د ټرانزیټ په برخه کې د حکومت پرمختګونه/ محمد روښان ښاد

0 647

ملي یووالي حکومت په خپلو اقتصادي او ترانزیتي برنامو سره د افغانستان جغرافیه بدله کړه، له همدې امله په وچه کې پروت او ایسار افغانستان  نن په یو فرصت بدل شوی. د همدغه فرصت له امله افغانستان دا ظرفیت موندلی چې له خپل موقعیت څخه هم د ځان لپاره میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او هم د سیمې د هېوادونو لپاره د ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لنډه، اسانه، ارزانه او بې جنجاله لاره واوسي.

 افغانستان د اسیا د څلور لارې حیثیت لري، یوه لورته یې د طبیعي منابعو او انرژۍ لرونکي هېوادونه (د منځنۍ اسیا هېوادونه) پراته دي او بل لورته یې  (د جنوبي اسیا) هغه هېوادونه دي چې د انرژۍ له قلت سره مخ دي، نو له دې امله افغانستان کولای شي چې د اقتصادي همکاریو د وصل مرکز او څلور لاره واوسي. پر دې سربېره افغانستان هم په دې برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کولی شي او هم خپل صادرات او سوداګریز اموال نورو هېوادونو ته انتقالولی شي.

ملي یووالي حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني  د نړیوالو اقتصادي ګټو د متحدولو له لارې د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړې توګه د سیمې تر منځ د تقابل میدان د تعامل او همکارۍ په نقطه او میدان بدل کړ او لا هم کوښښ کوي چې په دې برخه کې په خپلو هڅو سره د سیمې د هېوادونو اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې همکارۍ او راکړې ورکړې زیاتې کړي.

ټاپي پروژه، کاسا زر او نورې لویې پروژې یې ښې بېلګې دي. حکومت کوښښ وکړ چې دغه مهمې پروژې باید ژر تر ژره له خیال او کاغذ څخه په عمل بدلې شي او همداسې وشول، ځکه د ټاپي پروژې له تطبیق سره پر اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان او پاکستان او د پاکستان هند په اړیکو کې پام وړ ښه والی راتلی شي، حتی د هېوادونو او ملتونو خواخوږي زیاتولی شي.

په تېرودریو کلونوافغانستان د سیمې د مرکزي او ترانزیتي  کلیدي ټکي په توګه د خپل رول د تحقق لپاره لوی ګامونه پورته کړي، او په دې برخه کې یې پام وړ پرمختګونه هم لرلي دي. افغانستان د ترانزیت په برخه کې توانېدلی چې له بېلابېلو هېوادونو سره متعدد دهلیزونه برابر کړي او له بېلابېلو هېوادونو سره خپل د سوداګرۍ کچه پراخه کړي او ان د ځمکني ترانزیت سربیره د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له هند سره یې عملاً د سوداګرۍ هوایي دهلیز پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ترانزیتي لګښت کچې راټیټیدل، هدف سیمو ته د فصلي صادراتو پر وخت رسول، د اړتیا وړ صادراتي او وارداتي محصولاتو د امنیت لوړول او … بېلابېلو ترانزیتي او ترانسپورتي دهلیزونو ته د لاسرسي پایلې دي.

د اورګاډي پټلۍ جوړول او پراختیا، د ترانزیتي سړکونو پراختیا، په دې برخه کې د حقوقي او قانوني تشو ډکول، دهوایي ډګرونو پراختیا، په  لویو سازمانونو لکه TIR  کې غړیتوب، د ترانزیت په سکتور کې د افغانستان د لاسته راوړنو بله برخه بلل کېږي.

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو موافقتنامو لاسلیک، د فساد سره مبارزه او د کورني او بهرني ترانزیت او ترانسپورت بهیر چټکتیا او اسانتیا  او …په دې برخه کې د حکومت د فعالیتونو بله برخه ده. حکومت د اقتصادي ودې او خلکو ته د ژوند د اسانتیاو او زمینو برابرولو په موخه د ټرانزیټ برخې ته پام ډېر کړی دی او د همدغه تمرکز له برکته اقینه، چابهار ، د اورګاډي پټلۍ، هوایي دهليزونه او نورې ترانزیټي چارې او هڅې جریان لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply