نن ۴مه ده چې په روزګان کې ۴۰ شهيدان لمر ته پراته دي

0 579

تربور مړ کړه، خو لمر ته يې مه غورځوه؛
نن ۴مه ده چې په روزګان کې ۴۰ شهيدان لمر ته پراته دي

د روزګان امنيتي چارواکي وايي، نن څلورمه ورځ ده چې د دغه ولايت په چنارتو ولسوالي کې د ملي اردو تر څلوېښت زيات شهيد سرتېري لمر ته پراته دي، خو له مرکز څخه يې څوک د رالېږدولو لپاره اقدام نه کوي.

دوی وايي، په وار وار يې له مرکز سره اړيکې نيولې دي او ورته ويلي يې دي چې د شهيدان او ټپيانو انتقال ته زمينه برابره کړي، خو وايي، مشرانو ته يې د شهيدانو غم تر واوره سوړ دی.

په دغه ولسوالي کې درې ورځې وړاندې طالب ترهګرو د د ملي اردو د سرتېرو پر يوه کنډک بريدونه وکړل، تر څلوېښت زيات يې شهيدان کړل، ګڼ شمېر يې ژوبل او د شلو تنو په شاوخوا کې ژوندي له ځان سره بوتلل.

طالبانو په دغو بريدونو کې د چنارتو ولسوالي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ هم سقوط کړه او بيا يې په بمونو والوځوله.

دغه ودانۍ د چنارتو د ولسوالي مقام ته جوړه شوې وه، خو لا هم پرانيستل شوې نه وه.
د روزګان د چنارتو ولسوالي امنیه قوماندان اختر محمد خان له سرخط سره په خبرو کې وويل، په ولسوالي کې اوس هم دوی او ملګري يې د طالب اورپکو تر کلکې محاصرې لاندې دي.

قوماندان وايي، په مرکز کې يې څوک د مرستې غوښتو غږ نه اوري، خو ولايتي ادارې ته يې چې هم څو ځله د مرستې ويلي دي، اوس يې څوک ټلېفون نه ځوابوي.

ده چې پرون مازديګر له سرخط سره خبرې کولې، وويل، اوس هم د پولیسو پر پوستو جګړه روانه ده او په سیمه کې مېشتو سرتېريو ته نه يوازې وسلې، بلکې اوس نو خوراکي مواد هم ورختم شوي دي.

د ده په خبره، که مرسته و نه شي، سرتېري به تسليم نه شي، خو له لوږې به ومري چې بيا به يې خون د حکومت په غاړه وي.

د چنارتو ولسوال معلم فیض محمد هم له سرخط ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وضیعت داندېښنې وړ وباله او ويې ويل، طالبان په ډلو ډلو ورغلي او اوس پر ولسوالي د برید لپاره چمتوالی نیسي.

دی وايي، طالبانو ورته د تسلیمېدو خبر لېږلی او ګواښ يې کړی چې که تسلیم نه شي، نو ډله‌ییز بریدونه به پرې پیل کړي او ولسوالي به سقوط کړي.

په چنارتو ولسوالي کې د ملي اردو ځينې سرتېري وايي، لسګونه ملګري يې چې په جګړه کې د وطن په دفاع کې شهيدان شوي دي، نن څلورمه ورځ ده چې لمر ته پراته دي او حکومت يې د جسدونو د لېږد لپاره تر اوسه هيڅ نه دي کړي.

سرخط ته په رسېدليو مالوماتو کې ویلي شوي دي چې درې ورځې وړاندې طالب اورپکو په جبهه‌يي ډول د روزګان په چنارتو ولسوالي کې د ملي اردو پر يوه کنډک ناتار بريدونه پيل کړل.

دغو بريدونو نيم ساعت وخت واخيست او پکې اته تنه سرتېري شهيدان او څلور نور ټپيان شول.
لا هم جګړه توده روانه وه چې سرتېرو ته د پر شاتګ قومانده ورکول کېږي، هغوی له کنډک څخه کليو ته لېږل کېږي او بيا طالبان د کنډک تر نيولو او په بمونو د ولسوالي د ودانۍ تر الوځولو وروسته په پر شا شويو سرتېرو پسې کليو ته ورځي.
په دغه کنډک کې، ټول ټال اتيا تنه سرتېري مېشت ول.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، طالبان چې کليو ته په سرتېريو پسې ورځي، هلته سرتېري په پاشلې توګه په لاس ورځي او يو يو يې بېل بېل په نښه کېږي.

په همدې کليو کې طالب اورپکي د اردو څلوېښت تنه سرتېري په شهادت رسوي او د شلو په شاوخوا کې ژوندي نيسي او له ځان سره يې بيايي.
تر دغو بريدونو او وژنو وروسته سيمې ته پوليس لېږل کېږي، خو هغوی هم د طالبانو له خوا محاصره کېږي چې ځينې يې تر اوسه د طالبانو له حصاره نه دي وتلي.

د چنارتو ولسوالي ځينو امنيتي سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې دوی تر بريدونو څلور ورځې وړاندې خبر ول او د مرکز په ګډون يې ولسوال د ولايت امنيه قوماندان او ولايتي ادارې ته خبر ورکړی و چې طالبان پر دوی جبهه‌يي بريدونه کوي او که پر وخت دوی ته تجهيزات او امکانات و نه لېږل شي، ولسوالي سقوط کوي، خو وايي، هيچا هم دا خبره مهمه و نه بلله.

شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د روزګان امنيه قوماندان معروف احمدزي هم له رسنيو سره په خبرو کې دا منلې وه چې رښتيا هم طالب اورپکې په چنارتو ولسوالي کې د پراخو بريدونو پلان لري، خو ده ويلي وو چې دا عادي خبرې دي او سيمه په بشپړه ډول د دوی تر کنټرول لاندې ده.

له سيمې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، طالبانو په چنارتو کې د کنډک تر نيولو وروسته د اردو او ټانکونه، وسلې او نور مهمات هم ټول له ځان سره وړي دي او اوس اندېښنې دا دي چې په همدې مهماتو به پر نورو سيمو خونړۍ حملې وکړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په وار وار د اردو دغسې وسلې او تجهيزات له ځان سره وړي او بيا يې د پوليسو پر ضد په جګړه کارولي، ځکه پوليس دغسې وسلې او تجهيزات نه لري.
داسې ښکاري چې طالبان غواړي يو ځل بيا په روزګان کې د دوه کالو پخوا په څېر بريدونو او ناامنيو جوړولو ته مخه کوي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسي دترینکوټ اړوند پای ناوي، یک لینګي ملیزي او ځينو نورو سیمو طالبانو بریدونه پیل کړي.

د سيمې خلک وايي، طالبانو په دغو بريدونو کې ډېرې هغه سيمې بيا لاندې کړې دي چې سرتېرو په بېلابېلو عملياتو کې له طالبانو پاکې کړې وې.

طالبانو وړمه شپه د چرمګر سیمه چې د امنیه قومانداني او ولایت مقام په یو کیلو مټري کې پرته ده، هم نيولې تر اوسه يې په ولکه کې ده.

په دغه سيمه کې د ولسي پاڅون جنګيالي پراته وو او له مقاومت پرته يې پوستې طالبانو ته خوشې کړې دي.

هلته بيا طالبانو وړمه شپه په سرخوم سیمه کې د سیمه‌يیزو پاڅون کوونکيو پرپوسته برید کړي چې پکې اته تنه شهيدان شوي او همدومره نور ژوبل دي.

پرون بيا طالبانو د چرمګر له سیمې د امنیه قوماندانۍ پر ټاورانو هم ډزې کړې دي.

د روزګان امنیه قوماندان محمد معروف احمدزی بيا اوس هم حالت نورمال بولي او وايي، هيڅ ستونزه نه شته.
دی وايي، په چنارتو او مرکز ترینکوټ کې د اندېښني وړ خبره نه شته او حالت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply