علمي مرکزونه دقيقې څارنې ته اړتيا لري

0 598

د افغانستان پوهنتونه او نور تعلیمي مرکزونه په اندېښمنوونکې توګه د افراطيت پر خوا روان دي او که د دغې څپې مخه و نه نيول شي، بدې پايلې به ولري. 
دا وړمه شپه د ملي امنيت سرتېريو په ننګرهار پوهنتون کې عمليات کړي دي او څلور تنه داعشيان يې نيولي.
چارواکي دا نه وايي چې دغه داعشيان له کومې سيمې پوهنتون ته راغلي وو، خو تېر ته په کتو دا هم له امکانه لېرې نه ده چې نيول شوي ترهګر دې د همدې پوهنتون محصلان وي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، دغه کسان له يوه نامالوم ځای څخه وړمه شپه ننګرهار پوهنتون ته ورغلي وو، غوښتل یې چې د داعش ډلې لپاره تبلیغات وکړي، خو د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونيول شول.

هغه زياته کړې چې له دغو ترهګرو سره څو نور شکمن کسان هم ونیول شول، خو تر څېړنو وروسته خوشې شوي دي.
په پوهنتون کې د ترهګرو نيول په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده، نه لومړۍ پېښه ده او نه يې وروستۍ بللای شو.
دا څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون په دروازه کې، د همدې پوهنتون د يوه استاد په موټر کې ماين ونيول شو چې وروسته داسې رنګ ورکړل شو چې ګواکې ترهګرو د استاد په موټر کې ماين ځای پر ځای کړی او د ده د وژلو پلان يې جوړ کړی و، خو خدای بچ کړ.

هغه مهال د پوهنتون ځينو سرچينو سرخط ته ومنله چې استاد په لوی لاس ماين پوهنتون ته راوړی او غوښتل يې پر محصلانو يې ور وچوي.
تر هغه وړاندې په کندهار پوهنتون کې د کندهار پر مخکېني مرستيال والي قديم پتيال باندې د پوهنتون په ټولګي کې ډزې وشوې او په شهادت ورسول شو.
په پوهنتونو کې د وژل شويو ترهګرو او ځانمرګيو فاتحې اخيستل خو عامه خبره ده.
حتا د کابل پوهنتون ډېری محصلان، په تېره بيا هغه ځوانان چې له ميدان‌وردګ ولايت څخه دغه پوهنتون ته راغلي، د رخصتيو په ورځو کې چانټې تړي، وسلې اخلي او د طالبانو په ليکو کې د نظام پر ضد جنګېږي.
زيات وخت په هېواد کې د ناامنيو ځينۍ خونړۍ پېښې د همدې پوهنتونونو په ليليو کې پلانېږي او همدا لامل دی چې له پوهنتونه مو کله کله د ډاکټر او انجينر پر ځای ترهګر فارغېږي.

دغو حالاتو ته په کتو، د افغانستان پر راتلونکي ژړا په کار ده. يو ځوان چې ښوونځي ته تللی وي، لوړې زده‌کړې يې کړې وي او تر فارغېدو وروسته وسله‌ پورته کوي، يا د ترهګرو ملاتړ کوي او د هغوی په ننګه لاريونونه راباسي، يا د مړو شويو جګړه‌مارو فاتحې اخلي، له هغه څخه به د وطن د خدمت څه تمه وشي، څومره به ورڅخه د انسانيت هيله پاتې شي؟
دښمن له هرې لارې هڅه کوي چې هم مو ووژني، هم مو تر منځ کرکه او لېرې‌والی پيدا کړي، هم مو په خپله شمله په دار وځړوي او هم مو بدنامه کړي.
په دې سربېره، دښمن ته د پوهنتونو ليلې تر بل هر ځای خوندي ځايونه دي او د پوهنتون ځوانان تر بل هر چا قوي انرژي ده چې د افغانستان پر ضد يې کارولای شي.

حکومت بايد دغې برخې ته جدي پام وکړي، د پوهنتونونو په ليليو او نورو تعليمي مرکزونو کې دقيقې پلټنې وکړي او تر څار لاندې يې ونيسي.
که دې روانې فاجعې ته په کمه سترګه وکتل شي او بابېزه وبلل شي، خدای مه کړه، د پتيال تر شهادت به هم د بدو او خونړيو پېښو شاهدان يوو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply