اوربند/ لیکوال؛ حضرت بهار!

0 643

د کوچني اختر په پلمه د افغان ولسمشر اشرف غني د اوربند ناڅاپي اعلان په هيواد دننه او بهرني کارپوهان او څيړونکي حيران کړل. ځينو يې دا يو (زړور) اقدام وباله، ځينو استدلال کاوه چې لوی خطر ته يې اوږه ورکړه او حتی ځينو په توکم پالنه تورن کړ. پر وړاندې يې د طالبانو بې ساري غبرګون خلکو ته تمه ورکړه. د اختر په لومړيو دوو ورځو کې، سولې ته د ولس تندې او ښه راغلاست يادې تمې او خوب ته نوې ساه ورکړه او په حقيقت د بدليدو شونتيا لا زياته کړه.

د اختر په دويمه، ولسمشر د اوربند د غځيدو اعلان وکړ او په ورته وخت کې ياد اعلان د امريکا متحده ايالاتو لخوا په ټينګه بدرګه شو. د اشرف غني بيانيې لومړۍ کرښو تحليلګران او شنونکي وننګول: له اوربند سره د ډېرو سياسيونو او تحليلګرانو فرضيې غلطې ثابتې شوې. د هغه په خبره د افغانستان ستونزې ته نوی ماډل (افغانۍ تجربه) په کار ده: تجربه افغان‌های ما کاملا جديد و افغانی است.

په اعلاميه کې د طالبانو هغه غوښتنې ته، چې کالونه يې ورباندې ټينګار کاوه، شين څراغ ورکړل شوی: د افغانستان حکومت… د بهرنيو پوځيانو د حضور، نقش او راتلونکي سرنوشت په اړه بحث ته چمتو دی.

ياده موضوع د طالبانو ور ها خوا د سيمې هيوادونو لخوا هم وخت نا وخت په مستقيم او غيرمستقيم ډول را پورته شوي ده. په دې مانا، چې د اشرف غني په بيان کې د ګاونډيو او سيمې هيوادونو انديښنه هم په پام کې نيول شويده.

د اوربند د غځيدو اعلان سمدستي وروسته، د امريکا متحده ايالاتو بهرنيو چار وزارت هم اعلاميه خپره کړه. اعلاميه وايې چې د ولسمشر له پلان څخه ملاتړ کوي؛ د طالبانو سره مذاکرات کوي او د نړيوالو ځواکونو د رول په اړه بحث ته حاضر دي څو افغان وګړي په يو سوله ايز او متحده افغانستان کې باعزته ژوند وکړي.

د اشرف غنی لومړنی د اوربند اعلان، ورپسې د طالبانو ورته غبرګون، او بيا د امريکا متحده ايالاتو دا اعلان چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي، هغه څه دي، چې په تيرو شپاړسو کالونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

که څه هم دا کارونه يو څه ناڅاپي او په کم وخت ترسره شول، خو د دې پيښيدل هومره هم ناڅاپي نه دي. په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې تر بل هر وخت نږدې شوي دي. په سيمه کې د چين زياتيدونکی اقتصادي او سياسي حضور په دې برخه کې اغېزمن رول لرلی دی. ولسمشر په دې وې وروستيو کې هڅه وکړه څو ګاونډي او د سيمې هيوادونه په دې وپوهوي، چې د افغانستان سوله د ټولو په خير ده.

په کور دننه د عالماو لويه اجماع، د اختر په لومړيو ورځو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ګډون، د نمانځنو ګډ انځورونه او د اختر مبارکۍ، تر ټولو مهمه د اوربند او سولې تږي ولس احساسات او استقبال بې مثاله ؤ. دا مختلف ټکي (dots) که سره ونښلول شي، سوله ډيره ساده او خامخا راروانه ښکاري.

خو سوله په يوه شپه يا ورځ کې نه راځي. دا يو جريان دی، خو جريان له شروع پيليږي. پيل يې واقع کيدونکی ښکاري. جريان له دې پيليږي، چې ښکېلې غاړي دا ومني، چې جنګ د حل لار نه ده، بيا د اختلافاتو په ټکو بحث کيږي؛ دا بحث معامله (Bargaining) دی، په دې مانا چې اړخونه به پکې ګذشت کوي، لوړې او ژورې پکې راځي، له ځينو غوښتنو به تيريږي او ځيني غوښتنې به يې منل کيږي، خو دا ډول جريانونه او مذاکرې وخت ته اړتيا لري. د اسلامي حزب سره خبرو تقريباً يو کال وخت ونيو.

د مذاکراتو پر وخت تر ټولو مهمه داده، چې اوربند وي، د ويني بهيدل بايد ودريږي، ځکه دا داسې خطر دی، چې هر وخت د مذاکراتو پر روحيه باندې تاثير کوي. د دې ترڅنګ اوربند د هغه ناوړه ګټې چانس او موقع هم له منځه وړي، چې درېيمه ډله (هغه کسان چې په سوله کې يې ګټې له منځه ځي) يې له شته فرصت څخه ترلاسه کوي. د ننګرهار پرونۍ پېښه يې ښه بېلګه ده؛ دولت او طالبانو په ګډه وويل چې دا د ښمن (يانې دښمن شريک او يو دی) کار دی.

د سولې مذاکراتو لپاره اوس يوازې يو شرط يا خنډ پروت دی: اوربند!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply