١١٠ زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي

0 497

 

ځايي چارواکي وايي، د طالبانو له خوا د اجازې نه ورکولو له امله په روزګان کې ١١٠زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي.

په دې ولايت کې د واکسین په هره دوره کې باید نږدې ٢٠٠ زره ماشومان واکسين شي، خو دا ځل يوازې ٨٠ زره ماشومان واکسين کېږي.

د دې ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل وايي، په دې کمپاين کې به د دې ولايت تر نيمايي کمې سيمې تر پوښښ لاندې راوستل شي.

هغه زياته کړه، وسله‌وال طالبان تر خپل واک لاندې سيمو کې کور په کور واکسین ته اجازه نه ورکوي او د طالبانو غوښتنه دا ده چې دا بايد په جوماتونو کې وشي.
خو مياخېل وايي، د هغوى دا غوښتنه د روغتيا د نړيوال سازمان له‌خوا د منلو وړ نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply