د ځان لپاره ستراتېژیک پلان / محی الدین دلیل

0 710

اووف نه د دین شوم نه د سادین، والله که مې څوک د باغ مولۍ  بولي، شپه او ورځ ستړی بیا هم پوره وړی، ټوله خواري مې په باد لاهو شوه، ورور جانه! مه پسې ګرځه د املوکو په تول کې لاړم. ناشونې ده چې ورته جملې مو نه وي اورېدلې، دغه جملې تر ډېره د هغو کسانو له خولې راوځي چې د ژوند په سرګردانو لارو او بیابانونو کې بې له کومې پوهې او پلانه روان وي. وایي، که د پلان په جوړولو کې ناکام شوې، نو پوه شه چې ځان ته مو د ناکامۍ پلان جوړ کړی. نو ددې لپاره چې زمونږ ځوانان هم له ورته پایلو سره مخ نه شي، ورته اړینه ده چې د ژوند لپاره ټاکلې موخې او بیا موخو ته د رسېدو پلانونه جوړ کړي.

د ستراتېژیک پلان کلیمه به مو ډېره اورېدلې وي، ددې کليمې په اورېدو سره مو په ذهن کې کوم هېواد یا کمپنۍ انځورېږي، آیا داسې مو انګېرلې چې یو شخص هم کولای شي د بریالي او ښه ژوند لپاره ستراتېژیک پلان جوړ کړي؟ په دې لنډه لیکنه کې په همدې موضوع خبرې کوو. لکه څرنګه چې ستراتېژیک پلان یوه هېواد یا کمپنۍ ته د حیاتي مادې حیثیت لري، په همدې ډول انسانان هم اړ دي چې د خپل ژوند لپاره پلان ولري. یو عالم وایي؛ که پوه نشې چې چېرته روان یې نو په هره لار چې لاړ شې خپلې موخې ته به ونه رسېږې. په تجارتي برخه کې ستراتېژیک پلان د اوږد مهال لپاره چمتو کېږي چې پکې د کمپنۍ لېدلوری، میشن، اوږدمهاله او لنډمهاله موخې، مثبتې او منفي نقطې، احتمالي ګواښونه، شته فرصتونه، موخو ته د رسېدو ستراتېژۍ او ځېنې نور کوچني موارد منعکس کېږي. که چېرې مونږ ځان ته د یوه بنسټ (کمپنۍ…) په څېر وګورو نو کولای شو، د خپل شخصي ژوند لپاره هم ورته پلان جوړ او د خپلې راتلونکې په اړه وړاندوینه وکړو، په پایله کې خپلو موخو او ارمانونو ته ورسېږو. خپله راتلونکې جوړه کړئ، که نه برعکس راتلونکې به تاسو جوړ کړي. نو راځئ ددغه پلان د جوړېدو لپاره لاندې ټکي په نظر کې ونیسو.

  • خپلې موخې مو مالومې کړئ

په لومړي قدم کې مو ټولې موخې او غوښتنې د کاغذ پرمخ ولیکئ، هر انسان چې موخې یې مالومې وي رسېدل یې ورته اسانه وي، که چېرې مو موخې مالومې نه وي مانا یې داده چې په کښتۍ کې سواره یئ او ګرد تاوېږئ هېڅکله به کوم ځای ته ونه رسېږئ. نو د موفقه او بریالي ژوند د لرلو لپاره اړینه ده ټاکلې او مالومې موخې ولرئ. د موخو د ټاکلو په اړه (بېل کوپيلېنډ) داسې وایي:( څوک چې موخه ونلري په دې مانا ده چې د ژوند په میدان کې ښکته او پورته منډې وهي، او هېڅکله هم کوم ګول نشي وهلای).

  • موخو ته مو لومړیتوب ورکړئ

په دوهم قدم کې مو موخې وارزوئ او وګورئ چې کومې موخې مو ډېرې اړینې دي، د اړتیا او وخت په نظر کې نیولو سره ورته درجې او لومړیتوبونه ورکړئ.

  • خپلې مثبتې نقطې وپېژنئ

بل اړین ټکی دادی چې خپلې مثبتې او غښتلې نقطې مو وپېژنئ.د خپل ځان مثبتو نقطو د پیدا کولو لپاره دوې لارې شته ، لومړۍ لاره داده چې د خپلو ملګرو، کورنۍ د غړو، ټولګيوالو او هر هغه چا سره چې اړیکه لرئ پوښتنه وکړئ. دوهمه لاره داده چې، خپل ځانته پخپله ته متوجه شئ او له خپلو تېرو تجربو، پوهې او مهارتونو څخه په ګټه اخیستنې مو مثبتې نقطې پیدا کړئ. کوښښ وکړئ دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ. تاسو کومې ځانګړنې لرئ چې نور یې نلري؟ کوم کار له نورو په ښه

ډول ترسره کولای شئ؟ کومو سرچینو ته لاسرسی لرئ؟ نور خلک ستاسو په وجود کې کوم قوتونه ویني؟

  • خپلې منفي نقطې و پېژنئ

د خپلو منفي نقطو پېژندنه هم له تاسو سره مرسته کوي ، ترڅو بریالۍ ژوند ولرئ. کولای شئ منفي نقطې مو د پورته دوو طریقو پر مټ پیدا کړئ. کله مو چې له خپلو منفي نقطو خبر شوئ ، نو کوښښ وکړئ چې فصیدي  یې تر ټولو کم حد ته راوړئ او بالاخره یې یو ورځ په مثبتو بدلې کړئ. کوښښ وکړئ دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ. د کومو دندو او کارونو له ترسره کولو وېرېږئ؟ هغه څوک چې تاسو پېژني تاسو کمزورتیاوې په اړه څه وايي ؟ کوم منفي عادتونه لرئ؟ آیا د خپلې پوهې، مهارتونو او تجربو په اندازه په ځان باور لرئ؟

  • له شته فرصتونه ځان خبر کړئ

بل اړین ټکی دادی چې د شته فرصتونو څخه خبر اوسئ. په اوسنۍ نړۍ کې یوازې هغه ځوانان پرمختګ او رشد کولای شئ چې په ورځيني ډول ځان له تحولاتو او بدلونونو خبروي او له ارزولو وروسته تصمیم نیسي، چې څنګه له دغو بدلونونو د ځان او نورو لپاره مثبته ګټه اخیستلای شو.

  • له احتمالي ګواښونو خبر اوسئ

وروسته له دې چې له فرصتونو څخه خبر شوئ ،نو شته او احتمالي ګواښونه چې موخو ته تر رسېدو مو مخه نیسي و پېژنئ او د امکان تر حده یې کنټرول کړئ او مه یې پرېږدئ، چې موخې مو وځپي.

  • موخو ته د رسېدو لپاره پلانونه جوړ کړئ

وروسته له دې چې پورتني قدمونه مو په بریالیتوب سره ووهل نو د ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره موخو ته د رسېدو لپاره پلانونه جوړ کړئ.

  • پلانونه مو عملي کړئ

کله مو چې پلانونه جوړ کړل نو د عمل جامه ورواغوندئ.

  • د پلانونو د عملي کېدو وروسته يې پایلې وارزوئ

کله مو چې پلانونه جوړ او عملي کړل نو وګورئ چې پایلې یې ستاسو د وړاندوینې سره سمې دي او که نه ؟ که چېرې یې پایلې د وړاندوینې سره ورته والی لرلو نو خپلو موخو ته ورسېدئ او بریالي شوئ که نه نو، د دوهم ځل لپاره هماغه مو ته د رسېدو لپاره نوي او متفاوت پلانونه جوړ کړئ. دا هم په پام کې ولرئ چې، هیڅکله هم ماتې ته تسلیم نشئ، د (چرچل) په وینا بریالیتوب له یوې ناکامۍ څخه بلې ناکامۍ ته له تلو پیدا کېږي.

  • بریالی ژوند ولرئ

پورتني قدمونه عملي کړئ او بریالی ژوند ولرئ. د (جیم روم) وینا ده چې د موخو او هغه ته د رسېدو ترمنځ پل نظم او ډیسیپلین دی، نو پرته له نظم، ډیسیپلین او پلان څخه موخو ته په سم ډول رسېدل ناشوني دي. پایله دا شوه چې ژوند ته مو موخې وټاکئ، موخو ته مو پلان جوړ کړئ او له ژوند څخه مو خوند واخلئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply