په افغانستان کې د پاکستان وروستي ترهګريز بريدونه/ هلمند پردیس

0 1,124

د پاکستان ترهګرې استخباراتي ادارې (اى، اېس ،اى) په افغانستان کې د جګړې تاکتيکي فورم په ډېره دقیقه توګه بدل کړى دى، او دوى هڅه کوي، چې خپلې وروستۍ ترهګريزې موخې په ښه ډول سره تر لاسه کړي،د دوى ستر هدف چې ټوله کې يې عام وژنه لکه ( په جوماتونو کې د ځانمرګو بریدونو کول، په جوماتونو کې د بمي بریدونو کول ، د ژورناليستانو په ډلييزه توګه وژل، او همزمان په انفرادي توګه په کليو او ښارونو کې د مشخصو امنيتي مسوولينو، د دولت ملاتړي ځوانانو، مشرانو او حتا ملايانو ترور کول دي،او همدارنګه بله برخه يې بيا د ښارنو په مرکزي برخه باندې ډلييز بريدونه دي،او د راتلونکي ټولټاکنو مرکزونو باندې بريدونه او همدارنګه په تذکرو کې د پدرام په شان د پرديپالو سپانسرول او افغان دولت ته سر خوږ جوړول او داسې نور… خو خوشبختانه چې افغان دولت دوى ته لا تر اوسه په دغه برخه کې ښه غاښ ماتونکي ځواب ورکړى دى، او د دوى دا بې رحمه بريدونه يې چېلنج کړى دي. دا بريدونو مسقيم د پاکستان د څارګرې ادارې (اى، اېس ،اى) په رهبرۍ او ملاتړ او حتا د جنګ په ډګر کې د دوى د جنرالانو په لارښوونه مخته ځي، چې په کندوز کې د پاکستان د پوځ يوه لوړپوړي متقاعد جنرال شاهد عزیز وژل يې ښه نمونه بللى شو، خو په دغه جګړه کې اوس ايران او روسيه هم په پراخه کچه برخه اخلي، چې د فراه جګړې په برخه کې يې د ايران ملاتړ يې ښه بېلګه وه.

اوس دلته پوښتنه دا مطرح کيږي، چې ولې په يو وخت په دومره پراخه کچه بريدونه باید ترسره شي. ځواب ته يې ما مخکې هم عوامل په ګوته کړى دي، دا ځکه چې د پاکستان څارګره اداره (اى، اېس ،اى) اوس غواړي د ولس او دولت تر منځ يوه ستره د بې باورۍ او بې کفايتۍ فضا رامنځ ته کړي، تر څو خلک په دولت پسې راپورته کړي، او دوى (اى،اېس ،اى) د دغې لارې خپلو شومو هدفونو ته ورسيږي. که څه هم په دغه برخه کمه لاس ته راوړنه لري، هغه لاس ته راوړنه يې په فکري لحاظ د عوامو د زهنيتونو مغشوش کول دي، دا چې دى ولې په دغه برخه کې داسې لاس ته راوړنې لري، دغه برخه د افغان دولت تبليغاتي دستګاه کمزوري ده، او بله ستونزه د افغان دولت لپاره همزمان په کور دننه ستونزې، يو طرف د ښاغلي کرزي تبليغاتي کمپاينران هم هڅه کوي، چې په دې اړه د راتلونکي انتخاباتو لپاره ځان ته ځاى پيدا کړي، او بل کابل کې دننه نيکټايي پوشه ناراضه سياسي چارواکي هم د خپلې شخصي عقدې له مخې د دوښمن په ګټه په دولت کې تورې سړوي، او غير منصفانه تبليغات کوي، او همدارنګه بله ډله د اسلاميت او افغانيت څخه منکر زهني او پرديپالي ناروغان هم په پراخه کچه د افغان دولت ضد د پاکستان او ايران د تبلیغاتي دستګاه په ګټه په پروپاګنده کې فعاله برخه اخلي.

اوس نو راځم اصلي خبرې ته، هغه دا چې پر افغان وطن او پر افغانيت مينو ملګرو ؛اوس وخت کې بايد د دوښمن پاکستان، ايران او روسيې هر تبلیغاتي خبر ته ډېر متوجې ووسئ، ځکه د افغان دولت سره څنګ کې ستاسو همکاري له خپل دولت سره د دوښمن د ملا ماتول دي، نو تاسې ټول بايد خپل فرض ادا کړئ، پر خپل وطن او افغانيت باید ننګ وکړئ، او دوښمن ته باید غاښ ماتونکي ځواب ورکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply