حکومت له چا سره سوله کوي؟

0 1,169

حکومت له چا سره سوله کوي؟
طالبانو يو په بل پسې دروازې وتړلې

د حکومت له وياندويانو نيولې تر لوړپوړيو چارواکيو پورې چې هر سړی وپوښتې، همدا وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې په درز کې روانې دي او ژر به په وطن کې د جګړو لمبې سړې شي.
د سولې شورا خو چې جوړه شوې ده، له هغه تر اوسه د سولې ډول په غاړه ګرځوي او په دې ورستيو کې خو يې د نورو کلونو په پرتله لا ډېر وهي.
د دغې شورا يو نه يو بړېڅی په اوونۍ کې حتماً يوه ورځ پر رسنيو راځي او د سولې له پټو خبرو پرده پورته کوي.
کله پټې خبرې په قطر کې روانې وي، کله د جي‌ايچ کيو د دېوالو سيوري ته سره ناست وي، کله ازبکستان وړانديز کړی وي چې راشئ، دلته پټې خبرې وکړئ، کله اندونېزيا ته کيسه رسېدلې او اوس سعودي هم د سولې د پټو خبرو کوربه‌توب ته زړه ښه کړی دی.

د دغو خبرو چې څنګه نوم پټ دی، همداسې يې پايله پټه وي. نه يې ادرس مالوم شي، نه يې د مجلس غړي څوک وپېژني، نه يې دقيق ځای مالوم شي، نه يې وخت چا ته مالوم وي چې څه وخت شوې، بس يوازې دوه درې ورځې وروسته د طالبانو له خوا اعلاميه خپره شي چې داسې هيڅ خبرې نه شوې دي او نه يې کوي.
عجيبه وطن دی، جګړې پر رڼه ميدان کېږي، جرمونه سرعام روان دي، ناقانونۍ په سيالي کېږي، خو د سولې غوندې د يوې شريفې، درنې او ګټورې پروسې خبرې پټې روانې وي.
جګړې ته چې طالبان روان وي، لوڅ مخ ځي، خو چې سوله کوي، وربوزونه يې تر غوږو تړلي وي.
دلته خاشه د سولې د شورا په غلبېل کې بنده ده.

موږ په اوربند کې وليدل، طالبان چې ښارونو ته راغلي وو، ټولو لوڅ مخ ګرځېدل، عکسونه يې اخيستل او وېډيوګانې يې جوړولې، خو دا د سولې شورا چې طالبان را په مخه کړي وي، ولې يې مولونه وهلي وي؟
مالومه خبره ده چې د سولې شورا غله راوستي وي، په کرايه يې کسان نيولي وي او په دې خاطر چې بله ورځ بيا همدا کس له حکومت سره بيا يو ځای کړي، مول يې ور وهلی وي. دا يو هم اصلي طالب نه دی.
له همدې ځايه د سولې شورا ټولې چارې په واضحې ښکاري چې له يوې مخې دروغ وايي.
د دغې شورا ټولې ادعاوې همداسې بې اساسه، ټولې هڅې يې همداسې جعلي او ټولې لاسته‌روانې يې همداسې د اوبو پر مخ د خطو ايستل دي.
د سولې ټولې پټې خبرې، يوازې د پيسو او شوړو وهلو دسيسې دي.

د سولې د خبرو په پلمه پيسې ايستل کېږي، اعلاميې خپرېږي چې پټې خبرې روانې دي، سبا يې طالب رد کړي او پټې خبرې همداسې پټې، پسې ورکې شي.
دا اوس دا دی حکومت او د سولې شورا ولس ته د ترخو سمسور باغونه جوړ کړي دي، هره سهار ولس ته ويل کېږي چې ژر به سولې ته ورسېږي، خو د سولې مقابل اړخ يوازې کرکه خپروي، هغه په کرکه کې دومره افراط کوي، څومره چې د حکومت لوري د سولې خوا ته کوي.
طالبانو لومړی اوربند رد کړ، بيا يې د سولې په نامه راوتلي پلي کسان وغندل او ادعا يې وکړه چې دا د امريکا پروژه ده او دوی يې غندنه کوي، تر هغه وروسته يې يوه بله دروازه هم پسې وتړله او هغه ديني عالمان يې د امريکا ګوډاګيان وبلل چې جګړه حرامه بولي.
طالبانو په يوه وروستۍ اعلاميه کې له ټولو دينې عالمانو غوښتي دي چې په داسې غونډو کې دې برخه نه اخلي چې حکومت د سولې په اړه رابللې وي، يا په افغانستان کې د نظام پر ضد د روانې جګړې، مشروعيت ته ګواښ پېښوي.

سمه ده چې ولسمشر د سولې په برخه کې مخلص دی، د روانې ناولې جګړې مشروعيت ته يې تر ډېرې اندازې صدمه رسولې ده، خو داسې هم نه ده، دومره پرمختګ هم نه دی شوی د څومره چې ادعا کېږي.
سولې ته د حکومت دومره انعطاف به د ولسمشر په اخلاص تعبير شي، خو دومره د ملا ټيټول د سرتېرو د مورال ملا ماتوي. د ولس له هيلو سره دښمني ده.
اوس دا دی تر لمر روښانه شوه چې طالب په هيڅ صورت سولې ته غاړه نه ږدي، ټولې پرانيستې دروازې يې وتړلې، نو بيا انعطاف د څه لپاره؟
بس دی، نو دې نو دا د سولې شورا، دروغجنه، چټله، خسته‌کنه، بې خونده او تکراري ډرامه پای ته ورسول شي. يوه جانانه جګړه به وطن ژغوري، کنه‌ د حکومت کږه غاړه به تر نغېدو وړاندې د طالب په توره غوڅه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply