اختر ته د طالبانو راتګ او د افغانانو تود هرکلی/خالد حافظ

0 568

ولسمشر محمد اشرف غني د روژې میاشې له اوه ویشتمې نیټې د اختر تر پنځمې ورځې پورې له وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ، په مقابل کې وسله طالبانو داختر لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ د افغان دولت سره د اوربند اعلان وکړ.دا اوربند په داسې حال کې وشو چې، د روژې میاشتې دوینو توییدنې یوه ډکه میاشت وه.د وسله طالبانو لخوا پکې  پراخه بریدونه وشوه چې د سر و مال ډېر زیانونه یې هم لرل.

کله چې ولسمشر غني له طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ، په کور دننه او بیرون کې له تود هرکلی سره مخ شو په خواله رسنیو کې یې هم خورا انعکاس وکړ.افغانان چې، لسیزو جنګ او جګړو ځپلي وه دې اوربند ته خورا خوښ وه، په افغانانو کې د ژوند ساه را ژوندۍ شوه . د اختر په لومړۍ ورځ هاغه څه وشوه چې، چا یې تصور هم نشو کولای . دکلونو او لسیزو جګړه کوونکي طالبان د ا ختر په لومړۍ ورځ د افغانستان ټولو ښارونو ته راغلل  او په ګډه یې له افغانان سره د اختر خوښي شریکه کړه ، داسې ښکاریده چې وسله طالبان نور له جګړې ستړي شوي او له افغان دولت سره سوله غواړي.

د کوچني اختر په درېیو  ورځو کې وسله واله طالبانو د ټولو ښارونو په واټونو کې پلي او سواره وګرځیدل پدې کې ځنې داسې هم وه چې دا څو کاله یې ښار نه و لیدلی او په لومړي ځل د ښار ننداره کوي ممکن ځنې شاید داسې هم پکې وه چې، دا څو کاله یې له خپلو خپلوانو او کورنیو سره هم نه وه لیدلي او دا ورته یو طلایي چانس وه.

د وسله طالبانو لپاره داختر په درېیو ورځو کې په ګڼو ولایتونو کې د هرکلی مراسم ونیول شول چې په زیاته کچه پکې د طالبانو  مشرانو او دولتي چارواکو ګډون وکړ او په ګډه یې داختر خوښي ولمانځله، که څه هم په ښار کې یو ډول وېره ښوره وه خو بیا هم افغانانو د تېرو جګړو او وینې توییدنې له امله دا وېره له زړونو لرې کړې وه، او داختر په شپو ورځو کې دښار په واټونو او مېله ځایونو کې چکر ووهه.

داچې افغانان درې لسیزو جګړو ځپلي درېیو ورځو خوښي ورته لا ډیره کمه ده افغانان له وسله والو طالبانو د دایمي اوربند او سولې غوښتونکي دي،د نړۍ ډیرو هیوادونو لکه امریکا او نورو هم د افغان دولت له دې ډول اقدام نه ملاتړ اعلان کړی او ویلي دي چې، مونږ به د سولې په برخه له  افغان دولت سره همکاري وکړو. له بل طرفه وسله والو طالبانو بیا پاکستان ته پخپله اعلامیه کې  ویلي دي چې مونږ به دسولې خبرې له امریکا سره وکړو نه د افغانستان سره . دلته سړی ته شک پیدا شي چې جګړه له افغان دولت سره کوم او سوله بیا له امریکا او نورو هیوادنو سره کوم …

د اوربند له پای ته رسیدو وروسته وسله والو طالبانو پخپلواعلامیو کې عجیبه خبرې کړي دي لکه ویلي دي چې(( مونږ خپلو وسله والو ته یوازې د اوربند اجازه ورکړي وه نه دا چې، دوی لاړشي او په کابل او نورو ولایتونو کې دافغان دولت له چارواکو او خلکو سره اختر شریک کړي چې دا کار یې زمونږ له اجازې پرته ترسره کړی دی )).

له اوربند پای ته رسیدلو وروسته تر نیمې برخې وسله وال طالبان په ښارونو کې پاتې شول او ډیر کم یې بیرته خپلو سنګرونو ته ورستانه شوه هاغه چې اوس پوه شول چې، مونږ خو پردیو د خپلو افغانانو سره جنګولو او په مونږ  یې افغانان بې ګناه ووژل  دا خو هاغسې نه وه لکه څنګه چې مونږ ته ویل شوي وه فکر نکوم که دا طالبان بیا ځل دپاره د افغان دولت پر ضد وسله راپورته کړي او کوم وسله وال چې بیرته ورستانه شوي دهغوی برخلیک لا تر اوسه ندی معلوم …)

په افغانستان  کې که سوله پر هر قیمت راتلای شي افغانانو دا قرباني پخوا هم ورکړې ده او اوس یې هم ورکوي او بیا به هم دې قربانۍ ته تیار وي، که چیرته وسله طالبان لږ هم دا احساس ولري چې مونږ څومره افغانان بې ګناه وژل خو بیا هم هماغه افغانانو زمونږ پر سرونه د اعزاز پټکي پر سر کړه وسله طالبان باید د افغانانو دا ښېګڼه باید هیڅ وخت هیره نکړي.

ددې خاورې هر کاڼی او بوټی د سولې نارې وهي دا خلک نور له جنګه ستړي شوي مونږ له ټولو هیوادونو دا تمه لرو که هاغه پاکستان دی او که هاغه امریکا ده او که بل هیواد چې په صادقانه ډول باندې دسولې په خبرو کې له افغان دولت سره مرسته وکړي تر څو افغانسان او سیمه کې امنیت راشي دا امنیت نه یوازې دا چې،  د افغانستان لپاره په ګټه دی د افغانستان ګاونډیانو ته یې ډیره ګټه ورسیږي  او که چیرته دوی بیا د ترهګرو ملاتړ وکړي نو د دې اور لمبې به یوه ورځ دوی ته هم ور ورسیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره له اوربند پای ته رسیدو وروسته د اوربند  موده نورو لسو ورځو ته  هم وغځوله خو په مقابل کې وسله والو طالبانو هیڅ ډول غبرګون تر اوسه ندی ښودلی .هیله ده چې،  دجګړې دواړه غاړې په یوه واحده خبره سره راټول شي او نور په افغانستان کې دایمي سوله او امن راشي .

مونږ له دواړو خواوو دا غواړو چې،  نور دې جنګ ته د پای ټکی کیږدي په جګړه کې دهیچا هم خیر نشته بغیر له تاوانه که وژل کیږو هم همدا مونږ او تاسو وژل کیږو او که وطن مو ورانیږي هم همدا زمونږ او ستاسو وطن ورانیږي دلته تر اوسه نه هیڅ کوم بهرنی وژل شوی او نه پکې دبهرنیانو ودانۍ ورانې شوې دي . راځي چې نور په ګران افغانستان زړه وسوزو او نور ترینه دجنګ ټغر د تل لپاره ټول کړو .تر څو مو افغانان هوسا او ارامه ژوند خاوندان شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply