افغان ځواکونو!  نصر من الله وفتح قريب / شاهدالله انسان 

0 624

د اسلام په مبين دين کې د انساني ژوند ټول اړخونه او هره چاره روښانه شوې او اصول ورته ټاکل شوي دي. اسلام په څرګنده وايي هغه څوک د دې دين له اډانې وځي چې بل همنوعه يې د لاس يا ژبې له شره په امان نه وي، خو د طالب په څېر افراطي ډلو د ديني نصوصو په افراطي تعبير سره ډېرې ناروا، روا کړې، تر سره کړې او لا هم په استدراج کې روان دي.

طالب په سپین لباس کې د پرديو د ګټو لپاره په شيطاني کړنو ټول انساني او اسلامي حدود او چوکاټونه مات کړل. طالب په روان بربریت، ځانمرګو بريدونو، د ښار په ګڼه ګوڼه، جوماتونو، روغتونو، مېلو او د نورو ځايونو په چاودنو، موټر بمونو، بريدونو او نورو غير انساني کړنو کې لکونه افغانان شهيدان شول، ټپيان شول، معذور او نيمګړي شول. افغانانو طالب ته د سولې ځولۍ وغوړولې، قران يې ورته مخې ته کړ، افغانې عزتمندې خور خپل پلو ورته وغوړاوه، ولسمشر ورته هر ډول امتيازات ومنل، علماوو قراني احکام ورته مخې ته کړل، مشران په جرګه ورغلل، ځوانانو د سولې پرلتونه او حرکتونه پيل کړل، خو طالب نه يوازې و نه منله، بلکې د مظلوم او کړېدلي افغان پلار، مور، ځوان او ووړ د سولې الهي غوښتنې ته يې امريکايي پروژه وويله، ځکه چې طالب د بل له غېږې د بل په خوله خبرې کوي، که طالب رښيتنی خپلواک افغان وای، هيڅکله به يې د خپلې مور د پلو، د ديني عالم د قران د واسطه کولو او د خپل سپين‌ږيري مشر خبره ځمکې ته نه وای غورځولې.
د افغانستان زرګونه جيدو عالمانو د افغانانو وژل او ځانمرګي بريدونه حرام وبلل.

له افغانانو وروسته د سيمې اسلامي هېوادونو طالب ته له اسلامي اړخه د پړې ګوته ونيوله، له سيمې وروسته د ټولې نړۍ اسلامي هېوادونو سترو علمي هستيو، ديني عالمانو او مفتيانو، د کعبې شريفي امام او د اسلامي کنفرانس غړيو هېوادونو د افغانستان جګړه جهاد، نه بلکې فتنه او فساد وبلله، د افغانانو وژل او ځانمرګي يې ناروا وبلل، د افغانستان د حکومت پر خلاف جګړه کوونکې ډلې يې باغي يادې کړي او ويې ويل چې روانه جګړه له اسلامي اړخه هيڅ مشروعيت نه لري، خو امارت تر دې ټولو خبرو، پرېکړو او فتواوو وروسته وويل چې دا هر څه دسيسه ده او د کعبې امام هم د امريکا پروژه په مخ وړي، د طالب د منطق له مخې کعبه هم نعوذ بالله د امريکا د ګټو لپاره ده او هر کال ورتلونکي ميليونونه مسلمانان ټول د امريکا پروژه په مخ وړي.

له دې حسابه له طالبه پرته په ټوله نړۍ کې هيڅ مسلمان شخص، ډله او نظام نه‌شته او يوازېنی پاک مسلمانان دوی او د دوی پنجابي مفتيان او ډيزليان دي.
د اسلامي نړۍ دې کنفرانس ته ايران سني عالمانو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې، په دې مانا چې ايراني عالمان هم د دې جګړې په مردوديت کې شک نه لري، خو د بيان له اظهاره يې ناتوانه دي او د isi په ګورت کې زنداني ملايان هم له ورتګه عاجز و.
طالب په خپله خبره کې هم راګير او د بې‌منطقي او عدم تعقل پر وروستۍ پوله ولاړ دی. طالب لنډه موده مخکې ويلي وو چې يوازې هغه مهال به اوربند او د سولې خبرې پيل کړي چې امريکا ورسره خبرو ته چمتو شي، تر دې چې تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې له طالبانو سره مذاکراتو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نېټې په اړه خبرو ته چمتو ده، خو طالب په دې اعلان سربېره هم پر خپل قول پښه کېښوده، ځان يې پرې کوڼ کړی او لا هم جګړه کوي!
طالب د شريعت او مسلمه امت په خلاف په يوه څرګنده جګړه بوخت دی. د طالبانو افراطيت، استدراج، وحشت او بربريت دومره زيات شو چې بالاخره د کعبې شريفې امام ورته وايي چې د اسلام نوم دې نه کاروي او اسلام دې بدناموي! پر طالب له هره اړخه اتمام حجت وشو.

د اسلامي هېوادنو او علماوو له خوا د افغانستان د روانې جګړې له مردود اعلانولو سره طالب خپل اسلامي رنګ او تاثير بېخي له لاسه ورکړ او د خلکو د کرکې په مخ کې ودرېد. که طالب جګړې ته دوام ورکړي، لرې نده چې د هرې سيمې خلک يې پر وړاندې راپورته شي او تر ډېورنډ يې بېرته ور واړوي.

الله تعالی د بې‌ګناه مسلمان وژنه حرامه کړې او عامل ته يې تر ټولو سخت عذاب او قهر وعده ورکړې ده. د اسلامي شريعت پر اساس غوره مسلمان هغه دی چې له نورو مسلمانانو سره مرسته کوي، د هغوی ژوند مصوونوي او د ظالم پر وړاندې درېږي. زموږ افغان ملي ځواکونه د څرګند ظالم پر وړاندې په افضل جهاد کې ولاړ دي، د مسلمانانو د ځان، مال، ناموس او وطن دفاع او ساتنه کوي او د نړۍ غوره انسانان او افضل مسلمانان دي چې ژوندي يې غازيان او شهيدان شوي يې د پېغمبرانو او صادقينو د ډلې ملګري دي.

الله تعالی تل پر ظالمانو لعنت او د حق ډلې نصرت کړی او ان‌شاءالله ډېر ژر به مو د اسلام په نوم د طاغوتي ډلې په تاریخي او شرمېدلې ماتې سره لوی بری نصيب کړي، ځکه طالب په ډېر بې‌شرمانه ډول د مسلمانانو او د دوی د مقدس مکان او قبلې ته سپک نظر وکړ.
د ستر څښتن تعالی عظيمه مرسته او د يو ستر مسلمان ملت مينه او دعاګانې له خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره دي او دوی به په خپل لوړ مورال د ستر بري هسک توغ رپوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply