همدا څېرې او همدا نخرې!/ودان روښان

0 691

کابل یو ځل بیا د زورواکو، جنګسارانو، د مافیا سرلارو، جنګي جنایتکارانو، د عصر الفساد نوښتګرو، د نشه یي توکو قاچاق وړونکو، سادیستانو او نورو ډول ډول مجرمینو د یو عجیبه ګډولې خو په یوې ګډې ځانګړنې یا نې فساد پر محور راټولو څېرو د ایتلاف شاهد و. دا نو هغه څېرې دي چې هر یو یې د جرم، جنایت، غلا، انسان وژنې، زبرزنا، جنسي تېریو اوږد تاریخ او خورا پنډې پندې دوسیې لري چې که په رښتینې بڼه عدالت تطبیق شي نو د دغه هر یو هغه وړه سزا به اعدام وي، خو له بده مرغه نن همدغه څېرې راپورته شوي او له ځانونو یې د مظلوم ملت رښتیني مدافعان جوړ کړي. دې عجیب الخلقه لوښو د پنجشنبې ورځ د ستر ملي ائتلاف په نوم د نوې ډلې جوړولو اعلان وکړ. سره له دې چې د دغو خلکو همدغسې یو کار د وړاندوینې و ځکه دغه جوړښت ښیي چې دا څېرې باید هم یو ځای شوي. خو دا هم باید له یاده ونه باسو او د ځینو دغو کسانو تېر تاریخ هم ښودلې چې د دې ډلې او کسانو یووالی به همداسې پاتې نه شي او ژر یا لږ وروسته به یې د رسوایي تشت له اوبو راووځي سره له دې چې دغه خلک په خپل ذات او کړو وړو کې یو بل سره ګډې موخې، مخینې او ځانګړنې لري خو له تردید پرته چې دوی تر ډېره خپله هم نه دي سره یوځای شوي، یو چا سره یوځای کړي په دې کې ځینو لورو له بهرنیو استخباراتو ډېرې پیسې اخیستي او نورو پارټنرانو ته یې یا لږ ورکړي یا یې هیڅ نه دي ورکړي خو چې کله خبره بربنډه شي نو بیا به د دوی ناپېړتې ټول واورو که خدای کول. دا یقیني ده چې دوی به  یوه ورځ لکه د ګور چینجي له یو بل سره وخوري هغه چې وایي:«د غلو َه یارِِي بده یې بېزاري»

دغو خلکو د افغانانو پر حال د تمساح اوښکې تویه کړې ویې ویل چې ولس په ډېر بد حال کې دی، له ولس سره ظلم کېږي، نامنۍ دي، وزګارتیا ده، بې وزلي ده، فساد دی او دغه او هغه!

دا سمه ده چې په ټولنه کې رښتیا ناخوالې شته ولس له بېلابیلو ستونزو لاس او ګریوان دی خو دا پوښتنه هم اړینه ده چې دغه حالت په یوه ورځ رامنځته شوی؟ که د اوږدې مودې نادودو او ظلمونو چې عاملین همدغه ښاغلي دي ولس دغه حالت ته رسولی.

ښه به وي چې د دغه ایتلاف سرلارو بیوګرافي او کارکړنو ته لنډ شانته نظر واچوو.

ددې ډلې تر شا اصلي لوبغاړی د عصرالفساد نوښتګر پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی چې د افغان ولس دا غمیزه د همدغه سړي د کړنو پایله ده نور یې په اړه د څه ویلو اړتیا نه شته. بله مهمه څېره بیا د بلخ پخوانی والي معلم عطا دی چې د سرایوان له شاګردي تر میلیارډري پورې یې خورا چټک پرمختګ کړی، دده کارکړنې او اوسنۍ پانګه یې په اړه ټولې پوښتنې ډېر ښه ځوابوي. بله څېره د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم دی چې نور خو یې پرځای پرېږده، پرسادیزم اخته دغه سړي په زاړه عمر کې پر خپل یو قومي او کلیوال چې تر ده لاسپین ږیری دی له خپلو توپکوالو سره جنسي تېری وکړو دا چې څومره نور جنایتونه یې کړي دا بیا بېله خبره ده. په دغه منځ کې بله څېره وتلی غل احمد ضیا مسعود دی چې دده له نظره هم اوسنی حکومت په فساد کې ډوب دی؟! که له نورو یې تېر شو ضیا مسعود له خپل ورور احمد شا مسعود هم د امریکایانو ورکړې پیسې غلا کړې وې. پاک ږېره خرېیلی انوارالحق احدي هم په دې ډله کې ډېر بد ځکه نه ښکارېده چې د کرزي په دویم ځلي ټاکنو کې ده (احدي) د کرزي ملاتړ کولو خو مېرمنې یې (فاطمې ګیلاني) له عبدالله سره تار ځغلولی و او د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکونکي یې عبدالله ته د رایو ورکولو له پار اړ ایستل. بل په کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل و له هغه خو ځکه ګیله نه شته کله چې په لومړي ځل د ملي امنیت رییس و کرزي ځکه له دندې وشاړه چې په تاجیکستان کې یې د اخلاقي فساد رسوایي بوی سیمه پرسر واخیسته. حاجي محمد محقق هم ټولو ته مالوم دی چې نور خو پر ځای پرېږده چې په مزار شریف کې یې څومره کسان یوازې د سني مذهب په جرم له تیغه تېر کړي ان د خپل قوم پر یو خیر غوښتونکي حاجي رمضان یې هم صرفه ونه کړه او په یوه دسیسه کې یې ووژلو.

د هلمند اخوند زادګان هم باید په دې ډله کې وی چې وو هم. دا کورنۍ په هلمند کې د جنایتونو داسې ریکارد لري چې بشریت ترې شرمېږي خو یوه بېلګه یې داده چې ددې کورنۍ اوسنی مشر شیرمحمد اخوندزاده کله چې د هلمند والي و د ولایت له ودانۍ دده ۹ ټنه تریاک موندل شوي وو.

بل عجیب مخلوق بیا ظاهر قدیر دی دغه مبارک چې په تخار کې د سرحدي لوا قوماندان و په خپل موټر کې یې هېرویین تاجیکستان ته قاچاق کول. دغه ټول یو له بله بدتر دي حیرانونکې خو داده چې دوی د خلکو په نوم خپل غږ پورته کوي او وایي چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو لاریونونه به وکړي، لارې به وتړي دا اوهغه به وکړي، په دې سره دوی بیا غواړي د خلکو هغه نیمه ګوله ډوډۍ چې له بده مرغه ډېر یې له وینو سره یوځای له ستوني تېروي هغه هم ترې واخلي دا ځکه چې که دوی لارې بندوي زیان یې ولس ته رسېږي، په دې کې خو بیا هم ددوی ګټې دي ځکه چې د تیلو، اوړو او نورو توکو سوداګري انحصار هم له دوی سره دی.

رښتیا دغه خلک له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو هم ګیله من دي چې په وینا یې ددوی غوښتنې نه مني. دغه کسان دومره نمک حرامه دي چې همدې نړیوالې ټولنې له حتمي مرګه وژغورل بېرته راژوندي کړل، میلیاردران یې کړل خو دوی وایي چې ټول عمر یې نړیواله ټولنه باید ناز یوسي.

دغه خلک داسې مهال په کابل کې په اوتو بوتو بوخت ول چې ولسمشر غني د هېواد لرې ولایت بادغیس کې خلکو ته د برېښنا رسولو سبستېشن پر پرانیستنه بوخت و.  

ښایي له ډېرو سره دا پوښتنه راپورته شي چې دغه خلک غواړي څه؟داسې ښکاري اوس چې د سولې خبرو زور اخیستی دوی وېرېږي چې که سوله راشي نو د حساب کتاب وخت به راورسېږي له هر چا به پوښتنه وشي چې څه یې کړي؟ دومره شتمني یې له کومه پیدا کړې؟ له همدې وېرې دوی اوبه خړوي او کبان په کې نیسي چې د سولې مخه ډب کړي یا هم سر له اوسه داسې ضمانت غواړي چې که سوله راشي څوک پوښتنه ترې ونه کړي یا هم کومه بله موخه، خو یو شی روښانه دی چې موخه یې هیڅکله او په هیڅ صورت د خیر نه ده بلکې شر دی شر.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply