پاکستان تل په چل کې وي/ ګلرحمن رحماني

0 603

په دا وروستیو کې د افغانستان د ملی امنیت د مشاور په مشرۍ دری کسیزه پلاوی هر یو (حنیف اتمر په مشری ، معصوم ستانکزی او ویس احمد برمک) د افغانستان له لوری د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړ، تر څو د دواړو هیوادونو تر مابین شته ستونزې د خبرو له لارې هوار ې کړي او تر څنګ یې د عمل پر پلان چې ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر ورباندې کابل کې بحث او هوکړه کړې وه، هم خبرې وکړې.

د عمل پلان په دریمه ماده کې راغلي چې (دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هیواد ، شبکې ، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هیواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږی) ، پاکستان تل په افغانستان تور پورې کوي چې افغانستان د هندوستان استخباراتو ته ځای ورکړی او په افغانستان کی ځینو ډلو او افرادو ته روزنه ورکوي، تر څو په پاکستان کی ګډوډی جوړه کړی خو پاکستان هیڅکله دا ادعا ثابته نه کړه .

اوس چی د پاکستان هیواد کی له یوی خوا ناامنی او له بلی خوا د حکومت په خپل مابین کی مشکلات زیات شوي، شاید دا یې غوره ګڼلې وي چې له ترهګرو سره په ګډه مبارزه وکړی تر څو دواړه هیوادونه له شته مشکلاتو په امن شي . مګر تر هغو چې پاکستان په عمل کې ځان ثابت نه کړي، نو په سختۍ به ورباندې باور وشي، ځکه پاکستان تل له افغانستان سره په چل کې وي.

د بېلګې په توګه پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره د سولې په برخه کی ډېر کوششونه وکړل، خو کومه پایله یي ورنه کړه . د ترهګرۍ له پټو او ښکاره ملاتړو هېوادونو سره یې اړیکې ونیولې، له هغوی یي وغوښتل چی د ترهګری د ملاتړ پرځای له افغانستان سره د سولی په برخه کې همکاری وکړي، تر څو طالبان دیته قانع کړی چی له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د همدې لپاره حامد کرزي پاکستان هیواد ته ډېر سفرونه وکړل، هلته یې د پاکستان له لوړ پوړو اشخاصو سره وکتل او له هغوی نه یې غوښتنه وکړه چی له ترهګرو لاس پر سر شي. حتی دا یې هم ورته وویل چې ترهګرۍ په خپله د پاکستان لپاره هم خطر دی. ده له پاکستان نه وغوښتل چی د ترهګرو پر وړاندی جدی اقدامات وکړي او له خپل هیواده یي وشړی خو پاکستان پری غوږ ونه ګراوه.

کله چی محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر شو نو پاکستان ته یې د سولی او ورورۍ لاس اوږد کړ او له پاکستان نه یې وغوښتل چی یا مونږ سره همکاری وکړی تر څو په افغانستان کی سوله راشی یا د ترهګرو پر وړاندی جدی اقدامات وکړی او له خپلی خاوری یي وباسي ، خو پاکستان د ولسمشر اشرف غنی خبره ونه منله او پاکستان وویل چی مونږ له ترهګرو سره جدی مبارزه کړې او ترهګر زمونږ په خاوره کې شتون نه لري ، خو پاکستان یې په مقابل کې په پټه د طالبانو ملاتړ ته زور ورکړ په مقابل کې افغانستان له پاکستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې بندې کړي .

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان تل د ترهرګرو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې ترهګرو ته روزنه او پناه ورکوي. د ولسمشر غني د دغه سفر په تعقیب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ کسیزه پلاوی افغانستان ته راغی، تر څو د افغانستان وضعیت له نژدی وګوری .

د امنیت د شورا غړو ته افغان لوړپوړو مقاماتو له ترهګرۍ څخه  د پاکستان د ملاتړ په اړه لمړی لاس شواهد او اسناد ورکړل. د امنیت شورا راغلو غړو وویل چی مونږ له افغانستان سره اوږه پر اوږه ولاړ یو د افغانستان قضیی ته به دوامداره پام کوو .

د کابل پروسې دویمه د سولې ناسته کې افغان ولسمشر یو ځل بیا پاکستان ته وړاندیز وکړ چی مونږ له پاکستان سره حکومت په حکومت خبرو ته اماده یوو او له پاکستان سره مذاکرات کوو. په لمړي سر کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غنی سره یې د افغانستان او د پاکستان د سولې په خبرو اترو باندې وغږېده، مګر پاکستان بیا هم په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply