افغان سولې ته په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه  شرایط برابر شوي دي/ ودان روښان

0 641

کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو په غوښتنه د روژې مبارکې له ۲۷ د کوچني اختر تر پنځمې له افغان طالبانو سره اور بند اعلان کړ، دغه خبر نه یوازې په کور دننه د بړبکې او توپان په شان خپور شو بلکې انګازې یې په سیمه او نړۍ کې هم خپرې او په ټوله کې  یې غبرګون مثبت راوخوت.

هغه ډول چې پورته یادونه وشوه افغان سولې ته اوس له بل هر وخته په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه شرایط برابر شوي، غواړم پر همدغو درې کچو دا مسله ورارزووم:

په ملي کچه:

افغانان نور له جګړې ستړي څه چې د چاودون حالت ته رسېدلي چې ښه بېلګه یې ما په تېره لیکنه کې د اوربند نافذېدو له نیټې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه انځور خپرېدو یاودنه وکړه چې په کې «افغان پوځیان او طالبان د ټانک پر سر له یوبل سره ناست او هغه زموږ د کندهاري وطنوالو په اصطلاح خوږ بنډار سره کوي.» دا تر هرڅه وړاندې ددې جګړې بې ګټېتوب ښیي چې دا څلویښت کاله په بېلابېلو نومو او پلمو له افغان ولس قرباني اخلي. که وکتل شي په ۱۳۵۷ کال کې کله چې پر پردۍ ایدیولوژي یوې ډلې مسخ شویو افسرانو د پوځي کودتا له لارې د محمد داوود خان رژیم راوپرځاوه، د افغان وینې توییدل یې پر ارګ د ټانک له همغه لومړي ډزه پیل او تر ننه د وینو ویالې روانې دي. کودتاچیانو لومړی د داوود خان د کورنۍ غړي او د هغه پلویانو پسې چاړه راوایسته، وروسته خپلو کې سره ولوېدل، بیا یې د خپلې لنډ فکرۍ پر بنسټ یا هم د نورو(روسانو)په لمسون ولس پسې توره راوایسته چې له لږ ځنډ وروسته ولس هم غبرګون وښود، دغه وخت د افغانستان تاریخي دوښمنانو ته د افغان جنګولو او افغانستان ورانولو موقع په لاس ورغله او ورځ تر بلې د افغان وینې توییدنې بهیر له بده مرغه په ګړنديتوب شو تردې چې د شوروي سره  پوځ ته پر افغانستان د تېري موقع په لاس ورغله. دغه وخت نور د پردۍ جګړې څېره بربنډه شوه او نړیوالو سیالانو په ښکاره په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړې ته راودانګل او هرچا په ډانګ پېیلې توګه خپله اجنډا او ګټې رامخته کړې. دا نوره نه پټېده چې روسان د پیتر کبیر د ستراتېژي له مخې د هند سمندر تودو اوبو ته رسېدل غواړي، پاکستان د افغانستان له بیخه ورانی، امریکا په ویتنام کې له روسانو غچ اخیستل، چین له شوروي سره ایدیولوژیک او د ځمکې پر سر شخړه پالي، اروپایان پر خپلو هېوادو د شوروي ټانکونو له سیلاوه د ځان ساتنې په موخه افغانستان کې د شوروي پوځي ځواک بوختیا او په ټوله کې ددغه ځواک اوبه کېدل او عربان له شوروي یرغله د خپلو هېوادو او تیلو خوندي کېدل غواړي نو ځکه خو ټولو د خپلو ګټو په خاطر د افغان جګړې پر اور تېل پاشل. په دې منځ کې زیان یوازې افغانانو ته رسېده، د افغانانو وینې توییدې، د افغانانو عام وژنه ښه درز کې روانه، ښځې کونډې، ماشومان یتیمان، میندې بورې او خویندې ورارېدې. د دې غمیزې دوام پلمه پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل ښودل کېده چې رښتیا هم و خو نورو هم د خدای د رضا او د افغانانو ملاتړ له پاره نه بلکې د خپلو ګټو له پاره ورته رادانګلي وو. کله چې روسان له افغانستانه مړ څټ او شرمېدلې ووتل بیا هم وینه توییدنه بنده نه شوه بلکې نور یې هم زور واخیست، د جګړې دوام ښکاره لامل په واک کې د شوروي یرغل په پایله کې د رامنځته شوي حکومت پاتې کېدل و چې ځینو لورو ته د منلو نه و. هغه وخت هم راغی چې نور شوروي پلوه رژیم ړنګ شو خو جګړه او افغان وژنه پای ته ونه رسېده او نوې بڼه یې غوره کړه. په تنظیمي انډوخر او غویمنډ کې کابل ښار وران، جګړو نور هم زور واخیست. د تنظیمي خرمستي په پایله کې ای اس ای ته موقع په لاس ورغله چې خپل بې علمه لښکر(طالبان) پر افغانسان راخوشې کړي په دې سره جګړو بله بڼه خپله کړه تر هغو چې د دغو لنډفکره او له نړیوال سیاسته ناخبره د نورو په لاس لوبېدونکو په میلمه پالنه د اسامه په نوم بې وطنه د تاریخ سترې ماجرا ته د ۲۰۰۱ کال سپتمبر پر ۱۱نیټه لاس واچاو چې په پایله کې یې افغانستان د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک یانې متحده ایالاتو د توغندیو او بمونو خولې ته وتاړه په دې توګه د امریکا پښه افغانستان ته راورسېده هغه مهال تر ډېره داسې ګڼل کېدل چې له افغانستانه نور د جګړې ټغر ټول شو خو موږ ټول وینو چې بیا هم جګړه له افغانانو قرباني اخلي. له دې داسې ښکاري چې جګړه د افغان وژنې له پاره ده خو بڼې او پلمې یې بدلېږي، نو ځکه خو اوس افغانان پوهېدلي چې او پتېیلې یې هم ده چې نور د دې پردۍ کرغېړنې جګړې کمبله له هېواده ټوله کړي. له جګړې د کرکې او سولې غوښتنې غږونه اوس د هېواد له ګوټ ګوټه ځکه اورېدل کېږي چې نور یې عمر لنډ شوی. کله چې سوله غوښتونکي هلمندیان له خپلو بېرغونو سره په تش لاس د طالبانو ترولکې لاندې سیمو ته ورځي او ورته وایي چې یا سوله وکړﺉ یا موږ هم ووژنئ مانا یې داده چې نور خلک د خپلو وینو په بیه سوله غواړي. اوس طالبان اړ دي چې له دغه رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د سولې لار خپله کړي، له پرته به ولس خپله د سولې ټینګښت ته راودانګي او طالبان به دغه توان ونه لري چې مخه یې ونیسي.

به سیمه ییزه کچه:

سیمه نوره چمتو نه ده چې د یوې جګړه غوښتونکې استخباراتي کړۍ(ای اس ای) د ګټې له پاره خپلې ګټې قرباني کړي. د چین نه ایسارېدونکې او ګړندۍ اقتصادي وده ددې غوښتونکې ده چې د افغانستان له طبیعي زېرمو او جغرافیایي موقعیته ګټه واخلي او له افغانستان پرته چین ګړندی پرمختګ نه شي کولی او په افغانستان کې د جګړې دوام دا چاره ناشونې کوي نو ځکه خو چین چمتو نه دی چې د ای اس له پاره له خپلو ګټو تېر شي. دغسې منځنۍ اسیا هم سویلي اسیا سره له تړل کېدو پرته نه یوازې له ودې پاتې کېږي بلکې اوسنۍ اقتصادي وده یې هم له ستونزو سره مخ کېږي، په دې سره خپله پاکستان هم ډېر زیان ویني دا په خپله په افغانستان کې د سولې ټینګښت اړتیا ته په سیمه ییزه کچه لیوالتیا زیاتوي. پاکستانیان هم نور  خپله سوکالي او هوساینه د ای اس ای خیالي او ماجراغوښتونکو کړنلارو قرباني کولو ته چمتو نه دي. خلکو دا درک کړې چې د پوځي جنرالانو د سادیزم له پاره یې د بچیانو راتلونکې له خطر سره مخ ده او دوی(خلک) نور ددغه حالت دوام نه غواړي.

په نړیواله کچه:

افغانستان له یوې خوا پرېمانه کاني زېرمې لري چې د سترو اقتصادي کمپلکسونو سترګې ورته رااووښتي، له بله پلوه، د اقتصادي او ترانزیتي پرڅلور لارې پروت دی. بله دا چې د ناامنیو دوام له امله د افغانستان نشه یي توکي نړۍ د تباهي کندې ته غورځوي نړیوال اړ دي چې له دې تباهي ځان وژغوري او له دې پرته بله لار هم نه لري.

مهمه دا چې د خپلو هژموني موخو ترلاسه کولو په خاطر د پاکستاني پوځیانو ترهګرو پالنې دوام ښایي په نړیواله کچه د سپتمبر له یوولسمې بله ډېره خطرناکه پېښه رامنځته کړي نو ځکه خو نړۍ اړ ده چې د پاکستاني پوځیانو خپلسري نوره قیضه کړي.

په دې برخه کې بل مهم ټکی دادی چې د ولسمشر غني سوله غوښتونکو هڅو په ملاتړ د نړۍ زبرځواکونو لکه متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، د ناټو تړون، د شانګهای سازمان، عربي نړۍ خپل غږ پورته او د هر اړخیزې مرستې ټټر یې وواهه.

دا ټول ښیي چې اوس په افغانستان کې د سولې تینګښت له پاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه شرایط برابر شوي دي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply