د افغانستان نوم ل: د اکټر نوراحمد خالدی ژ: ذبیح الله خوګیاڼی

0 1,641

د افغانستان نوم

لیکوال: د اکټر نوراحمد خالدی
ژباړونکی: ذبیح الله خوګیاڼی

سریزه

پر افغانستان د ایران د فرهنګی حملی د وسایلو او عواقبو څخه، په تیره بیآ په قومی او مذهبی اقلیتونوکښی، یو د ناباوریو منڅ ته راوړل او بل د هیواد د ملی سمبولونو په مقابل د قیامونو هڅول دی.‌ پر دی شان سمبولونو باندی حمله کول، ملی او علمی اصطلاحاتو باندی په حمله پیل او ورځ په ورځ لانورو معتبرو سمبولون باندی په حملو منجر کیږی،‌ لکه د افغانستان د دولت پر موسسینو،‌ د افغانستان د هیواد د جوړیدو پر نیټه،‌ د افغانستان پر شاهانو او امیرانو،‌ د دری پر ژبه،‌ د افغان پر ملیت،‌ پر اساسی قانون او په پای کښی د افغانستان پر نوم او د هیواد ارضی تمامیت پوری هم رسیږی.‌ دا ډول فرهنګی حملی په خاص ډول د هغو کسانو له خوا سرته رسیږی چی په ایران کښی یی زدکړه کړی،‌ او د خبری،‌ ادبی او مذهبی دستګاهو،‌ لکه ورځپاڼی،‌ مجلی،‌ تلویزیونونه او راډیوګانو څخه چی په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ایران په پیسو او سرمایه ګذاریو جوړی شوی او فعالیت کو، څخه په پراښه استفادی سره سرته رسیږی. په دی لیکنه کښی د افغانستان نوم چی داخلی پیژندل شوی ایران پرستو لخوا د یو اقلیت نوم پر اکثریت تپل شوی ګڼی،‌ د څیړنی لاندی نیسو.
د یوآزاده او نوی هیواد منځ ته راتګ،‌ چی نن په دنیا کښی د افغانستان په نامه یادیږی د میرویس خان هوتک قیام سره چی د فارس د صفویانو په مقابل کښی یی په ۱۷۰۹ میلادی کال کښی وکړ په قندهار کښی یی بڼسټ کیښودل شو او بیآ د یوی لڼدی اشغالی اخلال څخه وروسته د نادرشاه افشار لخوا، بیا بیرته د احمد شاه ابدالی د پادشاهی په اعلان سره په ۱۷۴۷ میلادی کال کښی،‌ چی وروسته په درانی مشهور شو،‌ بڼسټ‌ یی کیښودل شو او تر نن ورځ پوری د قندهار او بیا د کابل په مرکزیت او د مختلفو جغرافیوی حدودو په درلودلو ادامه لری.‌ د دی نوی دولت پیژندنه،‌ د سیاسی استقلال څرنګوالی د منطقی د دوه قوی قدرتونو په وړاندی چی د هند مغولی حکومت او د قارس صفوی دولت وو،‌ او حنفی مذهبه اسلام او افغانی فرهنګ (افغانیت او اسلامیت) چی د میرویس خان هوتکی د وخته بیآ تر د جمهور ریس محمد اشرف غنی تر وخته یی تغیر نه دی کړی، په واسطه کیږی.‌ افغانیت یواځی د پښتونوالئ د قوانینو څخه نه بلکه خراسانی فرهنګ هم د افغانیت په ترکیب کښی ونډه لری.‌ د تیری ۳۰۹ کالو په ترځ‌ کښی د جغرافیوی حدودو بدولونونه،‌ د پادشاهانو په امیرانو بدلیدل او د دی متضاد حالت هم،‌او د رژیمونو بدولونه ټول د دی دولت او هیواد په مشخصه هویت باندی هیڅ اغیزه نه ده کړی.‌ د دی هویت او پیژندنی د بدلون په خاطر په دی ورستیو کښی په پارلمان کښی د بدخشان د خلکو نماینده لطیف پدرام د زه افغان نه یم د شعار تر لاندی علنی او رسمی کمپاینونه پیل کړی.

د آریانا څخه تر افغانستانه پوری

د دی ساحی تاریخ د افغانستان د دولت د افتتاح او ایجاد څخه د مخه یو مشترکه منطقوی تاریخ وو چی نن د پاکستان،‌ افغانستان، ایران، تاجکستان،‌ازبکستان او ترکمنستان هیوادونه پکښی شامل دی.‌ دا ساحه د باستان شناسی د څیړنو په اساس د شپږ ززه کالو څخه اضافه د تمدن تاریخچه لری چی په شمال کښی د آمو او مرغاب د مدنیتونو څخه (باکتریا-مارجیانا)،‌په سهیل او لویدیځ کښی د هرپه،‌ موهینجادارو – هلمند مدینیتونو پوری د سند او هلمند د سیند په لمن کښی پرته ده.‌ دا ساحه لومړی یونانی تاریځ لیکونکو د لیکنو په د سکندر مقدونی په دوران کښی او د هغی څخه ورسته دعیسی (َع) د زیږیدلو څخه۲۵۰ کاله د مخه د سغدیانا،‌ باکتریانا، پارتیا، آریانا (دآریانا او اکوزیا جمع ده)،‌ کرمانیا او د ګدروزیا په نومونو یاد شویدی او د وخت په نقشو کښی داسی ښکاره شویدی.‌ د فارس د هخامنشیانو د امپراطوری د شکست په نتیجه کښی یونانیان دی منطقی ته ورسیدل او د دی ساحی لیکل شوی تاریځ صرف ‌د همدی زمانی څخه وروسته موجوده ده. دغه ساحه د ثبت شوی تاریخ څخه د مخه دوران د ویدی،‌ اوستایی،‌ پیشدادی او کیانی په اسطورو کښی راغلی چی د ایران او توران د قصو او داستانونو سرچینه ده لکه د فردوسی شاهنامه او د ایرانستانو پخوانی تکیه ګاه او حماسی فکری مکتب د دی څخه متشکل دی.
یونانیانو د دی منطقی په نوم ایښودلو کښی د محلی خلکو د ژبی په اساس د آریا، آیرانویچه نومونو څخه استفاده کړی ده.‌ د دی څخه وروسته د دی ساحی په مختلفو برخوباندی یونانیانو،‌ کوشانیانو،‌ یفتلیانو، پارتیانو،‌ موریا او هندوشاهانو، کابلشاهانو اود فارس ساسانیانو هر یو پر دی ساحی د یو مشخص نوم نه پرته حکومت کړی.‌ ساسانیانو د دی ساحی لویدځی برخی خپل د خراسان په ولایت کښی حساب کړ.‌ کله چی دا ساحی د مسلمان عربو په واسطه د ۶۵۱ میلادی کال څخه وروسته فتحه شول، دوی خپل حکومت د خراسان په مرکز مرو کښی ځای په ځای کړد خراسان ولایت یی خپل د حکومت ختیځ فتوحاتو مرکز تعیین کړ.‌ د عباسی د خلافت په دوران کښی، خراسان د اوسنی افغانستان ټولی ساحی په بر کښی نه درلود.‌ د زین الاخبار ګردیزی په قول چی د مسعود غزنوی په عهد کښی لیکل شویدی،‌ د ولایت نوم او د هغه مشران (د هارون الرشید زامن) د هارون الرشید په عهد کښی دا لاندی وو:‌۱- محمد الامین:‌عراق (ننی عراق او ایران) یمن، حجازاو د شام ځنی برخی ۲- عبداله مامون:‌ خراسان، ماورالنهر، هند، سند،‌نیمروز، کابل او زابلستان ۳- موتمن:‌ برخی شام،‌ مغرب،‌آذربایجان،‌ روم رنج او حبش.‌ همداسی چی لیدل کیږی ماورالنهر،‌نیمروز،‌ کابل او زابلستان (د قندهار څخه تر کابل) د عربو د خراسان د ولایت څخه دباندی وو.

آیا د خراسان د امیر یا شاه په نامه چا مستقلانه حکومت کړی؟‌

حقیقت دا دی چی د احمد شاه بابا څخه د مخه، نادرافشار دا ساحه یی د هوتکی شاه اشرف د تصرف څخه خلاص کړ او د هوتکی امپراتوری ته یی د پایته کیښود. نادر شاه د ایران د شاه په صفت یی حکومت وکړ نه د خراسان د شاه په صفت.‌ د هوتکیانو څخه د مخه د صفویانو شاهانو هم د ایران د شاهانو په نامه (فارس) یی حکومت وکړ نه د خراسان د شاهانه په صفت. همدا راز ‌د صفویانو څخه د مخه شابک خان ازبک او تیموریان د سمرقند او هرات څخه یی حکومت وکړ او د خپل د پراخه حکومت لپاره یی یو واحد نوم نه درلود،‌ د دوی ساحه د ماورالنهر څخه تر د سند سیند او تر فارس او عثمانی ترکیه پوره غځیدلی وو.‌ خراسان پوری د مرو،‌هرات، بادغیس او نیشاپور وو. د تیموریانو نه مخکښی دا ولایتونه د مغولی،‌ خوارزمی،‌ سلجوقی،‌ غزنوی، سامانی،‌ صفاری او طاهری سلسلو ساحه وه.‌ څرنګه چی وینو په تاریځ کښی کوم مستقل هیواد د خراسان په نامه او د خراسان کوم مستقل شاه هم موجود نه وو.‌ خراسان یو وسیع جغرافیایی ساحه ده چی د مرو (ترکمنستان)، نیشاپور (ایران) او هرات (افغانستان) ساحو څخه تشکیل شوی وو. په زړه پوری خبره دا ده چی د صفویانو په ملکی تشکیلاتو کښی هیڅ ولایت د خراسان په نامه هم موجود نه وو.‌ د صفویانو عصر پوری مربوط په هیڅ کتاب کښی هرات او قندهار ته د خراسان په نامه اشاره هم نه دی شوی.
څرنګه چی احمدشاه ابدالی د خراسان شاه وو، د کابل او قندهار شاه هم وو. د احمد شاه ابدالی په زمان کښی خراسان د هغه حکومت یو ولایت وو چی شاهرخ چی د نارد افشار لمسی وو د احمد شاه ابدالی له طرفه د خراسان د بګلربیګی په صفت مقرر شوی وو. د دی حدود د ایران د موجوده خراسان ولایات وو او هرات په دی کښی شامل نه وو.‌ هرات د درانی د حکومت بل ولایت وو چی درویش علی خان هزاره د احمد شاه ابدالی لخوا د بګلربیګی (والی) په صفت مقرر شوی وو.‌
اکثر کسان په غلطه د خراسان جغرافیایی حوزه د خراسانی تمدن د حوزی سره اشتباه نیسی.‌ د خراسانی تمدن حوزه په لویه کچه لویه ده د ماورالنهر څخه تر ډهلی، سند او عراق یی ټول تر تاثیر لاندی وو. دا خبره په اولینه مرحله کښی د دری د ژبی د پیدایش او هغی پوری تړلی ادبیاتو (خراسانی سبک) په خراسان او د هغی غځیدل لویدیځ ته جی ننی ایران دی،‌ او د دی وده فارسی ژبی په عنوان او همداراز ورسته بیآ د دی ادبیاتو غځیدل صغیر آسیا (عثمانی ترکیه) او د هند نیمه قاری ته اړه لری.

د افغانستان د نوم عمومی کیدل

دا اشتباه او مقرضانه حرکت دی چی د میرویس خان یا د احمد شاه ابدالی لخواه رسمی فرمان په پلټنه کښی اووسو چی د افغانستان نوم په رسمی ډول سره په خپل حکومت باندی ایښودلی وی.‌ دا یوه طبیعی امر دی چی دولتونه د هغه قوم په نامه نومیږی چی نفوس یی ډیر او د ساحی حاکم قوم وی.‌ دا درسته ده چی د سلاطین ابدالی حکومتونه په اول کښی د افغانستان په نامه نه وو اما دا نوم په طبیعی او تدریجی ډول سره پر هغه ساحاتو کښیخودل شو چی د دوی ده حاکمیت لاندی وواو د هغی څخه وروسته په رسمی اسنادو کښی ولیکل شو.‌ دا باید له هیره و نه باسو چی دا د سیاسی استقلال ماهیت،‌ حنفی اسلام او افغانی فرهنګ وو چی د افغانستان د دولتونو متداوم مشخصه د میرویس خان هوتک له دوران څخه تر نن ورځ پوری دی نه د هیواد نوم.‌ اکثر ملکونه د هغه قوم نوم چی نفوس یی ډیر وی (او یا دین) خپل د ملک د نوم په صفت انتخاب کړی لکه هندوستان،‌ تاجیکستان،‌ ازبکستان،‌ ترکمنستان،‌ قزاقستان، ترکیه، جرمنی، فرانسه، روسیه او داسی نور. د دی هیوادونو قومونه چی د دی هیوادونو میشت دی د دی ډول نامګذاری سره کوم مشکل نه لری.‌ لکه څنګه چی مخکی مو ولیکل دری سوه او نهه کال د مخه، د میلادی اتلسمی پیړی په پیل کښی،‌ کله چی میرویس خان هوتک خپل په قیام د صفوی سلطنت پر عوض یو مستقل بومی دولت یی پی دی ساحه کښی جوړ کړ، دا ساحه چی نن یی د افغانستان په نامه پیژنو، خاص نوم یی نه درلود او په دی کښی د خراسان،‌ ترکستان،‌ بدخشان،‌ کابلستان، افغانستان،‌ سیستان، غرجستان،‌ زابلستان او قندهار او بلوچستان ټول شامل وو.‌ په دی ساحه کښی د شپاړسو قومونو څخه اضافه میشت وو لکه پښتون، تاجیک،‌ هزاره، ازبک، پشه یی، عرب،‌ قرقیز، ترکمن، بلوڅ، قزلباش او بیات. دا ساحه د تیموریانو څخه وروسته د دوه سوه کاله څخه اضافه د لویدیځ، ختیځ او سهیل او د شمال له طرفه د هغو سلاطینو له خوا اداره کیدو چی د دی پایتختونه اصفهان،‌دهلی او بخارا وو.
د افغانستان نوم فقط د میلادی اتلسمی پیړی د منځ څخه یعنی د هغی وخته څخه چی د هیواد سیاسی وحدت په یو مستقل افغانی هویت برابر شو د پښتون د قوم د نفوس د زیاتوالی په خاطر د وخت په تیریدو و ټول هیواد پوری یی اړه پیدا کړه او په دی ډول د میلادی نولسم پیړی کښی یی شهرت لاسته راوړ.‌ په داسی حال کښی چی د افغانستان اصطلاح د دی هیواد د رسمی نوم په صفت د اول ځل لپاره په ۱۷۸۲ میلادی کال کښی د جورج فورستر د سفر نامه په کتاب کښی د درانی د حکومت د حکومت په هکله خبرو کښی په کار اخیستل شوی دی،‌ مګر د افغانستان کلمه د افغان (پښتنو) د ځای او مکان په حیث،‌ د اول ځل لپاره د هرات په تاریخنامه کښی، چی د سیف هروی تالیف شوی دی د میلادی څوارلسمی سلیزه کښی ذکر شوی دی.‌

د افغانستان د نوم مختصرکرونولوجیکی

  • په ۱۷۸۲ میلادی کال کښی د تیمور شاه د سلطنت په دوران کښي د افغانستان څخه د تیریدو په حال کښی جورج فورسټر د افغانستان د ملت او د هیواد نوم یی ذکر کړ، (جورج فورسټر، د بنګال څخه و انګلستان ته سفر د شمالی هندوستان، افغانستان، فارس او رو سیی له لاری، د لندن چاپ، ۱۷۸۹ میلادی).
  • په ۱۷۸۹ میلادی کال کښی حاجی ابراهیم د قاجاری دولت اعظم وزیر په یو رسمی مکتوب کښی د افغانستان نوم ذکر کړی (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخرو پنځه پیړیو کښی).
  • په ۱۷۸۹ میلادی کال کښی د شاه زمان اعظم وزیر وفادار خان په یو رسمی مکتوب کښی د قاجار د اعظم وزیر په جواب کښی د افغانستان د هیواد نوم ذکر کړی دی (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخرو پنځه پیړیو کښی).
  • د هندوستان مشهور شاعراو تاریخ لیکونکی میرزا اسدالله خان غالب د مغولیه په هکله کوم چی د اتلسمی پیړی په پیل کښی تقریبا ۲۵ کاله د لوی احمد شاه بابا د وفات څخه وروسته زیږیدلی وو، د خپل په یو اردو لیکل شوی لیک کښی (چی د ؛خطوط غالب؛ په نامه مشهور دی) د خان کلمه تشریح کوی او داسی لیکی چی:‌ ؛خان؛ په عمومی صورت سره د افغانستان خلکو ته خطاب کیږی.
  • په ۱۸۱۰ میلادی کال کښی الفونسټون د افغانستان د هیواد نوم یی ذکر کړو (مونتستوارت الفونستون، د کابل د سلطنت ګذارش او د دی د تابعو ساحو کوم چی په فارس، کشمیر او تاتاری کښی دی، چاپ لندن ۱۸۴۲ میلادی).
  • په ۱۸۳۷ میلادی کال کښی قاجاری شاه د هرات د محاصری د شکست څخه وروسته په سفر کښی خپل په منشور کښی د افغانستان نوم یاد کړی، (محمود محمود،په نولسمه پیړی کښی،‌‌د انګلیس د روابطو تاریخ د ایران سره) ۷.
  • په ۱۸۳۸ میلادی کال کښی د برتانوی هند وایسرای د افغان او انګلیس د اول جګړی د پیل څخه د مخه د افغانستان د هیواد او دولت څخه نوم اخیستو. (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخرو پنځه پیړیو کښی).

افغانان او پښتانه

د پښتون قوم، پختون (پښتانه او یا پختانه په مجموع کښی) چی په هندوستان کښی د پټان په نامه مشهور دی د جینیتیکی څیړنو پر اساس (د پلوس وان مجله ۲۰۱۲ میلادی کال) کم له کمه دمسی تمدن او زراعت د عصر او وخت څخه (د دولس زره کاله څخه راهیسی) د هندوکش په سهیله ساحه کښی د سند تر سینده ساحو کښی میشت دی.‌ دا خلک خپل د ساحی لپاره کوم مشخص نوم نه درلود.‌ د آوه ګان، اپګان او بالاخره د افغان لقب چی تر ډیر وخت د دی ساحی نجیب زادګانو او سوارکارانو ته استعمالیدو دوی ته د پارسیانو، ترکتبارانو او اعربو لخواه پښتونو ته چی د سهیلی هندوکش د ساحو د غور څخه تر د سند تر سینه پوری تر ټولو لوی قوم وو استعمال کیدو او دوی ته یی افغان خطاب وکړ او د دوی ملک یی افغانستان وباله. د ابن بطوطه په سفر نامه کښی د دی د کابل د سفر په جریان کښی داسی راغلی چی:‌ «بیآ کابل ته مو سفر وکړ،‌ دلته د عجمو یوه طایفه میشت دی چی افغان نومیږی… کابل د پخوا څخه د افغان پادشاهانو پلازمینه وو؛ .»‌ (ابن بطوطه عربی متن ۴۰۶ پاڼه د کابل سفر. ۱۳۲۰ میلادی). که په کابل کښی د غیر پښتون اوسیدونکو شمیر ډیر وبولو او په نظر کښی یی وساتو،‌ داسی ښکاری چی ابن بطوطه د افغان کلمه یی د کابل ټولو اوسیدونکو ته استعمال کړی دی.‌
د دوی په اساس او د کتابونو څخه په استفاده لکه د ابن بطوطه او وروسته بیا د تاریخ فرشته څخه چی د مغولانو په زمان کښی د یو ایرانی مهاجرد ابولقاسم فرشته په نامه په فارسی ژبه په هندوستان کښی چاپ شوی او همداراز بابر نامه یا توزک بابری چی د لوی اکبرر په عصر کښی چاپ شوی وو ،‌انګلیسان او نور اروپایان پښتنو ته افغان خطاب یی کړی او د دوی ساحی ته یی افغانستان ویلی دی.‌
د فارسانو لپاره‌(ایرانیان) د هندوکش د سهیل ساحی خلک افغان او ملک یی افغانستان وو.‌ د ایران په هیڅ تاریخی کتاب کښی د افغانستان و خلکو ته د پښتون او تاجک د کلمو څخه استفاده نه دی شوی دوی د افغان او افاغنه چی جمع د افغان دی استعمال شوی.‌ د دی په اساس دا یوه طبیعی پیښه ده چی د احمد شاه ابدالی د دولت د جوړیدو څخه وروسته د هیواد نوم افغانستان او ملت یی افغان په ساحه کښی رواج شو تر دی پوری چی د احمد شاه درانی د مړینی څخه ولس کاله وروسته حاجی ابراهیم د قاجاری دولت اعظم وزیر په ۱۷۸۹ میلادی کال کښی په یو رسمی مکتوب کښی چی د زمان شاه اعظم وزیر ته لیکل شوی وو د افغانستان د هیواد نوم ذکر کړی دی (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخرو پنځه پیړیو کښی). تر کوم ځایه چی ماته معلومات شته دا د افغانستان د نوم څخه په رسمی توګه د یو خارجی دولت لخوا اولین د استعمال نمونه ده. د دی رسمی مکتوب په ځواب کښی په همهغه کال کښی د زمان شاه د وخت اعظم وزیر هم په رسمی مکتوب کښی د افغانستان د هیواد نوم ذکر کړ (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخرو پنځه پیړیو کښی) چی لومړنۍ رسمی ثبت شوی د افغانستان د نوم استعمال د افغانستان د دولت لخواه شمیرل کیږی.
حامد نوید داسی لیکی چی:‌ «مستقیم تاریخی منابعو ته په مراجعی سره،‌ د افغان کلمه د اسوه کان Asvakan د اصطلاح څخه ریشه اخیستی دی او د سوار کار په معنی د سانسکریت په ژبه کی دی، اوه ګانا په پرکریت ژبه کښی، آوه ان د اوستایی په پخوانی ژبه کښی او ابګان د ساسانی پهلوی په ژبه کښی دی اسلامی په دورو کښی د افغان په شان تلفظ او ولیکل شو په دواړو ژبو یعنی پښتو او دری معمول وګرځید… د افغان؛ اصطلاح د معروفو مورخینو او ژب پوهانو لکه جان مارټن Martin John، فرانسوی ایری کلیوس Reclus-E ،‌نارویجی کریسټن لیسن Christian Lassen ، برتانوی مک کرندل McCrindle او الکساندر کنینګهم Cunningham Alexanderد مطالعاتو په اساس داسی لقب وو چی د ډیر وخت څخه سوارکارانو ته ورکول کیدو، دا نظر یو معروف محقق د هند آګره والا د سانکریت په ژبه هم تایید کړی دی او د دی په آند د افغان کلمه د کوم خاص قوم یا ټبر پوری اړه نه لری.‌ په دی لحاظ د پښتو د قومونو لکه ځدران، منګل، غلزی، درانی، هوتک، اندر، کاکړ، احمدزی، سربنی، پوپل، سوری، ګډون، لودی، احمدزی، ستانکزی، محمدزی، یوسفزی، بنوچی، خروطی، سواتی، سهاک، شینوار، ابدالی، توخی، بارکزی او نور پښتون اقوام لکه اروکزی، بامی زی، هوت خیل او تره خیل کوم قبیله یا قوم د افغان زی یا د افغان خیل په نامه وجود نه لری». (حامد نوید،‌آریانا افغانستان آنلاین، د افغان د کلمی د جرړی پیداکول ۲۰۱۸/۱۲/۲۷ میلادی).
په دی ورستیو کښی ځنی بلخصوص هغه هزاره ګان چی د ایران څخه بیرته راغلی د افغانستانی نادرسته ترکیبی اصطلاح څخه د افغان په ځای استفاده کوی. په دی اړوند سیف فاضل به اجتماعی رسنی کښی یو مقاله لیکلی دی چی د هغی څخه استفاده دلته مفید ګڼل کیږی. دی داسی لیکی:‌ «د (نسبی ی) څخه استفاده او ارتباط ورکول یی د افغان د کلمی سره د ژبی د دستور او تابع معنی لری لکه افغانی هغی شی یا څیز چی افغان سره ارتباط ولری. مګر د خلکو نسبت ورکول د افغان کلمی ته، غلط دی ځکه چی د افغان کلمه لا د مخه خاص نوم او فاعلی صفت لری. د نسبی ی د پیوند څخه د افغانستان سره د افغانستانی لغت لاسته راځی او هغه هم د یو څیزپه معنا دی چی افغانستان سره نسبت لری. (افغان + استان) د افغان د ساحی په معنی دی او د دریم ګړی نسبت ورکول د افغانانو هیواد ته د مهاجر معنا ځان ته اخلی.‌ په ساده ډول: افغانستانی هغه څوک دی چی له بهر څخه د افغانانو داخلی د ساحی سره نسبت یا ارتباط ولری دا په دی معنی چی، دا ساحه اصلا د افغان دی اما زه افغانستانی یم څکه افغان نه یم، نو د چاره د نه لرول په اساس دی خلکو سره او د دوی د هیواد سره په ارتباط ساتلو او نسبت منلو اعتراف او اکتفا کوم.»
دی خپل لیکلو ته ادامه ورکوی چی: ؛د هیوت په اړوند …:‌د مثال په توګه:‌۱- شخصی یا انفرادی هویت:‌حمید ۲- کورنی یا فامیلی هویت:‌عیار، ۳- منطقوی هویت:‌لکه ښارونه، ۴- ښاری هویت:‌ لکه کابلی، ۵- سمتی هویت: لکه شمالی –۶- قومی هویت: تاجک، ۷- ملی هویت:‌افغان (جغرافیه د هغه محور دی،‌چی د مختلفو قومونو او مذهبونو څخه جوړ شوی چی په یوه شریکه جغرافیایی ساحه کښی سره ژوند کوی) ۱۰- نژادی هویت:‌؛سپین رنګ د پوټکی؛، ۱۱- طبیعی هویت: انسان.؛
په دی هکله ښاغلی جلال بایانیپه Larawbar.com 20115-08-25 کښی داسی لیکی «د افغان نوم ډیر پخوانی او د څو زرو کالو راهیسی پخوانی نوم دی چی د نړی په معتبرو تاریخی منابعو کښی لکه الکامل ابن اثیر،‌ بیهقی تاریخ، یمنی تاریخ او په حدود العالم او د بطلیموس په لیکنو کښی ذکر شوی په خاص ډول بیآ د ابن بطوطه په سفر نامه کښی په کراتو ذکر شوی، دا په دی حال کښی دی چی په همدی منابعو کښی د ایران په نامه د هیڅ هیواد ذکر نه دی شوی.»

درست او نادرست برداشتونه

ځنی دا وایی چی د دی ساحی تاریخی نوم خراسان دی او دا نوم باید په افغانستان بدل نه شی. دا مکملا رښتین ادعا نده. لکه څنګه چی پورته لیکنو کښی مو ولیدل د صفوی دولت د حاکمیت لاندی ختیځ جغرافیایی منطقی چی د هغی وخت په نقشو کښی ښکاره شوی خراسان (مرو، نیشاپور، مشهد، هرات، غور او بادغیس)، رابلستان (د غور او قندهار تر منځ ساحی)، سیستان (د نیمروز څخه تر قندهار)، قندهار او بلخ پکښی شامل دی. د صفویانو په ملکی تقسیماتی نظام کښی د خراسان په نامه هیځ یوه اداره موجوده نه وه. د صفویانو حاکمیت تر هرات او قندهار رسیدو چی د بیګلربیګیانو په نامه (ولسوالی) قندهار او هرات د صفوی حاکمانو لخوا اداره کیدو. دا هم باید یاد کړو چی د صفوی دولت حکومت د اهمیت له نظره په څلورولایتونو (خان نشینونه، سلطان نشینونه) او دیارلس بیګلر بیګیان او د پلازمینی سره نږدی څو وړی منطقی تقسیم شوی وی او هر یو یی د قزلباش حاکمانو لخوا اداره کیدو. خان نشینان او د هغی څخه وروسته سلطان نشینان نیمه مستقل وو لکه لرستان، عربستان (ننی خوزستان)، ګرجستان او اردلان.‌ قندهار، هرات، مرو او مشهد هر یو په انفرادی ډول د بیګلربیګیانو د جملی څخه وو.‌
په همدی اساس کله چی مونت ستوارت الفنستون خپل د لوی تحقیقی هیاتونو سره په ۱۸۰۹ میلادی کال کښی افغانستان ته سفر وکړ او د دوه کالو څخه اضافه په دی هیواد کښی یی د معلوماتو په جمع کولو کار وکړ خپل په کتاب کښی (د کابل د سلطنت او د دی مربوطات په فارس، تارتاری او هندوستان کښی ګذارش، لندن ۱۳۳۸ میلادی) داسی لیکی چی د دی هیواد خلک خپل د هیواد لپاره خاص نوم نه لری، بعضی هغی ته خراسان، څوک ورته افغانستان او ځنی ورته پختونخوا وایی.‌ دی داسی لیکی چی خراسان درست نه دی څکه د هیواد ټولی ساحی په بر کښی نه نیسی. الفونستون د جورج فورستر په تایید چی ۲۷ کال د دی څخه د مخه دی هیواد ته یی سفر کړی وو د افغانستان د نوم څخه کار اخلی.
مجیب الرحمان رحیمی د یوی تلویزینی مصاحبی په ترڅ داسی وایی چی «الفونستون داسی ولید چی افغانان خپل د هیواد لپاره خاص نوم نه لری او څنی هغی ته خراسان ویل، دا خلک د کابل د سهیل څخه تر د سند سیند پوری میشته دی او زه دی هیواد ته د افغانستان نوم ورکوم» (د کابل تلویزیونی مصاحبه). دا د الفونستون څخه یو غلط نقل قول دی. الفونستون خپل په کتاب کښی لیکی چی «افغانان خپل د هیواد لپاره مشخص نوم نلری، ځنی ورته خراسان او ځنی ورته افغانستان او بیا ځنی ورته پختون خوا وایی. خراسان درست نه دی څکه ډیره لږه برخه یی په دی خاوره کښی شامله ده. او پختونخوا هم ما خپله شخصا نه د اوریدلی.» الفونستون هیڅ د کوم نوم پیشنهاد نه دی کړی او خپل په ټول کتاب کښی هغه ساحاتو ته چی د کابل د شاه د حاکمیت لاندی وو ټولو ته یی د جورج فورستر له بیانه سره سم چی ۷۶ کاله د دی څخه د مخه دی ساحو ته د ۱۷۸۳ – ۱۷۸۲ میلادی کالونو تر منځ یی سفر کړی وو «افغانستان» یی بللی. الفونستون خپل د کتاب په هر فصل کښی د افغانستان د نوم څخه استفاده کړی دی.
جورج فورستر انګریز دی او د ۱۷۸۲-۱۷۸۳ میلادی کالونو منځ کښی یعنی د الفونستون څخه سم ۲۶ کاله د مخه د تیمور شاه د پادشاهی په دوران کښی د کشمیر له لاری – کابل-قندهار-هرات، مشهد او روسیه او لندن ته سفر کړی وو.‌ د کتاب نوم یی «د بنګال څخه انګلستان ته د شمالی هند، کشمیر، افغانستان، فارس او روسیی له لاری سفر» دی.
نه یواځی د افغانستان نوم د جورج فورسټر د سفرنامی په کتاب کښی مشخص شوی، بلکه د کتاب په داخل کښی په کراتو افغانستان لیکل شویدی. جورج فورستر داسی لیکی: «افغانان د هغی هیواد طبیعی اوسیدونکی دی چی د تارتاری د غرونو څخه د کامبای تر خلیچ (په هند کښی ګجرات ته نږدی)، او د سند رود او فارس پوری امتداد لری.» (جورج فورسټر، ۷۴ صفحه دوهم جلد). توجه وکړی چی فورسټر دلته د دی ساحی ټولو قومونو ته د «افغانان» خطاب کوی. په یو بل ځای کښی فورسټر داسی لیکی:‌«نادرافشار د افغانانو د مشرتابه د شکست څخه وروسته د فارس د صفوی شاه طهماسب خلع کوی او لویه قواوو سره افغانستان ته ورداخلیږی» (جورج فورسټر، ۹۲ صفحه دوهم جلد). دا مستقیم نقل قول د دی په خاطر مهم دی چی فورسټر د خراسان هغه برخه چی په افغانستان کی واقع شوی دی د «افغانستان» د قلمرو برخه شمیرله.»
محمود محمود چی یو ایرانی مورخ دی د ایران او انګریز سیاسی روابطو په کتاب کښی د ایران د قاجاری شاه هغه اعلامیه نشر کړی چی د قاجاری شاه دهرات نه د راتګ او د محاصری د شکست نه وروسته خپور شوی وو او په هغی کښی یی په وضاحت د افغانستان د هیواد نوم ذکر کړی (د محمود محمود د ایران او انګریز سیاسی روابطو کتاب ته ځیر شی). اوس کولی شو چی دا ادعا وکړو چی انګریزانو د ایران شاه ته داسی ویلی وو چی د افغانانو حکومت ته «افغانستان» ووایه؟
د بابر نامه توزک په کتاب کښی د ظهیر الدین محمد بابر لیکنه د مغولی هند اولین پاچا، هغه ساحه چی پښتانه پکښی میشت دی افغانستان نومولی او حدود یی د کابل د سهیل څخه د سند تر سیند پوری یاد کړی دی. دا کتاب په ۱۵۳۰ میلادی کال کښی لیکل شویدی او تر دی وخته انګریزان په هند باندی حاکم شوی نوو.‌
کله چی بابر په کابل باندی حکومت کولو د هغی حکومت د هرات څخه تر د سند، او د آمو د سیند څخه تر بلوچستانه پوری وه.‌ آیا بابر دی سیمی ته څه نوم ورکړی وو؟‌ د دی په اساس د میرویس خان هوتک او د هغه څخه وروسته د احمد شاه ابدالی څخه تمه لرل چی دوی ولی د خپل هیواد د پاره یو رسمی نوم ندی انتخاب کړی یوه اشتباه تمه ده او نو هیڅ هم نه دی. دولت د اروپایی اساساتو په مفهوم چی په هغی کښی حکومت، جغرافیایی محدوده او د معین نوم او معین ملت لرونکی وی، دا په ختیڅ ساحو کښی نه وو اوریدل شوی.
د احمدشاه ابدالی حکومت د نیشاپور څخه په لویدیځ کښی تر پنجابه په ختیځ کښی او د آمو د سیند څخه تر د عمان بحیری پوری وسعت درلود. په دی حکومت کښی د خراسان سهیل ختیځ ساحی شاملی وی.‌ شمالی برخه یی د ازبکانو د حکومت برخه وه او لویدځ برخه یی افشاری ایران پوری تړلی وو او وروسته قاجاری ایران وو. د افغانستان شمال چی د فاریاب څخه تر بدخشان یی امتداد درلود د ترکستان افغانی په نامه معروف وو چی د افغانستان د دولت د استحکامه څخه وروسته کالونو کښی د افغانی ترکستان په نامه د نړی په نقشو کښی موجود دی.‌
کابلستان بابر په خپل خاطراتو کښی د پنجشیر څخه تر لغمان، ننګرهار، پیښور او سوات یادوی. بابری افغانستان هم مخکی مو وویل چی د هندوکش د سهیل څخه د سند تر سینده پوری ټولی غرنی منطقی د اوسنی افغانستان ختیځی ساحی او د اوسنی پاکستان قبایلی منطقی وی.‌ همداراز کشمیریان،‌ پنجابیان او سندیان د احمدشاه ابدالی په حکومت کښی میشته وو.
د «ایران او انګلیس د ارتباط تاریخ» په کتاب کښی محمود محمود لیکی چی د برتانوی هند لپاره تر ټولو لوی خطر د ډهلی د نیولو څخه وروسته، افغانستان وو. دا څکه چی د هندوستان مهاراجاوو د افغانستان د پاچاهانو څخه په کراتو د انګریزانو په تیښتولو کښی د کمک غوښتنی کړی وی. د هندوستان مهاراجاوی دی ته حاضر وو چی د افغان اردو ټول مصرف د انګریزانو په مقابل کښی ورړکړی. د هندیانو د دی دعوت په اساس افغان زمانشاه پر هند باندی لښکر وویست او د ډهلی تر دروازو یی پر مختګ وکړ، مګر انګریزانو د یو نماینده په لیږلو سره د قاجاری شاه و دربار ته هغه یی په دی مجبور کړچی د لویدځ له طرفه پر افغانستان حمله وکړی او زمانشاه قندهار ته په راستنیدو مجبور شو.
دا چی افغانستانوروسته د نولسمی پیړی څخه د تزاری روسیی لخوا د بخارا د اشغال څخه وروسته او د برتانوی هند د پیشروفت څخه وروسته تر د سند سیند پوری او د اوسنی افغانستان سرحداتو پوری د ډیورنډ د معاهدی څخه وروسته، په عملی توګه د جغرافیی له لحاظه د یو سپر یا پناه په صفت د هغی وخت د انګلیس امپراتوری او د روسی تزاری منځ کښی شوی وو او دا یوه بیله موضوع ده.‌ په دی وخت کښی چی په کراره کراره د افغانستان دولت ضعیفه شوی وو او جغرافیایی حدود یی لا نور هم وړکی شوی وو،‌ پنجده آخرینه ساحه وه چی د افغانستان څخه بیل کړی شو او د تزاری روسیی لخوا دا اشغال په کال کښی ۱۸۸۵ میلادی کښی تر سره شو.‌
مهمه موضوع دا دی چی د افغانستان مقتدر دولت، په هر نام او نشان چی یادیدو، د ؛لوی لوبی؛ د پیل څخه د مخه The Great Gameچی د انګریزانو او تزاری روسیی تر منځ موجود وو او د انګلیسانو دا د برتانوی هند لپاره لوی خطر ګڼلو.‌افغانستان د دی لویی لوبی په جریان کښی او تر اوسه پوری د یو سپر یا خنثی ساحی په حیث تر اوسه هم پاتی شویدی.
ښاغلی حمید مبارز د ژورنالستانو د اتحادیی ریس د احمد شاه بابا د والیانو لست یی په یو تلویزیونی مصاحبه کښی داسی وویل:‌؛هرات، درویش علی خان هزاره، نیشاپور عباسقلی خان بیات، قلات اشرف خان غلزایی،‌شکارپور دوست محمد خان کاکړ، مشهد شاه رخ افشار (د نادر افشار لمسی)، کشمیر خواجه عبدالله، پتیاله امیر سنګ، بلوچستان نصیر خا بلاض، پنجاب زن خان مهمند،‌سند نور محمد خان سندی، دیره اسمعیل خان موسی خان،‌ملتان شجاع خان ابدالی او په مرکز دار الانشا کښی قزلباش میرزا هادی خان وو.‌په دی شکل د هیواد مختلف قومونه یی د هیواد په اداره کښی د احمد شاه ابدالی په دوران کښی وینو؛.
خلاصه دا چی افغانستان وروسته د نولسمی پیړی څخه د روسی تزاری لخوا د بخارا د اشغال څخه وروسته او د برتانوی هند د پیشروفت څخه وروسته تر د سند سیند پوری او د اوسنی افغانستان سرحداتو پوری د ډیورنډ د معاهدی څخه وروسته، په عملی توګه د جغرافیی له لحاظه د یو سپر یا پناه یا خنثی ساحی په صفت د هغی وخت د انګلیس امپراتوری او د روسی تزاری منځ کښی شوی وو او دا یوه بیله موضوع ده.‌په دی وخت کښی چی په کراره کراره د افغانستان دولت ضعیفه شوی وو او جغرافیایی حدود یی لا نور هم وړکی شوی وو،‌پنجده آخرینه ساحه وه چی د افغانستان څخه بیل کړی شو او د تزاری روسیی لخوا دا کار د اشغال په کال کښی ۱۸۸۵ میلادی کښی تر سره شو.‌
مهمه موضوع دا دی چی د افغانستان مقتدر دولت، په هر نام او نشان چی یادیدو، د ؛لوی لوبی؛ د پیل څخه د مخه The Great Gameچی د انګریزانو او تزاری روسیی تر منځ موجود وو او د انګلیسانو دا د برتانوی هند لپاره لوی خطر ګڼلو.‌افغانستان د دی لویی لوبی په جریان کښی او تر اوسه پوری د یو سپر یا خنثی ساحی په حیث تر اوسه هم پاتی شویدی،‌نن مونږ یو خنثی او سپر شانتی هیواد یو چی د نړی په کچه د افراطی مذهبو ډلو تر منځ چی په پاکستان کښی له یوی خوا او بلی خواته په منځنی آسیا کښی یو.
الفونستون خپل په کتاب کښی داسی لیکی چی: ؛افغانان خپل د هیواد لپاره خاص نوم نه لری او څنی هغی ته خراسان ویل، ځنو ورته افغانستان او نورو ورته پختونخوا ویل. خراسان درست نه دی، دا د دی په خاطر چی لږه ساحه یی په دی حکومت پوری تړلی دی.‌ او پختونخوا هم ما شخصا نه دی اوریدلی؛. الفونستون خپل په ټول کتاب کښی هغه ساحاتو ته چی د کابل د شاه د حاکمیت لاندی وو ټولو ته یی د جورج فورستر له بیانه سره سم چی ۲۶ کاله د دی څخه د مخه دی ساحو ته د ۱۷۸۳ – ۱۷۸۲ میلادو کالونو تر منځ یی سفر کړی وو ؛افغانستان؛ یی بللی. (د کابل د پاچایی راپور، الفونسټون…‌د لندن چاپ ۱۹۴۲ میلادی کال). دا د یادونی وړ دی چی د ؛افغانستان؛ د نوم څخه استفاده کول د هغی ساحی د پیژندنی په خاطر چی سفر پکښی کوی او ؛افغانان؛ د ؛ملت؛ په عنوان د هغی ساحی وی،‌جورج فورستر هیځ شک او شبه نه درلود او دا ښایی چی د اوږد سفر په لارو کښی چی د اوښ په شاه په یوه قافله کښی د کشمیر څخه تر مشهد (دا لیکی چی مشهد د افغانانو په محاصره کښی وو) چی د جلال آباد، کابل،‌قندهار او هرات څخه تیریدو د افغانستان د نوم استعمال په ۱۷۸۳-۱۷۸۲ میلادی کلونو کښی ډیر مروج او عام وو.
د ایران پاچا مخمد شاه قاجاری پر هرات د حملی څخه وروسته کله چی په دی و نه توانیدو چی د هرات د خلکو مقامت د ۱۸۸۳ د نوامبر ۲۰ څخه تر د سپتمبر ۸ ۱۸۸۳ میلادی پوری مات کړی او بیرته مشهد ته په راتللو مجبور شو یو فرمان یی په خپل قلم د ایران مشرانو ته د جمادی الاول په میاشت کښی په ۱۲۵۴ قمری کال کښی ولیکل (د ۱۸۸۳ میلادی کار د نوامبر میاشت) او په دی جمله کښی داسی لیکی ؛… د دی سره چی دری انګریز ایچیانو په دری عهدناموو کښی لیکلی وو چی د انګلستان دولت د افغانستانن امر سره هیځ نسبت نه لری…؛.
(محمود محمود،په نولسمه پیړی کښی،‌‌د انګلیس د روابطو تاریخ د ایران سره، اول جلد، ۳۷۳ مخ، تهران ۱۳۵۳). په دی فرمان کښی د ایران شاه دوه مسلی تاییدوی:‌اول داچی مخکی له دی څخه چی د افغانستان نوم د برتانوی هند د دولت په کوم رسمی سند کښی خپور شی، د ایران د پادشاه لپاره د افغانستان هیواد موجود وو او شخصا د افغانستان نوم یی په خپل قلم په خپل فرمان کښی استعمالوی، دوهم دا چی دا تایید کوی چی هرات د افغانستان د هیواد په حکومت کښی دی. دا باید ذکر شی چی تر دی دمه د الفونستون د موتستوارت کتاب د کابل د سلطنت د راپور په هکله لا چاپ شوی نه وو.
د دی په اساس لکه څنګه چی وینو دا یو کاملان امر دی چی د ابدالی د امپراطوری څخه یو سو او شل کاله ورسته، د خراسان، سیستان، کابلستان،‌ترکستان، غرجستان او داسی نورو به سیمو کښی چی اکثرو ته یی د اوسیدونکو په حواله افغانان ویل کیدو په تدریجی ډول او کراره سره د افغانانو د هیواد د نوم استفاده مروج او عام شو او د دی په رسمی نوم بدل شو دا په داسی حال کښی دی چی د وخت هیځ زمامدار یا مشر تر دی وخته خپل حکومت یا ساحی باندی دا نوم نه وو ایښودلی.
د حیرانی خبر دا ده چی نن خراسان غوښتونکی دوه مهمی ټکی چی هغه دفاع د اصیل دری ژبی دی چی د خراسان،‌بلخ او بدخشان څخه زیږدلی ژبه ده او په سل هاوو کاله دلته روزل شوی او بیا وروسته د هغی څخه ایران ته یی لار موملی دی او ایرانی فارس یی بیا ووروسته زیږولی دی،‌دا ټول دا خراسان طلبو د افغانستان د پښتون د قوم دری ژبو ته یواځی پریښی دی. خراسان غوښتونکی په ډیره ناځوانی سره د ایرانیانو د حملی سره د تهرانی کلماتو او لغاتو څخه چی د ایران په فرهنګستان کښی دا توری زیږیدلی دی حخه د دری د ژبی په ضد او د بدخشان،‌بلخ،‌کابل او د هرات د خلکو په ضد د دی منهوسو او نه منل شوی تورو او څخه د یو مقدار پیسو په پلوی استفاده کوی. لطیف پدرام د بدخشان د خلکو وکیل په ولسی جرګه کښی چیغی وهی چی زما هیواد خراسان او زما ژبه فارسی دی،‌دا په داسی حال کښی چی بدخشان د اصیل دری د ژبی زیږنځای دی چی د هغی په بدخشان کښی تر څو سوه کاله وروسته هم چا په ایران کښی په فارسی خبری نه کوو. دا به د یو ننګین خیانت په نامه په تاریخ کښی ثبت کیږی.‌

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply