پر افغانستان د چین او هند د اړیکو د ښه والي اغېز/ ګلرحمن رحماني

0 916

په دې وروستیو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودی او د چین ولسمشر شی جینپینګ د چین په مرکزی ښار ووهان کی دوه ورځنۍ غیر رسمي ناسته لرله. په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو مشرانو د اقتصادی، سیاسی او د دواړو هیوادونو تر منځ په جنجالی سیمه ډوکلم چې د تېر کال جګړې وروسته  د دوی دواړو اړیکې په کې خرابې وې، د  دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړې.

د دواړو هیوادونو مشرانو د رسنیو له لارې دا هم وویل چې دوی په ګډه د جنګ ځپلي افغانستان لپاره اقتصادي برنامې جوړوي. د افغانستان لپاره د هند او چین دغه ګډې اقتصادي برنامې دوه عمده لاملونه لرلی شي، یو دا چې افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ ګڼ فرصتونه لري، ستراتیژیک موقعیت یې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په وده کې مهم رول لري.

دویم دلیل یې دا دی چې د هند اړیکې له پاکستان سره خرابې دي، مګر برعکس چین له هند او افغانستان دواړو سره ښې اړیکې لري، نو له همدې امله هندوستان غواړی چی د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره چین له ځان سره ملګری کړی. افغانستان همېش غواړی له خپلو ګاونډیانو سره ښی اړیکی وساتی نو د همدی له امله غواړی چی په افغانستان کی اقتصادی پلانونه جوړ کړی تر څو د دواړه هیوادونو (هندوستان او چین) تر منځ د باور فضاء رامنځ ته شي .

هندوستان او چین د اسیا په براعظم کې له هر پلوه پرمختللي هیوادونه دي، د دغو دواړو هېوادونو همکاري له افغانستان سره په هره برخه کې ګټورې تمامېدلی شي، ځکه چې له یوې خوا چین له اقتصادي پلوه په نړۍ کې ښه پرمختګ کړی او له بل پلوه هند او چین بازارونو ته رسیدګي اسانه ده، یانې هم افغانستان د دوی لپاره ښه بازارونه دي او هم افغانستان کولی شي چې خپل صادرات په اسانۍ سره د هند او چین بازارونو ته ورسوي.

بله سیاسي ګټه یې داده چې څومره د هند او چین اړیکې سره پیاوړې او له اقتصادي پلوه یې ګټې یو په بل پورې وتړل شي، نو همغومره پاکستان نور هم څنډې ته کېږي او د دغو دوه لویو اقتصادي هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې به پاکستان دېته واداره کړي چې د ترهګرۍ، خشونت او افراطیت پرځای اقتصادي او سیاسي همکاري زیاته کړي.

ښایي هند هم له دې سره لېوالتیا ولري چې له چین سره خپلې اړیکې تر پخوا زیاتې ښې کړي، تر څو له یوې خوا اقتصادي ګټه وکړي، بله مسله داده چې له چین سره خپلې کشالې حل کړي او دریم مهم لامل یې دا کېدای شي چې هند غواړي خپل رقیب (پاکستان) له سیاسي او اقتصادي پلوه نور هم تر فشار لاندې راولي او دېته یې وهڅوي چې په کشمیر او هند کې د ترهګرۍ له ودې او فعالیتونو لاس واخلي.

لنډه دا چې څومره د هېوادونو، حکومتونو او ملتونو اقتصادي ګټې سره وتړل شي، نو همغومره ورسره اتومات سیاسي مسایل او ستونزې راکمېږي، د بدبینیو او دښمنیو او منفي رقابتونو ځای باور او مثبته همکاري نیسي. د خطر او تهدیدونو د ډېرولو پرځای د هغو د دفعه کولو کوښښ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply