پريانکا چوپړا په اکتوبر کې واده کوي

0 884

هندۍ رسنۍ وايي، تمه ده چې د هندي سېنما مشهوره فلمي ستورې پريانکا چوپړا به د روان کال په اکټوبر کې له خپل يوه امريکايي ملګري نک جونز سره واده وکړي.
نک جونز امريکايي دی، سندرې هم وايي او کله کله په فلمونو کې هم راڅرګندېږي. 
څه موده وړاندې نک جونز او پريانکا دواړه هند ته تللي او بيا تر اوسه له هند څخه نه دي وتلي.

د هند ټايمز ناو وايي، پريانکا په روانه مياشت کې تر خپلې کالېزې وړاندې له جونز سره کوژده کړې ده او اوس دواړه لګيا دي، د واده لپاره امادګي نيسي.
سرچينه وايي، که څه هم په هند کې د دوی دوو د تار خبرې کېږي، خو د دې پر ځای چې دوی سره لېرې شي، نک جونز يې لاس نيولې ګرځوي او دواړو تر اوسه دغه اوازې رد کړې هم نه دي.

د سرچينې په خبره، ټاکل شوې وه چې د روان کال په اکټوبر کې به پريانکا چوپړا له سلمان خان سره په بهارت نومي فلم کې کار وکړي، خو دې دغه وړانديز رد کړی دی.
د فلم جوړوونکی علي عباس ظفر وايي، پريانکا د يوې مهمې کيسې له امله په دې فلم کې له برخه اخيستو ډډه وکړه او ده هم ومنله.
اوس هندۍ رسنۍ وايي، دا مهمه کيسه خامخا د پريانکا چوپړا او نک جونز واده دی.
ګورو به چې مخکې څه کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply