزي خوله له ابو نه وی ډکه او په اوړو کې یې شګه نه وی د معنوي دادا هم جرات نه شو کولی.

اوس چې د ولسي جرګې دغه حال دی لامل یې هماغه د کرزي بې مسوولیتي او د معنوي تعصب دی چې له یوې خوا یې ښه په درز کې د قومي او ژبنۍ عقدې له مخې د ولسي جرګې جوړښت ناانډوله کړ او له بله پلوه یې څوکۍ په شهزاده سرای او دوبۍ کې لیلام کړې. اوس چې وکیلان یو ځل یو وزیر ناکام خو د پیسو په بدل کې یې په بل مهم وزارت کې بریالی کړي لومړۍ درجه مسوول کرزی او دویمه درجه ملا معنوي دی.

د دغه حالت بل لامل هم یو ولایت یوه حوزه و چې د ملا معنوي لاس یې دومره  ازاد پرې ایښی و چې په خپله خوښه یې د ولسي جرګې جوړښت د ناورین ترکچې عیار کړ.

اوس چې له یوې خوا د جګړې اور زور اخیستی نو که بیا هم یو ولایت یوه حوزه شي له یوې خوا به بیا ځینې سیمې په ولسي جرګه کې له استازو بې برخې شي او هم به د مافیایي ډلو مشرانو او مفسدینو ته میدان پرانیستی وي چې د پیسو په زور ځانونه په ډېره اسانۍ ولسي جرګې ته ورسوي.

خو که ټاکنې په حوزوي بڼه وي او ولایت په څو حوزو وویشل شي که د سیمې ځینې خلک د ناامنیو په سبب ټاکنو کې ګډون ونه شي کړی لږ تر لږه یو شمېر خلک ان که لږ هم وي د نورو په استازولۍ یا د خپلې سیمې په استازولۍ خپل استازی ولسي جرګې ته غوره کړي.

همدا اوس چې د غزني اوسېدونکو د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر تړلی ګرم نه دي ځکه دوی پر دې پوهېږي چې که ټاکنې حوزه وي نه شي بیا به د ټول غزني په استازولي د جاغوري اوسېدونکي په ولسي جرګه کې ناست او ځانونه به«نماینده ګان غزنی در مجلس نماینده گان» بولي لکه دا اوس چې دي. دغه کسان د ټول غزني ونډه د بیارغاونې پروژې خپلو سیمو کشوي او وزیران هم اړ دي چې ددوی ډول ته وګډېږي ځکه چې د باور رایه خو همدغه کسان ورکوي او اخلي یې، د اندړو، قرباغ، زنه خان، ناوې، مقر، ګیلان، خوګیاڼیو او نورو سیمو استازي خو په ولسي جرګه کې نه شته چې وزیر ترې ووېرږي نو خود به د بیارغاونې له بهیره پاتې او د جنګ جګړو په لمبو کې به سوځي.

یا به محی مهدي بیا د ډنډ غوري په استازولي په ولسي جرګه کې ناست او د افغانستان نوم په خراسان بدلولو ببولالې به وایي.

د حوزوي ټاکنو بله ګټه دا هم ده چې که د ولسي جرګې کوم غړی استعفا وکړي نو ځای به یې د همغې حوزې بل کس ډکوي نه د کومې بلې سیمې اوسېدونکی.

د بېلګې په توګه محمد محقق چې د دښت برچي په رایو ولسي جرګې ته تللی و خو د هغه له استعفا وروسته یې ځای ذکریا ذکریا ډک کړ چې د کلکانو او قرباغ رایې یې درلودې، په دغه ځای کې له ورایه ښکاري چې د خلکو سمه استازولي نه ده شوې، خو که ټاکنۍ حوزوي وی نو د محقق پرځای به له دښت برچی کوم بل څوک ولسي جرګې ته تللی وی.

وړاندیز مو دادی چې دا کومه سخته خبره نه ده اوس هم ډېر وخت شته هغه ولایتونه چې تر ۳ استازي لري یوه حوزه، هغه چې له څلورو د شپږو استازي لري، دوه حوزې، هغه چې له ۷ تر ۱۰ استازې لري ۳ حوزې، هغه چې ۱۲ استازي لري ۴ حوزې، هغه چې له ۱۳ تر ۱۸ استازي لري ۵ یا ۶ حوزې او هغه چې له دې زیات استازي لري لکه کابل پر ۱۰ حوزو وویشل شي.

که دا هم ناشونې وي د همدغه فورمول له مخې دې لږ تر لږه هغه ولایتونه چې لانجمن دي لکه غزني، بغلان، کندوز، هرات، بلخ، فاریاب او پروان په حوزو وویشل شي.

له دې پرته به د ولسي جرګې ټاکنې نیمګړې، ناانډوله او بې اعتباره وي.

د غزني خلکو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر تړلی او ګواښ یې کړی چې که په حوزه وي بڼه ټاکنې ونه شي دوی به به دغه ولایت کې ټاکنو ته اجازه ورنه کړي خو د ټاکنو کمیسیون یوه کمیشنر ویلي چې غزني ته پلاوی لېږي او خلکو ته قناعت ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون ته د کار اجازه ورکړي خو ګومان نه کوم چې د غزني ولس دې له حوزوي سیستم پرته پر بل څه قانع شي همدغه حال به د کندوز، بغلان، هرات او نورو ولایتونو هم وي.

په دغسې یو حالت کې د ټاکنو کمیسیون ته بویه چې خپله خپلواکي وساتي او عادلانه ټاکنې وکړي نه د ځینو ډلو او لورو په غوښتنه او خوښه له دې پرته بیا داسې ټاکنې مشروعیت نه لري چې د غزني استازولي دې جاغوري وکړي او د ډنډغوري، پنجشیر او امثالهم. نور خلک دغه کار ته اجازه نه ورکوي او نه د چا لحاظ کوي ځکه اوس خبره له لحاظه تېره شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply