لوی قدرتونه څنګه جنګ پایته رسوي؟/ ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

0 482

د جولای په دویمه هلمند ولایت څخه د طب محصل اقبال خیبر په کابل کې راته وویل: ” د افغانستان د پراختیا لپاره د امریکا د زیات کار قدرداني کوو، خو درېغه بین المللي ځواکونو د کورونو پلټنې پیل کړې. ګومان یې کاوه چې موږ له طالبانو سره اړیکه لرو. د ځانګړو ځواکونو بریدونو او ړندو بمباریو د خلکو کرکه راوپاروله.“

د افغانستان د سولې کاروان غړي خیبر او ملګري یې د امریکا سفارت د انفجار ضد دېوالونو ته ناست وو. دوی په ۳۸ ورځو کې د هېواد له لویدیځ  (هلمند) څخه کابل ته نږدې ۴۰۰ میله لاره پلې ووهله تر څو د افغانستان د جنګ طرفونو ته ووایي: ” موږ خشونت نه غواړو.“ دا د هغه بینر متن دی چې د سفارت پر دېوال ځړېدلی دی.  

د سولې کاروان د جون په ۱۸ کابل ته ورسېد. د اوربند په جریان کې طالبان د کابل په ګډون د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته لاړل او د دولتي مقاماتو تر څنګ یې لمونځ وکړ، ایس کریم یې وخوړ او عکسونه یې واخیستل. د اوربند غځولو په اړه د طالبانو د رد ځواب  وروسته د سولې کاروان تصمیم ونیوه چې په افغانستان کې د عمده قدرتونو ( امریکا، پاکستان او ایران) د سفارتونو مخې ته خېمه ووهي او د جنګ د پایته رسېدو غوښتنې مطرح کړي او یو پلاوی یې منصوب کړ چې د هغوی پیغام د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته یوسي.  

د دوی لومړۍ موخه د امریکا سفارت و. ما له هغوی څخه له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه پوښتنې وکړې. خیبر په واشنګټن کې دا مشهوره نظریه چې پر طالبانو د نظامي فشار راوړل د مذاکراتو مېز ته د هغوی په راتګ کې مرسته کوي رد کړه. هغه وویل، باید پر پاکستان فشار وارد شي تر څو د طالبانو مشران له پاکستان څخه افغانستان ته لاړ شي.“ خیبر همدارنګه دا چې طالبان توندلاري دي او ولسواکي به هیڅ وخت ونه مني رد کړه او له امریکا یې وغوښتل چې ” له طالبانو سره نېغې خبرې وکړي او د حکومت او طالبانو تر منځ د نېغو خبرو ملاتړ وکړي.“

خیبر راته وویل: ”موږ سولې ته اړتیا لرو، جنګ باید پای ومومي“. اما افغانان نشي کولی چې د لویو قدرتونو ترمنځ مبارزه ختمه کړي. هغه وویل: ” طالبان د ګاونډیانواو د افغانستان حکومت د بین المللي ټولنې په وسیله کنټرولېږي.“

د تاوتریخوالي یو تاریخ:

افغانستان نوی چوکاټ د نولسمې پېړۍ په پای کې ترلاسه کړ. د افغان – انګلیس له دویم جنګ وروسته (۱۸۷۸-۸۰)، برتانیا افغانستان مجبور کړ چې ختیځې پښتون مېشتې سیمې هندوستان (اوسنی پاکستان) ته ورکړي. او د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول یې په لاس کې واخیست.

دغو داخلي او بین المللي چنو یو افغاني دولت ایجاد کړ . په ۱۹۷۹ کال کې شوروي په کمونستي کودتا سره پر دې هېواد یرغل وکړ. د شوروي له راتګ وروسته رقیبو قدرتونو ( چین، ایران، پاکستان، عربستان او متحده ایالاتو) د افغانستان هر ګوند، فرقې او قبیلې ته وسلې ورکړې. وروسته لوی قدرتونه او د سیمې لوبغاړي د افغانستان په اړه تفاهم ته په رسیدو کې ناکام و او دا هېواد تل له داخلي وېش او له ژیوپولیتیکي رقابتونو څخه ځورېده.

د طالبانو او حکومت اوربند د ډېرو لپاره له هیلو ډک و او په عین حال کې یې د ډېرو لپاره وېره ایجاد کړې وه .د جولایي په دویم هغه مهال اعتراضونه زیات شول کله چې ولسمشر غني په فاریاب کې په یوه امنیتي غونډه کې نورو ته د تهدید له امله نظام الدین قیصاري د نیولو امر وکړ.

اکثره د قیصاري نیول قومیت ته له پاملرنې پرته د جنګسالارۍ د محدودولو لپاره د غني د ستاینې وړ اقدام بولي. اما ځینې غیر پښتنو د هېواد په شمال کې لاریونونه وکړل او لارې او په پنځو ولایتونو کې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه وتړل چې د جنرال دوستم له راستنېدو وروسته هر څه عادي حالت ته ستانه شول. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply