د سعودی فتوا به جګړه سړه که توده کړي؟

0 602

په سعودي کې د اسلامي نړۍ مذهبي مخور په راغونډېدو دي چې د افغانستان د شخړې د مشروعیت او نه مشروعيت په هکله خپله فتوا صادره کړي. درې ورځې وروسته به ریاض د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې د یوه نوي پړاو په تړاو د اسلامي نړۍ د نظر کوربه وي چې تمه ده پر طالبانو د روانې جګړې د مذهب اړخ ور بند او افغان کړکېچ ته سیاسي رنګ ورکړي. کابل په نړیواله کچه د طالب جګړې د مشروعیت پیکه کولو ته زور ورکړی او له ریاضه تر جاکارتا او له تاشکنده تر دوحې یې هڅې ګړندۍ کړې چې افغانانو ته د دې خونړۍ جګړې اصلي اړخ روښانه کړي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې سعودي څو ځلې وړې او لويې غونډې برابر کړې، خو ښکاري چې دا ځل یې په افغان شخړه کې د خپل رول پراخولو ته پلان برابر کړی. په داسې حال کې چې امریکا د ملا هبة‌الله او کابل د ملار سول له ډلې سره د خبرو پیل ته ځان برابروي، په سعودي کې د اسلامي نړۍ مذهبي مخور د افغان جګړې د څرنګوالي په اړه خپلې وړاندې کوونکې توري په یوه لیکه بیايي. دا د۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د کورنۍ جګړې له مهاله وروسته چې د ریاض په نوښت په مکه شریفه کې د مجاهدینو مشرانو په خپلو کې پر قران‌کریم لاسونه کېښودل لومړی ځل دی چې سعودي بیا پر افغان خاوره د ټیکاو راوستو په موخه منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.

ښکاري چې نوم‌وتي سعودي مذهبي مشران به افغانانو او د سیمې او نړۍ مسلمانانو ته د افغان جګړې د زیانونو او غیرمشروعيت په اړه د اسلام لارښوونې وړاندې او د طالبانو جګړه به لکه چې د مسجدالحرام او مسجد النبوي خطیبانو له فساد سره تشبیه کړه، دوی هم ورټي. د افغان حکومت او د سولې شورا تمه دا ده چې د سعودي ناستې مذهبي اغېز به د افغانستان حکومت مخالفو جګړه‌مارو پر مورال اغېز وکړي او له کبله به یې د افغانستان د وینې بهېدنې سېلاب ورسره کرار شي.

همدا دوې اونۍ له مخه د نړۍ د مسلمانانو له تر ټولو سپېڅلو مرکزونو مکې او مدینې منورې د افغان جګړې پر ناروا بللو خطبه وویل شوه او له لسیزو وروسته افغانانو د مسلمانانو له زړه داسې ښکاره چیغه واورېده. سعودي په اسلامي نړۍ کې اغېزناک هېواد بلل کېږي او د ډېرو په باور له واشنګټن سره یې د افغانستان په تړاو ملګرتیا د جګړې لوری بدلولای او د افغان جهاد په څېر دا ځل د جګړې پر ځای له سولې سره مرسته کولای شي. د اسلامي نړۍ د احترام وړ عالم عبدالرحمان سدیس ته د افغانستان د روانې کړکېچ د حل نوی ماموریت ور تر غاړې کېدونکی دی او ان داسې هم ویل کېږي چې ممکن د ده په ګډون یو شمېر سعودي دیني عالمان له طالبانو سره د لیدلو وړاندیز رامخې ته کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اسامه بن لادن د کړکېچ په موضوع کې هم سعودي واکمنو د منځګړيتوب په موخه ان په کندهار کې د طالبانو د لومړني او پخواني مشر ملا محمد عمر سره ولیدل. هغه مهال یې ډېره ګټه و نه کړه، خو تمه کېږي چې دا ځل به سعودیان د افغانستان د لانجې د حل او نویو ماموریتونو ته د امریکا د ور خوشې کېدو په موخه له نویو لارو خپلو پټو او ښکاره هڅو ته زور ورکړي.

د سعودي ناستې ته له افغانستان څخه هم یو لوی پلاوی ور روان دی چې د سولې شورا غړي او دیني عالمان پکې شامل دي. له عربي نړۍ ور ها خوا له پاکستان، ترکیې، اندونیزیا او منځنۍ اسیا څخه هم دیني عالمان ریاض ته پر لاره دي چې خپل نظر د افغان جګړې په اړه روښانه او پر ښکېلو اړخونو د خبرو د پیل غږ وکړي.

ښکاري چې د ولسمشر غني حکومت توانېدلی، د سیمې او نړۍ په کچه هغه اجماع را منځ ته کړي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو پر مهال ژمنه کړې وه، خو د هغه لپاره اوسنۍ ننګونه د سولې د خبرو پیل دی چې تمه کېږي د طالبانو له یوې کړۍ سره ژر پیل شي. د دغو خبرو په تړاو په کابل کې خوشبیني ډېره ده او تمه کېږي چې د امریکا په رامخې ته کېدو سره به د طالبانو اصلي غاړه هم د سعودي او پاکستان په همکارۍ د کابل او واشنګټن له استازيو سره خبرو ته رامخې ته شي.

طالبان فکر کوي چې له امریکایانو سره خبرې به دوی په یوه ځواک او مهم اړخ بدل کړي او له کبله به یې واک ته د دوی رسېدل نږدې او په کابل کې واکمن دولت عملاً څنډې ته شي، خو امریکایان وايي چې له طالبانو سره به د افغان حکومت په اډانه کې خبرو ته ور وړاندې کېږي او غواړي چې په افغانستان کې یې ۱۷کلنه پانګونه له لاسه بهر نه‌شي.

د واشنګټن تمه دا ده چې د خپل تاریخ دغه اوږده جګړه یې د سعودي او ځینو نورو دوستانو په مټ پای ته ورسېږي او په سیمه کې خپلو نورو لوبو ته وزګار شي. تر ټولو نوې احتمالي لوبه یې پر ایران را څرخي چې له عرب شیخانو سره یې په ګډه ډیزاین کړې او غواړي چې د عملي کولو او بشپړولو لپاره یې له افغان کړکېچه د تل په مخه ځان ډاډه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply