پاکستان بيا په اوبو کې لوټه ږدي

0 556

تمه ده چې نن به د پاکستان د لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه په مشري يو پاکستانی پلاوی پر کابل راکښته شي او د عمل د پلان په اړه به له افغان لوري سره خبرې وکړي.
په دغه سفر کې به د پاکستان د استخباراتو ځينې لوړپوړي کسان هم کابل ته راځي.
افغان لوری دغه سفر ته تمې لري او وايي، به په کابل کې له پاکستانيانو سره د ليدنې پر وخت له هغوی وغواړي چې له افغانستانه لاس واخلي.
د ملي دفاع وزارت وايي، دوی به په دغه ليدنه کې له پاکستاني لوري څخه وغواړي چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي، په پاکستان کې د ترهګرو شته پټن‌ځايونه له منځه یوسي، د ترهګرو له روزولو او په وسلو بارولو ډډه وکړي او تر دې وروسته دې يې افغانستان ته د نظام پر ضد جګړې لپاره نه رالېږي.
دا نو له زاڼو د کټوري غوښتل دي.

د عمل پر پلان له څو مياشتو راهيسې د افغانستان او پاکستان خبرې روانې دي، خو تر اوسه داسې څه نه دي تر سترګو شوي چې د د سولې، ټېکاو او د ترهګرو د ځپلو په برخه کې د پاکستان عمل او اقدام ثابت کړي.
څو مياشتې وړاندې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته راغی او له هماغې ورځې د عمل پر پلان خبرې پيل شوې.
وروسته څه موده وړاندې د ولسمشر د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په مشري يو پلاوی پاکستان ته لاړ او دا دی درېيمه ناسته بېرته په کابل کې کېږي او د باجوه په مشري پلانوی نن کابل ته راځي.
افغانستان د عمل له پلان څخه تمه لري چې ګوندې پاکستان به د دغه پلان په اساس له خپلو ټولو رذالتونو لاس واخلي، د افغانستان خير به وغواړي او ترهګر به له زړه وځي.

دا داسې مانا لري لکه د پاکستان له حکومت څخه چې غوښتنه کېږي چې دوی دې ځانونه خپله ووژني، خپلې ټولې وسلې دې ماتې کړي او د خپل هېواد ټول ادارې دې يو په بل پسې وتړي.
که په سيمه کې ترهګري ختمه شي، نو پاکستان به بيا څه کوي؟ څه به خوري؟ او څنګه به ځان ساتي؟
پاکستان چې تر اوسه دې ته نه دی جوړ چې ومني چې په خاوره کې يې ترهګرو ته ځالې ورکړې دي، ساتي يې، روزي يې او په وسلو تر بارولو وروسته يې افغانستان او نورې نړۍ ته د جنګ لپاره لېږي، نو دا به څنګه ومني چې پر ضد يې مبارزه وکړي.
که پاکستان له زړه غوښتای چې په افغانستان کې دې سوله راشي او خپلې ګټې يې د افغانستان په امن کې لېدای، دغه هېواد ته د مخکېني ولسمشر کرزي شل سفرونه به بې فايدې نه وای.
دا سمه ده چې د کرزي د واک د دورې په پرتله اوس پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو په هيڅ صورت دومره مجبوره نه دی چې توره ماته کړي.
پاکستان که اوس دغه د عمل پلان ته غاړه ايښې، د خبرو لپاره يې د پوځ او استخباراتو مشران کابل ته په منډو را ستړي دي، يا افغان لوري ته اسلام‌اباد ته د ورتګ بلنې ورکوي، دا د هغو فشارونو زور دی چې د نړۍ له خوا پر پاکستان راغلي دي.

پاکستان پوهېږي چې له يوې خوا د نړۍ او په ځانګړې توګه د امريکا فشارونه او له بلې خوا په کور دننه د پوځ او استخباراتو پر ضد ورځ تر بلې پراخېدونکې کرکه، د پښتون ژغورنې غورځنګ، اقتصادي تاوانونه او نور يې لکه غنم د ژرندې د دوو پلونو تر منځ اوړه کوي، خو دا تمه هم لري چې ګوندې په څالاکي، ټګي او برګي به ځان تر دغسې حساسې مرحلې وباسي او همدا سفرونه د دغو هڅو ښې بېلګې دي.
دغه فشارونه نه وای، پاکستان به کله افغانستان ته پلاوي نه وای لېږلي، نه به يې د سولې په اړه خبرې کړې وای، دا اوس دا دی هلته د سولې لپاره خبرې روانې ساتي، هلته يې ځانمرګي راخوشې کړي او هره اوونۍ په باروتو بار موټرونه رالېږي چې ځينې نيول کېږي او ځينې يې د افغانانو ژوند اخلي.

که پاکستان پر سوله باور درلودای، افغانستان ته راغلي ترهګر که يې نه شوای مهارولای، د ډېورنډ له پورې غاړې خو به يې بمونه او باروت نه رالېږل، ډېورونډ ته د افغانستان په څېرمه پرتو سيمو خو به يې توغندي نه اورول.
دغه سفرونه او دغه خبرې يوازې د پاکستان څالاکي، فرېب، چل او دوکه ده. افغان لوری بايد پاکستان ته شا او نړۍ ته مخ واړوي او هغه فشارونه لا زيات کړي چې اوس يې پاکستان د سولې او امن تشو خبرو ته مجبوره کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply