هغوی چې په مېړانه یې دفاع وکړه/ ژباړه: محمد روښان ښاد

0 527

په سپکو او درندو وسلو او انتحاري واسکټونو سنبال لس ترهګرو په دوه زرهي موټرو کې پلازمېنه کې د کابل هوایي ډګر غربي سرک کې کورنیو چارو وزارت اول قراول ته نږدې ځانونه ورسول.

دا چې ترهګرو څنګه د ښار دغې حساسې نقطې ته ځانونه ورسول، په دې اړه څېړنې روانې دي چې دلته ورباندې نه غږېږو، خو دا چې له هغه وروسته څه پېښ شول د ارزښت وړ دي.

هغو معلوماتو ته په پام چې وار دمخه د احتمالي تهدیدونو په اړه په امنیتي حلقو کې تبادله کېږي د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه د پولیسو منسوبین په دې ورځ په احضاراتو کې و، په دې اړه لا دمخه لازم تحکیمات او تدابیر موجود و. له دې امله کله چې ترهګر د څېړنې لومړي تمځای ته رسېږي د هویت جعلي کارتونه او غیر معمول لباسونه (چې د بین المللي ځواکونو پخواني یونیفورم ته ورته و) نو هلته توظیف شویو افسرانو او سرتېرو وپېژندل. ترهګرو چې ځانونه په خطر کې حس کړل، نو له موټرو ښکته شول او ډزې یې شروع کړې. ترهګر له لومړني ځانمرګي څخه په استفادې د وزارت لومړنۍ دروازې ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت دروازې ته نږدې واټ کې څو حاکمې نقطې او برجونه د دغه وړ حالاتو د کابو کولو لپاره موجودې دي، په دې واټ کې زیګزاګ موانع  ایښودل شوي او امنیتي کمرې شپه او ورځ ټوله ساحه څاري. پر دغه پاخه او ۵۰۰ متره اوږد واټ په دوه موقعیتونو کې زرهي ډوله هاموي ټانګونه قرار لري. لیکوال دا واټ د ترهګرو د مرګ دهلېز بولي.

د کورنیو چارو وزارت د قرارګاه رئیس ارکان قومندان محمدطیب قاسمي د وزارت د قرارګاه د رهبرۍ لومړنی کس دی چې د جګړې سیمې ته رسېږي، اوضاع ته په کتو د ځواکونو سوق او اداره په لاس کې اخلي او د قرارګاه د لومړي ټولي قومندان ثناالله کریمي  د قرارګاه د پولیسو په راس کې د هغوی پر ضد برید کوي.

له نیم ساعت جنګ وروسته قومندان ثناالله له درې کسانو او هاموې سره تروریستانو پسې ورځي. هغه د همکارانو د ممانعت باوجود په بېسارې زړورتیا ټانک د ترهګرو منځ ته ورولي او درې کسه له منځه وړي. خو دی او چلونکی یې مبین هم په مرمۍ لګېږي او ودرېږي. په دې وخت کې د قرارګاه قومندان فایض له اضافي سرتېرو سره د شا له خوا د ترهګرو د مرګ دهلېز ته رسېږي او اوه پاتې ترهګرتر برید لاندې راځي.

قومندان اجمل فایض چې کلونه یې د ملي پولیسو د ځانګړو کنډکونو قومنده په غاړه لرله وایي: موږ دفاعي او امنیتي ځواکونو ټولو واحدونو سره په ګډه کوښښ کاوه دښمن ته مو د سر پورته کولو فرصت ورنه کړ، زموږ تر منځ همغږي عالي وه او له ۵۰ دقیقو کم وخت کې دښمن د مرګ دهلېز کې نابود شو.

پولیس ځواکونود چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ترهګر وځپل. په اتلواله  او مېړانه یې دفاع وکړه. قومندان اجمل فایض، طیب قاسمي، ثنا الله کریمي، نورآغا او د هغوی زړورو سرتېرو په عالي تدبیر جنګي توانایي او بېساری شجاعت د افغانستان مهم امنیتي تاسیسات چې د میلیونونه هېوادوالو ارزښتناک اسناد په کې ذخیره او ساتل کېږي، له هر ډول انساني تلفاتو مه واره خوندي کړل. د خلکو او پولیسو اړوند میلیاردونه افغانیو ته یې نجات ورکړ او د روژې مبارکې میاشت کې یې د بې شمېره خلکو د وینې د بهېدو مخه ونیوله. دا د پولسو ژوندي اتلان دي. هغه اتلان چې د دوی شهامت، تدبیر او مبارزه به د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې ادامه ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply