کیمیای سعادت کې ځان پېژندنه / سیداصغر هاشمي

0 665

امام غزالي د اسلامي نړۍ له لویو فیلسوفانو او پوهانو څخه دی، دی ډير اثار لري چې هر اثر یې د اسلامي نړۍ د مهمو اثارو څخه دي، د کمیت او کیفیت په لحاظه یې یو مهم اثر احیاالعلوم الدین دی، د دې اثر غورچاڼ (کیمیای سعادت) دی، یعنې کیمیای سعادت د احیاالعلوم الدین برخې دي، دا کار په خپل وخت کې امام غزالي ځکه کړی وه چې احیاالعلوم الدین اثر ډير لوی دی او په کیمیای سعادت کې یې له همدې اثره مهمې برخې اخیستې دي. احیاالعلوم الدین ټولې برخې بهترینې دي خو د وخت او زمان تقاضا، د وخت د خلکو لپاره مهم مسایل، او یا ځینې نورو مهمو خبرو په سبب دا اثر د احیاالعلوم الدین نه انتخاب شوې برخه ده.

ما د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات ترتیب او تنظم کړه او کتاب یې چاپ شو، د الفت ټول شعرونه بهترین دي او یو ته ښه او بل ته ناښه ویل به ښه خبره نه وي خو ما هغه شعرونه د انتخاب په ډول غوره کړل چې نني وخت خلکو ته یې پيغامونه درلودل او یا د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او ریالیستیکي تقاضاوو په نظرکې نیولو سره مې شعرونه غوره کړه او یا زه خپل ذوق، فکر، نظر او تجربه لرم نو حق لرم چې د خپلې خوښې شعرونه غوره کړم، نو امام صاحب هم د احیاالعلوم الدین نه کیمیای سعادت برخه چې  (ولې) غوره کړې ده ځواب یې پورته ذکر شو.

کتاب زښت ډېر بحثونه لري او هر بحث یې د انسانانو د لارښوونې لپاره دی چې زه یې د کتاب د څو مخونو د متن د لوستلو وروسته یوازې او یوازې په ځان پېژندنې باندې بحث کوم.

مولانا جلال الدین محمد بلخي له شعرونو نه دې نتیجې ته رسېږو چې ده د امام غزالي مطالعه درلوده، د ده په شعرونو کې هم د ځان پېژندنې په اړه خبرې شته، همدارنګه علامه اقبال په شعرونو کې د خودي مفهوم هم د ځان پېژندنې په اړه بحثونه لري او اسرار خودي او رموز بیخودي یې هم د ځان پېژندنې په تړاو خبرې لري او همدارنګه د پښتو ژبې مفکر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت هم د پورته پوهانو په نقش قدم تللی دی.

د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي، نو له همدې امله که چا ځان وپېژنده نو هغه الله تعالی وپېژنده، د ځان پېژندنې په تړاو خپله یوه ادبي ټوټه او یو ازاد شعر راوړم:

ځان پېژندنه

سترګې مو ډېر لېرې شیان لیدلای شي خو د خپل وجود نیمګړتیاوې نه.

د سترګو لېرې دید مې سم او نږدې ناسم دی.

وایو غیبت سم کار نه دی خو خپله یې له سهاره تر ماښامه وایو.

د نورو عیبونه شمارو خو خپل نه خبر نه یو.

هو! د نورو عیب د کلي منځ وي او خپل د ولو منځ.

نور خلک چې پردو ښځو ته ګوري ګناه ده خو خپله چې یې له سره تر پښو معاینه کوو، ستونزه نه شته.

د نورو ښکلې قوارې راته بدې ښکاري او خپله ویرونکي قواره راته ښکلې.

د نورو ښکلي اولادونو نه درته خپل بدرنګه اولاد ښه ښکاري.

نیچه وايي: (که بتان مات کړې کوم ستر کار دې نه دی کړی. حقیقي شهامت دا دی چې په خپل ځان کې د بت پرستۍ خوی ورک کړې.

هو! د نورو جوړولو لپاره د ځان جوړول مهم دي. د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي.

ځان پېژندنه

د فلک له کتو مخکې لږ خو ښکته نظر وکړه

فلک لرې ستا له سترګو

ځمکه لاندې ستا د سترګو

ولې لرې دید دې سم دی؟

خو نږدې کتلای نه شې

ولې نورو ته کتی شې؟

خو خپل ځان کتلای نه شې

سترګې ستا هر څه لیدای شي

خو ستا کړه لیدلای نه شي

ته چې بل ته ګوته نیسې

لږ دې ځان ته نظر وکړه

د بل عیب ښکاره کوې تل

خپل وجدان ته نظر وکړه

د بدن دا توازن دې

همرنګي او یګرنګي دې

دواړه سترګې خوا په خوا کې

دوربینونه ستا د مخ دي

دوه غوږونه خوا په خوا کې

لاسپیکر ستا د وجود دي

دوه لاسونه په یو شانې

که لاسونه مو دوه نه وای!

پوزه، زنه یوه نه وای!

بدرنګي د ټول وجود به

ستا بدن ښکاره کولای

د خودي مفهوم همدا دی

چې دې ځان ته نظر وکړې

خپل کمال ته نظر وکړې

خپلو ټولو کړو وړو ته!

خپل ایمان ته نظر وکړې

چې په نورو کړې شکونه

په خپل شک دې نظر وکړې

د جهان په ننداره کې

ټول نظام ته نظر وکړې

د الله پر پېژندلو

خپل نظام ته نظر وکړې

زما په شعر او نثرکې د ځان پېژندنې په تړاو چې کومې خبرې راغلي دي، د ټولو انسانانو لپاره لارښوونې لري.

په کیمیای سعادت کې ځان پېژندنه

امام صاحب په ځان پېژندنه کې په باطن ډېر تاکید کوي، دی وایي یو د انسان ظاهر دی، دې ته کالبد یا ډانچه وايي، رحمان بابا وايي(بت که جوړ کړې د سروزرو انسان نه دی)، انسان د ګنده او بد بویه خټې جوړ دی، روح با ارزښته شی دی همدا روح چې جوړ شو، په ټول بدن ښه مشري کولای شي. ظاهر په سترګو ښکاري او باطن په ظاهري سترګو نه ښکاري بلکې باطني بینايي غواړي، زړه د باطني بیایي اصلي محور دی یعنې زړه پواسطه د انسان باطن جوړیدای شي، امام صاحب وايي، یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی چې په سترګو ښکاری او بل د زړه باطن دی، زړه د نړۍ ټول انسانان لري خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه وي او یا زړه خو حیوانات هم لري چې په سترګو ښکاري خو د انسان له زړه سره یې توپير په باطن کې دی.

امام صاحب وايي: د انسان ټول بهرنی او دننی جوړښت د یو مملکت حیثیت لري، زړه د دې مملکت پاچا او یا ریس جمهور دی، ریس جمهور په ټول ملک باندې مشري کولای شي، ښه او پیاوړی ریس جمهور پیاوړې او ښه مشري کوي او بې کاره او ناکاره ریس جمهور به په خپلو کارونوکې ناکامه وي. فکر، عقل او یا دماغ د همدې مملکت د لومړي وزیر دنده په غاړه لري، د پاچا ټولې خبرې مني او بیا یې د ملک نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي، که پاچا سم هدایت وکړ نو د وزیر لخوا هم سمه لارښوونه د لاس لاندې چارواکو ته کېږي.

د مملکت نور ټول کار کوونکي د بدن اعضاوې دي لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور، که په لاسونو د خیر او یا دشر کارونه کوو نو لارښوونه یې له زړه کېږي، که په پښو جماعت ته نه بلکې خرابو ځایونو ته ځو بیا هم امر یې له زړه دی، که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او داسې نورو کړنو لارښوونه د زړه څخه کېږي، ښه زړه د ښه او پرمختللي ملک نمایندګي کوي او خراب زړه د خراب مملکت. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وي چې خپل په نیرنګ کې یې ونیسي، هغه زړه چې د کار نه وي ډير ژر په عبثیاتو اخته کېږي او هغه چې په معرفت د الله نوراني زړه وي نو کله هم په داسې دامونو کې نه نیول کېږي.

کله چې زړه غواړي اصلي او حقیقي ښکار وکړي نو معرفت حاصلوي او بیا نو دا زړه د ځان پیژندنې لپاره سمه لاره چاره ښيي.

د انسان ظاهري پنځه حواسه (غوږونه، سترګې، پزه، حس کول او ذایقه) او باطني حواس (تخیل، تفکر، حفظ، تذکر او توهم) د زړه د فرمان لاندې دي، که زړه پیاوړی او ښه وه نو دا ټول حواس سم کار کوي او که زړه ناسم وي نو ناسم کارونه کوي.

امام غزالي وايي، د چا چې زړه جوړ شو نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهیږي او کولای شي چې د بدن له ټول اعضاوو سمه ګټه واخلي، نننۍ ټولې ستونزې په دې کې دي چې د ځان پېژندنې له مفهومه ښه خبر نه یو.

د نړۍ ټول انسانان بهرني او دننی رغښتونه لري خو دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه واخلي نو په دې کم کسان پوهیږي، لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلي او خارجي توکي خو ټول انسانان لري خو د څومره کسانو زړونه جوړ دي چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي او د خپلو ټولو اعضاوو نه سمه ګټه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply