د طالبانو د کویټې شوار ته د آی ایس آی د غړي اخطارونه

0 730

محمد ننګیال

تقریباً څه کم دوه اونۍ وړاندې امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی وښود او عملي بڼه یې هم ورکړه. د دواړو غاړو ترمنځ دې ناستې د منطقې په استخبارتي کړیو په  تېره بیا د پاکستان په ISI باندې اوربل کړی دی، شپه او ورځ په دې تکل کې دي چې څنګه وکولی شي چې د خپلو داخلي او بهرنیو ملګرو پر مټ دغه د سولې پروسه ناکامه کړي.

د طالبانو د کویټې د شورا یو جګپوړي غړي چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال وزیر هم پاتې شوی دی، د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي: (( له امریکایانو سره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر اوسني مذاکراتو پر دوی (طالبانو) د ISI لخوا فشارونه ډیر زیات کړي دي، څو ورځې وړاندې د پاکستان د ISI یو مشر د کوټې شورا د غړیو سره د خبرې کولو لپاره کویټې ته راغلی وو، نوموړي زموږ سره ډیرې ترخې خبرې وکړې او موږ ته یې وویل چې تاسو به نور له امریکایانو سره د سولې خبرې نه کوئ او که یې کوی هم باید په پاکستان کې او د پاکستان په ګډون یې ترسره کړئ او بل داچې د قطر د سیاسي دفتر مشر او اداري پلاوی موږ ته د منلو وړ نه دی تاسو باید ژر تر ژره د سیاسي دفتر په اداري پلاوي کې بدلون راولئ او باید د سیاسي دفتر مشر داسې څوک وي چې موږ ته اعتماد ولري. او که چیرته تاسو داسې ونه کړئ نو موږ به پر طالبانو ساحه تنګه کړو، ستاسې مشران به بندیان او ووژنو، له دې اخطارونو ورکولو سره مجلس بې نتیجې پای ته ورسید.

د کویټې د شورا غړي داهم وویل: چې په نږدې ورځوکې به د ISI  غړي د قطر هیواد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د اداري پلاوي سره د خبرو لپاره هم ورشي)).

دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې ISI  به د طالبانو له سیاسي دفتر سره په کومو مواردو خبرې وکړي، خو حالاتو ته په کتو ویلای شو چې کیدای شي له سياسي دفتر سره د دوی په خپل سري کارونو خبرې وکړي، ځکه چې ISI د قطر له سیاسي دفتر څخه تل په دې ګیله من دی چې دوی په خپل سر ملاقاتونه کوي او پر موږ خیال نه راوړي او په همدې وجه یې ملاتړ هم نه کوي.

هېوادوال به په نږدې راتلونکي کې د څلور حالاتو شاهدان وي.

۱. د طالبانو سیاسي دفتر به په مکمله توګه له منځه ځي.

۲. د طالبانو سیاسي دفتر به له قطر څخه بل داسې هیواد ته نقلیږي چې د پاکستان په خوښه وي.

۳. د طالبانو د سیاسي د فتر په اداري پلاوي کې به بدلون راځي.

۴. او یاهم د سیاسي دفتر اداري پلاوی به په خپل ځای پاتې کیږي، که چیرته داسي کیږي نو بیابه د طالبانو مشران د پاکستان له جدي ګواښ سره مخ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply