محقق يو رواني رنځور او متعصب جګړه مار دی

0 662

محقق يو رواني – قلبي رنځور و نامنونکی متعصب جګړه مار دی

سيما سمر د ملګرو ملتونو له سنګره او د بشري حقونو تر چتر لاندي د دغسې رواني – قلبي رنځور ومتعصب ساتنه کوي

 

پردي و پرديپال جګړه مار هېڅکله نه خپليږي

 

سيد حسين پاچا

ګرانو هېوادوالو ته روښانه ده چې همدغه محقق په ډېره سپين سترګۍ له اياني مشر سره په سوريه کې د بشار الاسد په ننګه او د ايران د چوپړ لپاره زموږ د هزاره وروڼو د ښکېلتيا خبره کوي. که ايران له عربو سره د سيمه ييزې سيالۍ لپاره د خپلې مذهبي لېونتيا او ښکر پر ښکرتيا زور ازموينه کوي هغه يې خپل ښکار دی، خو زموږ د هزاره وروڼو ښکېلتيا هلته موږ او دوی ته ستونزې راولاړوي او موږ بېځايه له تندروو عربو سره د نورو په جګړه کې راښکېلوي چې همداسې وشول او هغه لمبې دلته رااوږدې شوې او زموږ هزاره وروڼه په کابل، هرات، غزني او د کابل کندهار پر لويه لار د ځينو حملو او ځانمرګيو بريدونو نښه وګرځېدل چې شخصي اقتصادي ګټه يې رواني – قلبي رنځور او د متعصب وجګړه مار شوه غم او کورنۍ ناخوالې يې د نورو شوې.

له بده مرغه پخواني ولسمشر کرزی چې د دغسې سرطاني دانو او د ويرسونو ساتونکی وو چې لا تر ننه همداسې ناعلاجه پاتې دي. تر اوسه خو لا د تداوۍ داسې کوم واکسين دغسې رواني قلبي رنځورانو، متعصبو جګړه مارو ته لا نه دی پيدا شوی چې هر اړخيز يې تداوي کړي. لا بيا هم له دولتي واکه او حکومتي سرچينو خړوبه کيږي او د تعصب وحسد په ناعلاجه رنځ باندې لا اخته او سرطاني کيږي. نه پرې د ايران روحاني مشر دم و دوا تاثير کوي او نه د بل چا.

ملګرو ملتونو خو په دې وروستيو کې چې د ايبولا ناروغي پيدا شوه او زيات شمېر افريقايي وګړي يې د مرګ له کومي تېر کړل، خو له نېکه مرغه د تداوۍ واکسين يې ورته پيدا کړ او راقابو يې کړ، خو له بده مرغه چې لا تراوسه ملګرې ملتونو، نړيوالې روغتيا سازمان WHO او يا کوم بل داسې دولتي وشخصي ارګان لا تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې د دغسې دواني قلبي ناروغتيا مخه ونيسي.

په اسلامي ارزښتونو کې خو علاج ورته شته، خو هغه تقوی غواړي او تقوی له حرامو، عقدو او حسده پرهېز غواړي چې دا ستونزه له محققه نيولې بيا زموږ په ډېرو جهادي کاغذي اتلانو او د هغوی په پيروانو کې لا پاتې ده.

 

الحشر ۱۰ :

وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

 

زما په اند که په نوموړي کې لږه د ايمان متره وي هغه به له داسې عُقده يي، تعصبي، کرکې (نفرت) او له شر پاروونکيو خبرو نه ډډه وکړي او که نه، نو هغه متل دی :

عادت هيريږي، خو خوي نه

په پای کې دې څښتن تعالی موږ ټولو ته د سمې لارې لارښوونه وکړي چې يو بل وزغمو او درناوی يې وکړو. دا زموږ د ټولو ګډ کور دی. په ګډه به يې پالو، په ګډه به يې چوپړ وساتنه کوو. زموږ مړی و ژوندی له يو بل سره شريک دی. نور مو نه په درد خوړلي او نه به يې وخوري.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

محقق وايي، که طالبانو هزاره مېشتو سيمو ته جګړه وغځوله، کورنۍ جګړه به ونښلي

http://www.taand.com/archives/110209

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply