ځوانان د جنګسالارانو په ضد ټاکنیزه جبهه کې

0 488

د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې په رښتیني ډول د لوستو او نالوستو، د جنګسالارانو او جنګسالارضد کړیو، د ځوانانو او مشرانو، د بې‌وزلو بې‌واسطو او د سیاسي ټېکه‌دارانو تر منځ دي. پر ټولنیزو رسنیو روان کمپاین ته په کتو سره داسې ښکاري چې د ولس له منځه راپورته شوې کړۍ او یو شمېر تحصیل‌یافته ځوانان د داسې زورورو کسانو پر وړاندې د ټاکنو سیالیو ته ولاړ دي چې ډېرو ته اوس اوس یوه معجزه ښکاري.

په بله وینا، دا ځل په ټاکنو کې عجیب خلک د عجیبو خلکو پر وړاندې ولاړ دي. یو خوا ناروا شتمن او د پروني توپک په شپېلۍ پړسېدلي او د هغوی اولادونه، بل خوا د افغانستان د نوي نسل سرخلاصي ناداره ځوانان دي چې له لسیزو وروسته یې خپل قلم د توپک پر وړاندې راپورته کړی او غواړي چې دغه واکمنه فاسده کړۍ په ژوندوني ووژني. له واکه د دوی بې‌واکه کېدل دوی ته ځوروونکی مرګ بلل کېږي، خو که افغانان یې په عملي کېدو وتوانېږي. هغه چې په دې وروستیو کې له واکه یو څه څنډې ته شوي خوب نه لري، ارام نه لري، قسم دی شپه نه لري، ماښام نه لري.

د جنګسالارانو لومړي نسل ته خپل راتلونکی خورا تیاره برېښي او یوه نیمه لسیزه له مخه یې د خپل دویم نسل د روزنې، شمتن کولو او نفوذ غورځولو هڅې پیل او له هېواده بهر یې د خپلو اولادونو په روزنه پانګونه وکړه. تمه یې دا وه چې د نن ورځ دبدبه به یې پر نوي نسل ساتلې او د دوی په څېر به ځپل شوی ولس د دوی اولادونو ته هم لاس په نامه ولاړ وي. خو د تېرو ۱۵ کلونو خواریو له کبله د دې ځورېدلي ولس سیاسي شعور وده وکړه او داسې نسل پکې را وټوکېده چې غواړي یرغمل شوې ډیموکراسي له یرغمل کونکي وژغوري او د هغو جنګسالارانو تاریخ ته د پای ټکی کېږدي چې پوره ۴۰ کاله یې پر مظلومو افغانانو د توپک او پیسو په زور واک وچلاوه.
که له یوې خوا له څلورو لسیزو وروسته په افغانستان کې د زورواکانو او جنګسالارانو واک او راتلونکې دبدبه ننګول کېږي، له بلې خوا ځوان نسل هم په داسې ټولنه کې معجزې ته ملا تړلې چې په زر او زور د قلم واکمني پکې تر اوسه ناشونې ښکاري. د ولسي جرګې لپاره د نوم لیکونکو تر نیمايي ډېر د وروستۍ یوې نیمې لسیزې محصول ځوانان دي چې د پلرونو تر څنګ یې نېغ په نېغه له زورواکيو هراړخیزه صدمه لیدلې. دغه قشر اوس په ټولو ولایتونو کې په لویه کچه را پاڅېدلی او غواړي د سیاست نوي توري په خپل قلم ولیکي.

د دوی لویه ننګونه په نالوستې ټولنه کې د جنګسالارانو تر سیوري لاندې را ټوکېدلي ولس ته قناعت ورکول، هغوی پر خپلو ګټو پوهول، له پیسو پرته عام ولس په داسې لوري روانول چې یوازې همدې ځوانانو ته یې راتلونکی روښانه ښکارېږي او پاتې خلک پرې د باور له اړخه شمکن دي. له زر او زور سره له مقابلې ور ها خوا په خپلو کې د یووالي نشتوالی بله ستونزه ده چې د لوستي کاندید قشر رایې وېشلې او پاشلې ښکاري او له کبله یې یو ځل بیا هماغو زورواکانو ته د بري موقع په لاس ورځي چې له لسیزو راهیسې یې د دې خوار ملت ټوله شتمني نه مړېدونکې زهرجنې خېټې ته واچوله.
پر ټولنیزو رسنیو روانو بحثونو ته په کتو سره د زورواکانو په مقابل کې د راپورته شویو ځوانانو دریځ او تله درنه ښکاري، خو د نړۍ پر مخ په فساد د څلورم ډېر ککړ هېواد په ټاکنو کې د هرڅه امکان لېرې نه دی.

سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون د فساد د مخنیوي په موخه یو لړ ګامونه پورته کړي، خو له هرې خوا د جعلي تذکرو د بنډلونو رسوايي د خطرناک راتلونکي زيګنالونه ورکوي چې کېدای شي افغانان ۵ کاله نور هم د ورته مافیا نادودې په سړه سینه وزغمي.
اوس نو توپ د ولس په میدان کې دی چې خپل راتلونکی په چا ټاکي. په تېره یوه نیمه لسیزه کې ولس خپله فرعونیانو ته رایه ورکړه او د موسی علیه السلام د معجزې تمه یې درلوده. که دا ځل هم عام ولس زورواکانو ته رایه ورکړه، د حضرت عمر د عدالت او د حضرت عثمان د سخاوت تمه دې نه کوي.

که د افغانستان ځوان نسل غواړي چې سیاسي واک تر لاسه او افغانستان د نورو ملتونو په څېر له دغو ډېرو ناشولتو خلاص کړي، له نوملیکنې ور ها خوا ښه ټاکنیز کمپاین او د ولس بشپړ پوهاوي ته باید تر ټولو ډېر پام وکړي. ورسره په خوا کې د رایې ورکولو په ورځ د پراخې څارنې مسوولیت ته اوږه ورکول او له کمېسیون سره پراخه همکاري کولای شي د زورواکانو سیاسي کمپله هم د دې بې‌چاره ولس له اوږو ورټوله کړي. په ټکنالوژیکه نړۍ کې هوښیارو ملتونو ډېر ژر او ډېر اسانه خپل برخلیک ته بدلون ورکړ. تمه کېږي چې د افغانستان نوی نسل هم له نورو سره د سیالۍ او د خپلو بچو د راتلونکي په موخه له پخوانیو ازموییل شویو جنګسالارانو سره د تل په مخه خدای پاماني وکړي او له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په ګډون د دوی ناروا پانګې د خوندي کېدو قضايي مصوونیت ترې واخلي او په خپله رایه داسې زورور سوکان د زورواکانو خولې ته ورکړي چې ۳۲ واړه غاښونه یې توی شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply