که حوصله یې لری د غزني د جنګ په بهانه څو خبرې کوم / خوشال خلیل

0 1,192

اول، خو باید دا ومنو چې موږ لکه څنګه چې فکر کېږي له کمزوري دښمن سره نه یو مخامخ، د دې دښمن تر شا ستر قوتونه لکه ایران، روسیه او پاکستان ولاړ دي او ډېرې منابعې یې په اختیار کې دي او تر دې هاخوا داسې قوي ایډیالوژي لري چې حتا زموږ د فرد فرد تر کورنیو پورې یې نفوذ کړی دی.
دویم، په دې ټول متفق دي چې د نجیب حکومت تر اوسني حکومت زیات منظم او اکثریت یې د یو فکر خلک ؤ، د زرهدارو قواوو علاوه یې د سکاډ په څير بالستیک توغندي او د بیم چهل او اوراګان په څیر توپخانه درلوده او پریمانه جنګي الوتکې ورسره وي، خو بیا یې هم ولسوالۍ، لویې لارې او ښارونه له لاسه ورکول، علت یې بیا هم د مجاهد ایډیالوژي او دغې ایډيالوژۍ سره د خلکو خواخوږي وه، بل خلک له جنګ تنګ ؤ، فکر کېده چې مجاهدین به داسې خلافت رامنځته کړي چې بیا به لیوه او میږې یو ځای څري.
درېیم، جنګ هم لکه لوبه داسې ده، هر وخت یې یو ټیم نه ګټي، خو غزني کې د حکومت ماتې او شکست کې باید ومنو چې تبلیغاتو لوی لاس درلود او تر شا یې لوی تبلیغاتي ماشین فعال و، که همدا اوس لږ سرچ وکړی ایران پورې تړلو ټولو نهادونو او رسنیو د حکومت په ضد د طالبانو ننګه کوله، حتا داسې زړې ویډیوګانې یې پیدا کړې وې چې لایف یې خپرولې او فکر کېده چې غزني دی، ځکه غزني کې چې نیټ کار نه کوي او مخابرات بند وي، طالب څنګه لایف راتللی شي، همد ا پرون یې د پمپ سټیشن د اورلګیدنې او د لرګیو د یو ټل د اورسوځیدنې ویډیو لایف خپروله، د دغو تبلیغاتو سره حتا همدا زموږ او تاسې ملګرو مرسته کوله او ولسمشر ته یې کنځلې کولې او بد او رد یې ورته ویل، د طالبانو تر تبلیغاتو دا زموږ د کابل او غرب میشتو تبلیغاتو زیات خلک ورخطا کړل او زموږ او تاسې خبرو ته خلک زیات اهمیت ورکوي، ځکه فکر کېږي چې دا خلک خو د ولسمشر پلویان و چې دوی داسې نیوکې کوي او په احساساتو راغلي نو کیسه حتما زیاته خرابه ده. کله چې جنګ روان وي حکومت هم خبر وي او تر تاسو حکومت ځکه ډېر ورخطا وي چې حیثیت ته یې صدمه رسېږي او خپلو امکاناتو ته په کتو اقدام کوي او دا چې څنګه اقدام کوي، ولې ځنډ کوي، ولي یوه شیبه کې هر څه نه سموي دا د نظامي تصمیم نیونکو کار دی چې هغوی پرې پوهېږي او د خپلو شونتیاوو په رڼا کې تصمیم نیسي او اقدام کوي، په داسې حساسو وختونو کې زموږ نیوکې او ولسمشر ته کنځلې زموږ د نظامي تصمیم نیونکو په پرېکړو هیڅ راز تاثیر نه لري، ځکه هغوی له وضعیت څخه خپل تحلیل که ښه وي که بد لري او د فیس بوک تحلیلونو ته توجه نه کوي. فیس بوکي تحلیلونه یوازې زیات نه زیات خلک ورخطاکوي او د دښمن سره مرسته کوي او دا کار متاسفانه موږ هر ځل کړی دی او چا چې نور زغم او حوصلې ته رابللي دي، هغه ته خیاط، ارګوال، غوړه مال او بد الفاظ استعمال شوي او رټلی یې دی.
اوس راځم د غزني د جنګ په اړه خپل تحلیل ته:
زه د خپلو معلوماتو له مخې ویلی شم اختر رانږدې و، حکومت اوربند ته تیاری نیوه، تبلیغات روان او د سولې په اړه ولسي فشارونه په زیاتېدو و، دا ځل که حکومت اوربند کړای وای، نو زیات طالبان ممکن ښارونو کې پاتې وای او بیا د جنګ سنګرونو ته نه وای تللي او مخامخ خبرو ته زمینه برابریده. له امریکایانو نیولې تر اروپايي اتحادیې، سعودي او حتا د ازبکستان په څير زموږ ګاونډیانو سره د اوربند او سولې په اړه پوره خبرې شوې وې، طالبان تر فشار لاندې و چې باید دا ځل اوربند وکړي، خو روسیې، ایران او پاکستان د دغه اوربند د مخنیوي په غرض باید یوه کار کړی وای او هغه د یو ښار نیول، هلته ظلمونه کول او بیا د اوربند مخه نیول و. د غزني جنګ په اصل کې د اوربند او د سولې پروسې د سبوتاژ هڅه وه چې دښمن د دې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخیست اوس فضا داسې ده چې ټول له حکومت او ولسمشر نه تر اختر پورې د اوربند په ځای د طالب مقابل کې د قوي جنګ تمه لري او که همدا نن چېرته ولسمشر د سولې خبره یاده کړي بیا تاسې د رسنیو او خلکو غبرګون ګوری چې څه به نه وايي. د غزني جنګ د سولې په اړه رامنځته شوی ذهنیت او امیدونو ته هم لوی تاوان ورسولو او تېر اوربند کې د سولې په اړه کومه هیله رامنځته شوې وه هغه هم مړاوې شوه.
دا جنګ خورا لوی دی او همدا اوس د غزني په اجیرستان کې طلوع د سلو کمانډویانو د تري تم کېدو خبر تېر کړ، که جنګي وضعیت دوام کوي موږ زیاتو ناخوالو سره مخ کېږو، داسې ناخوالو سره چې بدیل چې درېیم او څلورم بدیل به نه لري.
نو عرض دا دی ملګرو چې موږ باید دا ومنو چې د ولسي احساساتو د کنټرول توان نه لرو، بلکې خپله هم پرې ورګډېږو او لا هوا ورکوو. تاسې ته به ستاسو فیس بوکي پوستونه بې مسوولیته او ګپ ښکاري، خو دا ګپ نه دی ټوله مجازي فضا چې هره خوا وغواړی بدلولی شی، نو هیله ده چې په داسې وختونو کې د ټول نظام په خیر او مصلحت څرګندونې وکړی، زه شخصا ولسمشر ته ستاسو په سپکو سپورو ولاکه دومره خفه شوی یم، خو د ټول نظام او اوسني سیسټم په ضد ستاسو موقف ګیریو خفه کړی یم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply