د جګړې دوام ته نوره هیڅ پلمه نه ده پاتې / ودان روښان

0 830

په پخوا کې طالبانو ویل چې دوی له افغانستانه د بهرینو ځواکونو د وتلو له پاره جګړه کوي او تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي چې بهرني ځواکونه له هیواده وتلي نه وي. څه موده مخکې چې د سولې عالي شورا اعلان وکړ چې  د سولې خبرو اجنډا کې ټولې مسلې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو مسله  هم شاملېدی شي، مانا دا چې که تاسې(طالبان) غواړي بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي یا داسې ګڼئ چې د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې د جګړې دوام لامل دی نو را شئ چې په اړه هم خبرې وکړو چې څه ډول بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي؟ څومره وخت کې ووځي د هغوی وتلو ته څنګه لار اواره شي؟ له وتلو وروسته یې څه وکړو؟ چې د وینې تویېدو مخه ونیسو او دې ته ورته نورې مسلې!

خو دغه وړاندیز ته طالبانو مثبت ځواب ورنه کړ، وروسته ولسمشر غني هم د کابل کنفرانس کې طالبانو ته د سولې خبرو پیل او هېواد کې د سولې ټینګښت له پاره داسې بې ساري وړاندیزونه وکړل چې د جګړې په حال کې هیڅ یو واکمن دولت خپلو مخالفینو ته د خبرو له پیل مخکې نه وو کړي، لکه له تور نوملړه د طالب مشرانو نومونو ایستل، د هغوی د بندیانو خوشې کول، د سیاسي ګوند په توګه د طالبانو ډلې په رسمیت پېژندل او نور په کې شامل وو… خو طالبانو دغو وړاندیزونو ته هم ځواب ونه وایه او داسې یې ښودله چې ګنې په خپلو کې په دې اړه پر سلامشورو بوخت دي خو د سلامشورو پایله د خندق په نوم د طالبانو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان راوخته چې له مرګونو ځانمرګه بریدونو او پراخو جګړو سره بدرګه شوه. دغه وخت طالبانو اعلان وکړ چې دوی د سولې خبرې کوي خو له افغان دولت سره نه بلکې له امریکایانو سره. په دې سره دوی غوښتل خپل دریځ پیاوړی وښي مانا دا چې ددوی د دعوی لوری افغان دولت نه بلکې د نړۍ زبرځواک(امریکا)ده او له بله پلوه دا د افغان حکومت بې اعتباره کولو په لار کې یو ډول رواني جګړه هم ده چې وښیي دوی          ( طالبان) دغه دولت مشروع نه ګڼي. دوی داسې ګڼلې وه چې امریکایان به کله هم له دوی سره په ښکاره خبرو ته چمتو نه شي په داسې حال کې چې ټول پوهېږي چې دوی د امریکا په ګډون له ډېرو نورو بې دینانو سره نه یوازې خبرې کړي بلکې پټې ماملې ورسره لري. له افغان دولت سره له خبرو ډډه او پرځای ېې له امریکا سره د خبرو پلمه د جګړې دوام او په کور دننه او بهر کې د ملاتړ خپلولو غوره لار  ورته ښکارېده خو اوس چې امریکایانو ویلي  له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته چمتو دي، دغه حالت طالبان هغه د چا خبره غافلګیره کړي دي ځکه طالبانو د امریکایانو دغه ډول اعلان تمه نه درلوده.

د منځنۍ او سویلي اسیا له پاره د امریکا استازې لیزا کرټس دوه ورځې وړاندې اعلان کړی چې له طالبانو سره د افغان  حکومت د اوربند له اعلان وروسته  متحد ایالات چمتو دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

دا ښیي چې اوس په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې پیاوړې اراده شته او نور هیڅوک د جګړې دوام او وینې توییدو ته چمتو نه دي. په دې سره  طالبانو ته نور د جګړې دوام کوم دلیل پاتې نه شو نو ځکه خو طالبانو هم د لومړي ځل له پاره اعلان وکړ چې د کوچني اختر په درې ورځو کې به له افغان ځواکونو سره اوربند مراعاتوي په هرصورت طالبانو چې په هر دلیل دغه اقدام کړی وي دا به خپله د ستاینې وړ دی ځکه چې که چیرې په دغه وخت کې ان د یو انسان د وینې تویېدو مخه ونیول شي یا د یو انسان ژوند وژغورل شي د دغه نیک کار بیه د اټکل وړ نه ده.

اوس نو که بیا هم طالبان د سولې له خبرو ځانونه غړوي او له سولې هغه د چا خبره ځان کاږي نو مانا یې دا شوه چې دا جګړه بیا په ډانګ پېیلې توګه د نورو د ګټو خوندي کولو له پاره ده یانې طالبانو د نورو د ګټو له پاره جګړه کوي. دا جګړه بله توجیه نه لري پرته له دې وویل شي طالبان د پاکستان د ستراتیېژیک عمق او په کابل کې د پاکستان د خوښې لاسپوڅي حکومت واکمنولو له پاره جنګېږي، یا طالبان د ایران د اوبو له پاره جګړه کوي ځکه ایران تراوسه طالبان ځکه تمویلول چې غوښتل یې په افغانستان د اوبو بندونو لکه د فراه د بخش اباد او په نیمروز کې د کمال خان بندونو جوړېدو مخه ونیسي او ورسره د افغانستان له خاورې د ټاپي پروژې نللیکې تېرېدو مخه ډب کړي ځکه چې که جګړه روانه وي نللیکه کله جوړېدی شي نو ځکه خو یې په افغانستان کې د جګړې دوام له پاره هغې ته د سونګ توکي برابرول، یا روسانو غوښتل او غواړي چې په افغانستان کې جګړه توده او په دې پلمه په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي او منځنۍ اسیا ورو ورو بېرته د روسیې امپراتوري برخه وګرځوي او هم په افغانستان کې د جګړې پر تمویل او دوام له افغانانو او امریکانو پر افغانستان د تېرې پېړۍ اتیایمې لسیزې د خپل مات شوي یرغل غچ واخلي نو اوس کې طالبان بیا هم جګړې ته دوام ورکوي مانا یې دا شوه چې غواړي د روسانو د موخو له پاره جګړه وکړي یا هم په افغانستان کې د جګړې دوام له امله د نشه یي توکو نړیواله مافیا لسګونه میلیارده ډالر ګټه کوي نو ځکه خو د جګړې دوام په یو ډول د نړیوالې مافیا په ګټه هم تعبیرېدی شي چې که جګړه دوام کوي ګټه یې د نشه یي توکو نړېوالې مافیا ته رسېږي. اوس د طالبانو خوښه ده چې رښتیا هم د پردیو د ګټو له پاره چې پورته یې یادونه وشوه خپلې او د خپل ورور وینه تویوي، خپل کور کلی ورانوي، خپل ولس، قوم او وطن بربادوي او که د نړۍ نورو انسانانو په شان خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حلوي ځکه چې د جګړې دوام له پاره خو نوره هیڅ شرعي او عرفي پلمه نه ده پاتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply