طنز – ډر دا خوسړی دی !!! /محمود نظری

0 673

 

داوس وکیل سوی دي لکه فاحشه

د هر چا جیب ته ګوري او پیسه

چې دچا رایه  یې په کار سي

دثبوت لپاره یې ورکوي له پایڅه

***

 

په یو کلي کې په ګویا کې  یوجارچي  ویل

دا راغلی وکیل زما سره په وفا داري کې سپی دی

د کلي په یو ې او ورانولو کې سبحان الله

تیار د موسي اکا  هغه برګ غويی دی

 

ښه ښایسته مبارکه منډکه  ږیره لري

په  بد خوی اوخبرو کې خورا بدخولی  دی

دکلي د مشکلاتو په بار وړلو کي واوره!

د خښتمال ببر سر اکا  ګوډ خرګی دی

 

خلک له هري خوا په تلوار راټولیدل

ماشومانو را ځغاستل چې څه اړی ګړی دی

تبلغي ویل زه یې مو ر او پلاره ښه پیژندنم

پښتو خبرې کوي لکه طوطې لږ غوڼی دی

 

په غاښ ښه پو خ  او تجربه لرونکی دی

یاني په عمر  انشاء الله شین غړی دی

د خوړو او وړو لو په کار کې ښه اخلاصي دی

دنس  دچارو په کار کې ډیر بدسولی دی

 

لکه دلال معامله یې ډیره خوښه ده

له ذاته لکه کب  ډیر ښوی موی دی

خوب یې ستونی ستغ ډیرخوښ دی

تل دکار په ځای کې خوب وړی دی

 

د هیڅ کارمار چندان  اهلیت نه لري

خو په کار کې دجیب دصفايي چوړی دی

دښمن ته  اوږد لکه مار دی  خوزهر نه  لري

فکر کوم چې اوس  لا خوار ماربچړی دی

 

دپیسو لپاره ان خپله مور بې کالو پلوري

فکر وکړه چې بیزوغوندي بوړی دی

ستاسو دهرجاني دوښمن ښه دوست کیدایسي

په پیسو دخپل مور میړه سره امغاړی دی

 

دهر شی په معامله کې چندان ښه نه دی

په هر کار کې ان د پلار سره لا لمغړی دی

له کابله راغلی  و میدان وردک  ته سیده

یاني د وردک د خلکو وکیل نظاری دی

 

هغه ستاسو ستونزي  هیڅ مقام ته  نه رسوي

هغه زنګزده لکه  د تور اکا د نسوارو ډبلی دی

هیڅ کار اومدار یې د سم  دم انسان نه دی

هم خیانت کوي هم يې دلوړ مقام لپاره بابیړی دی

 

یو نفر له بهره  دننه بیروبار ته  زورونه وهل

چې وګوري دا وکیل بیا څنګه  شی دی

د هغه په لیدو یی کړس کړس وخندل

ګویا والا ته یې ویل ډر دا خو سړی دی

بدسولی( حریص)،امغاړی( ملګری)،شین غړی( ۴۰-۵۰ کلن)، بوړی(دوس)،لمغړی( چالباز)

اړی ګړی( شور)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply