ولې بېړه لرو دا کومه اروايي ستونزه ده؟/ شرف الدین عظیمی

0 1,423

د روژې په ۱۸ ورځ پيغام راغی، چې د کوچني اختر د رارسېدلو لپاره وړاندې له وړاندې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارکي وایم. ما چې حساب وکړ د اختر تر ورځې 288 ساعته پاتې وه او مبارکي معمولآ ساعتي او ورځنۍ وی لکه کلیزه د مبارک شه، د فراغت ورځ د مبارک شه، د جمعې ورځ د مبارک شه او داسې نور… د سړک په سر مې ډېر داسې ځوانان ولیدل چې مسج یې کوو, او تر سړک له تيريدو یې هم حوصله نه کوله، د موټر په سر د فیسبوک او مسجونو لېږل خو ډېر ځله لیدل شوي او دا هغه څه دي چې د ډېرو انسانانو سرونه یې وخوړل.

په هر حال پرته له دمې منډې وهل، پرته له خوند اخیستلو د خوړو خوړل په ټوله کې ستړی ژوند یو ډول اضطراب دی نوره کیسه به پرېدو صرف په همدې به قناعت سره وکړو چې دا پايله به يې  څه علت لري؟ او څنګه له دې حالت نه خلاصون پيدا کړو؟

پاسکال نوو یو معاصر اروایي شنونکی(روانکاو) وایی: « موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې فعالیت او کړه وړه په کې تحسین کېږي، هغوی چې د سمندر څپوو ته ګوري ټنبل بلل کېږي!» پاسکال همدا ډول زیاتوي هر څومره چې ډېر کار وکړو ښه يو، خلک تل ځان د نورو په سترګو کې ویني او غواړي چې خلک یې ومنې ، تل هڅه کوي چې په خپل نفس ټیټ باور جبران کړي په واقعیت کې هغوی هڅه کوي له خپل وجود نه بهر نفوس پيدا کړي او په خپل وجود کې دننه د ځان په اهمیت پسې نه ګرځي او دا هغه خلک دي چې خپل وخت ډک کوي خو خپلې خلاوې نه ډکوي.

په ټوله کې د ارواپوهانو له نظره د خلا او د ناامنۍ احساس دوه هغه څه دي چې د پورتنۍ بېړې او ورته ډېرو ستونزو لامل ګرځي او دا دواړه احساسونه هغه څه دي چې باید بشپړ وڅېړل شي.

پیر ایو ګوریو د حرکت درملنې په برخه کې متخصص دی او په دې برخه کې ځينې وړاندیزونه لري چې په لنډو ټکیو کې یې درسره شریکوم:

ځان ته حق ورکړئ، چې کله ناکله وګرځی، په کافي شاپ کې قهوه وڅکئ، لاسي ټيلفون ګل کړئ، منځرو ته وګورئ، په لومړیو وختونو کې دا کار لږ لږ وکړئ تر څو مضطربه نه شئ او بیا وروسته کار پيل کړئ.

په دغه برخه کې زما سپارښتنه دا ده چې د زړه درزا ته مو هم پام وکړئ، خپل احساسات ومنئ، خپل نظر او خپل ځان ته لومړيتوب ورکړئ  او ځان ته له بل هر څه ډېر پام وکړئ.

پاسکال نوو وايي دا چې خپل لومړیتوبونه څرګند کړئ له ځانه وپوښتئ چې همدا اوس تر هرڅه ډېر څه مهم دي: په بېړه غواړې خپلې موخې ته ورسېږې که په هوسا او آرامه توګه؟ د دې پرځای چې په بېړه یو کار وکړې هڅه وکړئ، چې کار په سم ډول ترسره کړئ، په دې ډول به ډېر خوند واخلئ او ځان او هوساینه به هم ومومئ او په خبره او کار به مو هم سر خلاص شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply