جنګ پردی دی سوله زموږ ده /عبدالباري جهاني

0 616

خاوره د غیرت ده زلزلې لري توپان لري  =  غرونو کي بازان لري

دا بده خبره نه ده او دا سندره زموږ د غیرت او مېړاني بیان دی. مګر دا باید موږ ته معلومه وي چي د نولسمي پېړۍ راهیسي، پر پښتنو باندي تقریبا ټول جنګونه تحمیل سوي او د سولي واک ورڅخه اخیستل سوی دی. د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونو کي، انګرېزي استعمار او اېران، د شاه زمان د پرزولو لپاره ګډي دسیسې پیل کړې او د افغانستان د بې ثباته کولو او په وچ زور د جنګ میدان ته د راکښلو لپاره یې مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو ته ملا وتړله. انګرېزانو په نولسمه پېړۍ کي پر افغانستان باندي دوه ځله ناروا تېری وکړ او په زرګونو او لس ګونو زرو بېګناه انسانان یې ووژل. افغانانو د خپلي خاوري او ناموس څخه د بازانو او زمریو په څېر دفاع وکړه؛ خو دا جنګونه ورباندي تحمیل سوي ول. دغه راز یې پر هرات باندي د اېران د دریو یرغلونو په مقابل کي، د اېران له خوا د تحمیل سویو جنګونو په مقابل کي هغسي مقاومت وکړ چي پر وطن او ناموس باندي د یوه مین ملت سره ښايي. په شلمه پېړۍ کي د شوروي سرو لښکرو، د ټولي متمدني نړۍ په مخ کي، افغانستان اشغال کړ. افغانانو بیا هم د خاوري او ناموس څخه تر دوولس کاله مقاومت وروسته، چي د میلیونونو افغانانو د شهادت په بیه ورته تمام سو، شورویان، په تور مخ او ټیټو سترګو، له خپلي پاکي خاوري څخه وشړل.

په دې کي هیڅ شک نسته چي که د افغانانو د مقاومت له قواوو سره بهرنی مرستي ملګري نه وای، شورویان به دومره ژر مات سوي نه وای او ښايي جنګ لس او یا زیات کلونه نور هم دوام کړی وای؛ مګر په دې کي هم شک نسته چي شورویان به حتما وتلو ته مجبوره کېدلای. شورویان وتلو ته مجبور سول؛ او افغانانو له خپلو ګاونډیو سره بیرته په سوله کي ژوند پیل کړ. نړۍ والو او زموږ دوستو هیوادونو او حتی اسلامي هیوادونو ته د نړۍ د دونه لوی استعماري طاقت پر ګونډو کول ناشونی کار ښکارېدی. د افغانانو ارادې هغه ناشونی کار شونی کړ؛ او نړۍ ته یې وښودل:

ولسونه چي سند وبله وکا  =  بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

د یوویشتمي پېړۍ په سر کي، متحده ایالاتو د لوېدیځي نړۍ د تقریبا ټولو هیوادونو په مرسته، ګډون او ملاتړ، د خپلو دوو اسمان څکو ودانیو د تباه کېدلو د غچ اخیستلو په منظور، د افغانستان په څېر یوه مظلوم، بېدفاع او کمزوري هیواد باندي، خپل ټول فرعوني طاقت ور رهي کړ. په داسي حال کي چي نه پر ودانیو او نه د امریکا پر نورو اهدافو باندي د الوتکو په حملو کي یو تن افغان موجود  وو او د هغو حملو، ظاهراً ، مسول سړی هم بالاخره په پاکستان کي پیدا سو. امریکایانو، د څه باندي اووه لسو کالو راهیسي، چي لا معلومه نه ده څومره نور به دوام کوي، پر افغانانو باندي جنګ تحمیل کړی دی؛ او حتی په توره بوړه او شاهي کوټ کي یې د ذروي وسلو له استعمال څخه هم مخ نه دی اړولی. په دې کي هیڅ شک نسته چي دا جنګ به افغانان ګټي او بیا به یې هم په سوله پای ته رسوي.

د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني، د روان کال د جون د میاشتي پر اوومه نېټه، اعلان وکړ چي د روژې د مبارکي میاشتي له اووه ویشتمي څخه به د اختر تر پنځمي پوري له طالبانو سره اوربند اعلانوي. طالبانو هم ، د افغانانو په حیث دې اوربند ته لبیک ووایه او حتی د مُلاعبدالمنان نیازي ډلي خو وویل چي اوربند باید تر نامعلومي مودې پوري دوام وکړي. داسي ښکاري چي په دې موقتي اوربند پسي به، چي هیله کېږي موقتي به نه وي، نور اربندونه وسي او موږ آرزو لرو چي ګوندي دا به په هیواد کي د یوې دوامداري سولي پیلامه وي.

دا جنګ پر افغانانو باندي لوېدیځو هیوادونو، په تېره بیا امریکا، ګاونډیو هیوادونو، په تېره بیا پاکستان او اېران او نورو هغو هیوادونو او قوتونو چي ګټي یې د جنګ په دوام کي دي تحمیل کړی دی. اوربند د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني اعلان کړی او طالبانو هغه ته لبیک ویلی دی. د سولي پیلامه افغانانو وکړه او دوام به یې دوی کوي. جنګ پردی دی خو د سولي ابتکار او افتخار په افغانانو اړه لري. په جنګ کي د افغانانو ویني تويي سوي او کورونه تباه سوي دي او په سوله کي د بېګناه افغانانو د وینو د تویېدلو او کورونو د تباه کېدلو مخه نیوله کېږي.د جنګ تاوان او د سولي ګټه دواړه په افغانانو اړه لري.راسۍ چي د سولي لپاره، په سروغرمو کي، د هیلمندي ځوانانو مارش، د اشرف غني له خوا د موقتي اوربند اعلان او د طالبانو له خوا هغه ته لبیک پر نېک فال ونیسو. د یوې دوامداري سولي د ټینګېدلو لپاره دعا وکړو او د ټولو هغو کسانو مخونه تور وغواړو چي د سولي له دې مقدس او مبارک اقدام سره مخالفت کوي.

دا اوربند افغانانو اعلان کړی او سوله به هم افغانان کوي. دا نه د امریکا اراده ده او نه یې د پاکستان او اېران ګټي ایجابوي. او که د سولي د مخالفینو او سفسطیانو دا استدلال ومنو چي که امریکا، پاکستان او اېران ونه غواړي سوله نه سي ټینګېدلای نو دا خبره خو به هر څوک راسره مني چي افغانانو د خپلو سرونو په بیه پر هغو جګړه مارو قواوو باندي سوله تحمیل کړه چي جنګ یې ورباندي تحمیل کړی وو. هغسي چي د استقلال او عدالت لپاره جنګېدل د افغانانو افتخاردی د سولي لپاره جشنونه هم یوازي د دوی حق دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply