د جوزجان درزاب ولسوالۍ یو ۱۴ کلن ماشوم او د قربانیانو کورنۍ وايي، د داعشیانو قوماندانان له کمعمره ماشومانو سره په زوره ودونه کوي.
د دوی په وینا، یادې ډلې ورسره له تېرو دوو کلونو راهیسې هر ډول جنایت کړی او باید په دار وځړول شي.
تر هغې وروسته – چې جوزجان کې د داعیشانو رهبر او ۲ سوه جنګیالي حکومت ته تسلیم شول ـ د جوزجان د ځېنو ولسواليو اوسېدونکي یې د اعتراض په توګه پر وړاندې راپورته شويدي.
د درزاب ولسوالۍ یو شمېر ماشومان او د قربانیانو د کورنیو غړي د یادې ډلې له لوري پر دوی د شویو ظلمونو ترڅنګ، د ماشومانو جنسي تېري نه هم پرده پورته کوي.
دغه ماشومان وايي، داعشیانو په زوره بیولي او ترنکاح وروسته یې ورباندې جنسي تیری کړیدی.
عبدالله د یوه ۱۴ کلن ماشوم مستعار نوم دی چې د داعشیانو یو قوماندان نکاح کړی او څو ځلې یې پرې جنسي تېری هم کړی دی.
دغه ماشوم وايي، یادې ډلې د درزاب ولسوالۍ په ګډون له څوو نورو ولایتونو شاوخوا ۵۰ ماشومان راټول او خپلو قوماندانانو ته یې نکاح کړي چې هر یوه ته یې درې ـ درې ماشومان رسېدلي دي.
د عبدالله په وینا، له خپلې کورنۍ ناخبره دی. داعشیانو ورسره نکاح کړې او پر وهلو او ډبولو سربېره د جنسي تېري قربانی شوی هم دی.
په همدې حال کې د درزاب اوسېدونکي او د قربانیانو کورنۍ غړي وايي، داعشیانو یې پر مال، کور او ناموس تېری کړی، لورګانې، زامن او د خپلوانو ماشومانو یې ترې بیولي او په زوره نکاح کړيدي.
دوی له حکومته هغو داعشیانو ته د سزا غوښتنه کوي چې د طالبانو له وېرې ورته تسلیم شوي؛ ګنې په راتلونکي کې به د نورو هېوادوالو ژوند هم وګواښي.
د جوزجان درزاب ولسوالۍ اوسيدونکي اوغلشا او عبدالواحد وايي، داعشیانو د دوی له سیمو – چې نږدې خپلوان یې هم پهکې دي – ۷ کلن، ۸ کلن، ۱۵ کلن او ۱۸ کلن ماشومان او تنکي ځوانان په زوره بیولي او نکاح کړيدي.
بلهخوا د جوزجان امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشې هم مني چې داعشیانو په درزاب او قوشتېپې ولسوالیو کې پر خلکو ظلمونه کړيدي.
خو جوزجان کې د داعشیانو مشر حبیبالرحمان – چې تازه له خپلو ملګرو سره دولت ته تسلیم شوی ـ د درزاب ولسوالۍ د اوسېدونکیو ادعاوې ردوي او له حکومته غواړي چې پر وړاندې یې د روانو توطیو مخه ونیسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320