د کونړ دیني عالمانو د جګړې له ښکېلوغاړو د اوربند د غځیدو غوښتنه وکړه.

0 673

د کونړ دیني عالمانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د جګړې له ښکېلوغاړو د اوربند د غځیدو غوښتنه وکړه.

د غبرګولي په (۲۶) مه نېټه د کونړ ولایت دیني عالمانو د یوې خبري ناسته په ترڅ کې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په زیان او د پردیو په ګټه وبلله او له دواړو لورو یې د نېکمرغه لوی اختر پورې د اوربند غځيدو غوښتنه وکړه،ترڅو په دې موده کې د سولې خبرو ته لار اواره شي او بین الافغاني خبرې ترسره شي ،دغه راز له دولت څخه یې غوښتنه وکړه،چې دښه نیت په ډول د طالبانو بندیان ازاد کړي

دیني عالم مولوي عبیدالله وویل د افغانستان خلک په اوسني وضعیت کې د شرعي نصوصو په رڼاکې د سولې،سوکالۍ او ارامتیا په هیله دي ،موږ دسولې د رامنځته شوي فرصت څخه ملاتړ کوو او د اعلان شوي اوربند له امله د دواړو خواوو مننه کوو،دغه اوربند د افغانستان ټولو خلکو ته خوشحالي وربښلې، موږ د کونړ خلک، علماکرام، مجاهدین، مهاجرین، ماشومان او ښځینه د دغې اوربند ملاتړ کوو او په دواړو خواوو غږ کوو،چې دغه خوشحالي تر ترتله کړي .

دیني عالم نورالمعبود احساس په خپلو خبرو کې د هېواد له علماوو مننه وکړه ،چې دجنګ جګړې د مخنیوي لپاره د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه راپورته  شول او په افغانستان کې د سولې او ثبات او دښکیلو خوا سولې ته هڅولو لپاره یې شرعي فتوی صادره کړه،له دواړو خواوو یې وغوښتل ،چې اوربند وغځوي او بغیر له شرطونو سولې ته غاړه کیږدي،ده وویل څرنګه چې طالبانو حسن نیت څرګند کړ او یوشمېربندیان یې خوشې کړل دولت هم باید دښه نیت په اساس د طالبانو بندیان خوشې کړي، ده وویل د دولت او طالبانو مو غوښتنه داده،چې سولې دخبرو واک د افغانستان علماوو ته ورکړي او د دوامداره سولې لپاره د افغانستان په حریم بین الافغاني مذاکرات پیل کړي .

دیني عالم مولوي عزیزالله هم په کنفرانس کې د سولې په شرعي اړخونو خبرې وکړې او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې په ولس رحم وکړي او جګړې پای ته ورسوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply