د جمهور رئیس غني د نننۍ وینا متن!!

0 652

د جمهور رئیس غني د نننۍ وینا متن!!

۲۶ جوزا ۱۳۹۷

درنو وطنوالو!

یو ځل بیا درته د نیکمرغه کوچنی اختر مبارکی وایم او خوشاله یم چې د اوربند له برکته له پرون راهیسې زموږ خلک اختر په ارامه فضا کې نمانځی او خوشاله یم چې اوربند له پراخ ولسی ملاتړ سره مخ شو.

ازاین معلوم می‌شود که مردم ما تنها‌وتنها آرامش و امنیت می‌خواهند. این اولین عید است که کودکان افغان پس از سال‌ها، عید را به آرامش سپری می‌کنند و به خاطر آرام به کوچه‌ها، بازارها و پارک‌ها گشت و گذار نموده و از بزرگسالان عیدی می‌گیرند و بهترین عیدی برای کودکان ما، امنیت است.

ګرانو هېوادوالو!

له معمول سره سم راته نن سهار د ټول هېواد امنیتی راپور راغی، ډېر لنډ و او ژر مې ولوست، ځکه په ټول هېواد کې د خدای (ج) له برکته خیر او خیریت و. له دې معلومه شوه چې اوربند نه یوازې ممکن دی بلکې عملی هم دی.

څو ورځې مخکې مو د اوربند لپاره امادګی نیوله، اکثرو شک درلود، دوی فکر کاوه چې اول به طالبان دا ونه منی، بل به دا څنګه عملی کېږی؟

خو له اوربند سره دا شکونه او ابهامات ختم شول او همدارنګه له اوربند سره د ډېرو سیاسیونو او تحلیلګرانو فرضیې غلطې ثابتې شوې.

دافغانانو دغه ابتکار ثابته کړه چې استثنایی خلک دی او ډېر هغه کارونه چې په نوره نړۍ کې ناممکن دی دلته واقع کېدای شی.

برای صلح در جهان امروزی، راه‌ها و تجربه‌های مختلف وجود دارد که نظر به آن قواعد و نورم‌ها تعیین شده است. وقتی بحث صلح درمیان میاید، اکثر آگاهان ما از همان قواعد یاد می‌کنند. اما تجربه افغان‌های ما کاملا جدید و افغانی است و آتش بس ما، جهان را حیران ساخته است.

اینکه هدف اساسی ما صلح می‌باشد، پس نیاز است که مسایل را مشترک حل نماییم و هدف ما از حل مشترک مسایل؛ حکومت افغانستان، مردم و طالبان می‌باشند. دیگر نیاز نیست که جنگ کنیم، از لحاظ دینی و سیاسی نیاز برای جنگ هیچ توجیه شده نمی‌تواند.

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر پرون۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړی، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لوری څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شی.

موږ همه‌جانبه سولې او مذاکراتو ته حاضر یوو، ټول هغه مسائل او غوښتنې چې د طالبانو او افغان حکومت له خوا مطرح شوی دی، د سولې د مذاکراتو په وخت کې پرې هر اړخیز بحث ته حاضر یوو. د افغانستان حکومت د ګاونډیو هېوادونو له نقش نه نیولې د بهرنیو پوځیانو د حضور، نقش او راتلونکی سرنوشت په سر بحث ته چمتو دی.

زموږ مسائل او ستونزې شریکې دی او افغانان حاضر دی چې دا مسائل خپله په ګډه حل کړی.

اینکه صلح یک نیاز جدی است در ۲۴ ساعت گذشته معلوم شد که در صفوف حکومت افغانستان و طالبان در مورد صلح اجماع موجود است و همه صلح می‌خواهند. خوشبختانه جامعه‌جهانی هم در مورد صلح افغانستان اجماع دارد.

د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتی افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دی. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوی. په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دینی علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړی دی. زه د افغانستان له جیدو علماوو څخه مننه کوم چې خپل تاریخی، دینی او ملی رسالت یې په ښه توګه ترسره کړی دی.

دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوی اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شی.

اما به قوای مسلح در سراسر کشور هدایت داده می شود تا در مقابل هر نوع حمله و تعرض، برای تامین امنیت مردم، دفاع از وطن امادګی قاطع و همه جانبه را داشته باشند.

له افغان وسله والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړی. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبی مرستې او د اړتیا په وخت کې بشری مرستې ورسېږی او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شی.

هموطنان گرامی!

در شمال، شمال غرب، غرب و جنوب کشور خشک‌سالی شدیدی به وجود آمده‌است که از خاطر آن میلیون‌ها افغان متضرر شدند و دار و ندارشان به خطر مواجه است. در صورتیکه آتش‌بس ادامه پیدا کند، این فرصت مساعد می‌گردد تا همه به شکل مشترک از منابع و انرژی خود برای کمک به مردمی که متضرر شده‌اند، استفاده نماییم تا آرزوی بزرگ مردم ما که صلح و رفاه است، تأمین شود.

ازهمه کشورهای منطقه که از پروسه صلح و آتش‌بس در افغانستان حمایت کردند، تشکر می‌کنم و از آنها می‌خواهم تا در میدان عمل هم با ما کمک و همکاری کنند.

په پای کې د افغانستان د دینی علماوو څخه یو وار بیا مننه کوم چې په افغانستان کې یې د جنګ، انتحار او انفجار په ضد متفقه فتوا صادره کړه او د دغې فتوا له برکته اوربند ته زمینه مساعده شوه او هیله ده چې د دغې تاریخی فتوا له برکته په ټول هېواد کې دایمی سوله ټینګه شی.

د افغانستان له سیاسی قشر، قومی مشرانو او دینی علماوو څخه غواړم چې له دغه تمدید شوی اوربند څخه ملاتړ وکړی او خلک د دغه اوربند د ملاتړ په خاطر بسیج او وهڅوی.

در اخیر، به درگاه خدای متعال دست دعا بلند می‌کنیم و از خدای بزرگ می‌خواهیم که ما را با رحم و کرم خویش مورد نوازش خود قرار دهد و دیگر خون هیچ هموطن ما دراین مملکت نریزد.

از خداوند متعال می‌خواهیم که دیگر زن، مرد، پیر، جوان، طفل و معلول وطن ما از این پس صدای انتحار، انفجار و فیر مرمی را نشنوند.

از خدای متعال عاجزانه می‌خواهیم که بخاطر قربانی افغان‌ها در راه اسلام و عقیده، در دل‌های همه مردم ما فضای اخوت، برادری، همبستگی و اتحاد را حاکم سازد، تا خانه‌های ویران خویش‌را مشترکاً آباد و زمین های خشک خود را شاداب و سرسبز سازیم.

زنده باد افغانستان

یشه سون افغانستان

تل دې وی افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply